۲۰۱۸: کډوال د پیوتوک په ځنګل کې. کرېډېټ: مهدي شبیل
۲۰۱۸: کډوال د پیوتوک په ځنګل کې. کرېډېټ: مهدي شبیل

ځینې مهاجر پلوه سازمانونه وایي چې د فرانسې په ګراند سنت ښار کې عراقي قاچاق وړونکي کډوال ډاروي. دوی زیاتوي چې کډوال د کردي قاچاق وړونکو له وېرې نه غواړي چې دولتي استوګنځایونو ته ولاړ شي. د ګراند سنت ښاروالۍ ځینو کډوالو ته په یو جمنازیم او یو مرکز کې د اوسېدو ځایونو برابر کړي دي.

د فرانسې د ګراند سنت ښاروالۍ د یوې پرېکړې له مخې د ۲۰۱۹م کال له جنورۍ راهیسې کډوال اجازه نه لري چې په پیوتوک ځنګل کې ناقانونه کمپونه جوړ کړي. خو له دې پرېکړې سره سره اوس مهال شاوخوا ۴۰ افغاني او پاکستاني کډوال دغه ځنګل کې موقتي کمپونه جوړ کړي دي.

یاد کډوال نه غواړي د ښاروالۍ جمنازیم ته ولاړ شي. دغه جمنازیم د شاوخوا ۱۰۰-۱۵۰ کسانو ظرفیت لري.

د اوبرژ د میګران انجمن یوه رضاکاره کډوال نیوز ته وایي: «ستونزه دا ده چې هلته قاچاق وړونکي شته.»

د سلام سازمان مشره کلېر میلوت دا خبره تاییدوي: «پاکستانیان جمنازیم ته نه شي تللی، ځکه دوی پوهېږي چې جمنازیم کې هم عراقي کردان او هم قاچاق وړونکي د هغوی مخالف دي.»

د دراپ سولیداریتې انجمن مشر حکیم توالبیا له دغو کم سنه کډوالو سره مرسته کوي. نوموړی هغوی ته خیمې، بسترې او جامې ورکوي. ښاغلی توالبیا وایي چې جمنازیم کې مافیایي ډلې شته: «کډوال وایي چې کردي قاچاق وړونکي له هغوی څخه پیسې غواړي.»

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: ګراند - سنت: «د کډوالو وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی» 

له قاچاق وړونکو سره چلند

بل لور ته کلېر میلو وایي چې ځینې سوډانیان سره یې مرسته وکړه ترڅو دغه جمنازیم کې و اوسېږي. خو نوموړې زیاتوي چې له څو اوونیو راهیسې د یادو کډوالو وضعیت مخ په خرابېدو دی. د هغې په خبره ممکن چې دوی د قاچاق وړونکو له ګواښونو سره مخ وي.

په همدې حال کې د ګراند سنت ښاروالۍ وایي، خپلې ټولې هڅې کوي چې کډوال په امن کې ژوند وکړي. له همدې کبله هره شپه یاد جمنازیم د ګارډانو له خوا ساتل کېږي. د ګراند سنت ښاروال د دفتر رییس اولیویې کارمل وایي چې د سیمې خلک له پولیسو سره همکاري کوي. «دغه جمنازیم د ښاروالۍ تر کنترول لاندې دی. ممکن چې پر کډوالو باندې فشارونه موجود وي خو تر دغه مهاله موږ ته کوم شکایت نه دی رسېدلی.»

بل لور ته د ښاروالۍ یو کارکوونکی د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وویل: «درې کاله مخکې د ګراند سنت ښاروالۍ د یو کمپ پر دېوالونو معلوماتي کاغذونه نصب کړل. دغو کاغذونو کې په پښتو ژبه لیکل شوي وو چې تشنابونه هر څوک په وړیا ډول کارول کېدی شي.» نوموړی زیاتوي، قاچاق وړونکي کډوالو ته ویلي وو چې تشنابونو ته د تګ له پاره باید پیسې ورکړي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: ګراند - سنت ښار: د ژمي پر مهال کډوال یو جمنازیم کې اوسېدلی شي

کورنۍ او ماشومان «خوندي» دي

یاده سرچینه وایي چې قاچاق وړونکي ممکن په جمنازیم کې خپل قانون ولري. هغه زیاتوي: «موږ یوازې کډوالو ته اوبو، خواړو، روغتیایي امکانات او سرپناوې برابرولی شو. خو پولیس او قضایي ارګانونه د دولت تر څار او چتر لاندې راځي.»

ګراند سنت ښار کې کډوالې کورنۍ – شاوخوا ۸۰ کسان – په یو بل مرکز (CCP) کې اوسېږي چې پیوتوک سیمه کې موقعیت لري. د سرچینې په حواله د یاد مرکز د پرانیستلو موخه دا وه چې کورنۍ په ارامۍ کې ژوند وکړي او ماشومان خوندي وي.»

بل لور ته د ګراند سنت ښاروال د دفتر رییس اولیویې کارمل وایي چې یاده ښاروالۍ د کورنیو له پاره یو بل مرکز هم پرانیستلی دی. اوس مهال ګراند سنت ښار کې ۵۰۰-۶۰۰ کډوال اوسېږي چې ډېری یې بریتانیا ته تلل غواړي. 

 

نورې ليکنې