د دوشنبې پر ورځ شاوخوا ۱۵۰ افریقایي کډوال چې د لیبیا په مصراتا ښار کې ژغورل شوي وو د ایټالیا یو نظامي هوایي ډګر ته انتقال شول.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دغه ډله کې ۶۸ کم عمره کډوال هم دي. یاد کډوال د ایټالیا په پراتیکا دي مار نظامي هوایي ډګر کې له الوتکې ښکته شول.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي له لیبیا څخه د یادو کډوالو د تخلیې عملیات مهم بللي.
بل لور ته د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني ایټالیا ته د نويو رسېدلو کډوالو په اړه ویلي چې دوی له جګړې څخه تښتېدلي دي. نوموړی زیاته کړې: «د ایټالیا بندرونه د ښځو، ماشومانو او د هغو کسانو پر مخ پرانیستي دي چې واقعاً له جګړو څخه تښتي.»
خو هغه دا هم ویلي چې ایټالیایي بندرونه د «انساني قاچاق وړونکو» پر مخ تړلي دي.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت په حواله د ژغورل شویو کسانو په ډله کې ۶۹ اریتریایي، ۶۲ سومالیایي، ۶ سوډاني، ۵ سوریایي او ۵ اتوپیایي کډوال شته.
لیبیا کې د معمر القذافي د حکومت تر نسکورېدو وروسته امنیتي وضعیت بې ثباته شوی دی.
د اپریل په ۴مه نېټه د لیبیایي وسله والو مشر خلیفه الحفتر پر طرابلس ښار بریدونه پیل کړل. د یادو بریدونو له کبله په زرګونو کډوالو د لیبیا په توقیف ځایونو کې بند پاتې دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په حواله اوس مهال یادو توقیف ځایونو کې تر ۳۳۰۰ ډېر کسان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.