کالې کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: مهدي شبیل
کالې کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: مهدي شبیل

د شنبې پر ورځ د فرانسې په کالې ښار کې د افغان او ایراني کډوالو تر منځ د دویم ځل له پاره شخړه جوړه شوه. د رپوټونو له مخې د کډوالو تر منځ لومړۍ شخړه د جمعې په ۵ بجو د خوراکي توکیو د وېشلو پر مهال جوړه شوې وه.

د شنبې پر ورځ (د اپریل ۲۷مه) د فرانسې په کالې ښار کې د لسګونو افغان او ایراني کډوالو تر منځ یوه لویه شخړه جوړه شوه. د رپوټونو په حواله یاده شخړه دون سیمه کې د اوټ سړک ترڅنګ رامنځته شوې. مهاجر پلوه سازمانونه د یاد سړک ترڅنګ پر کډوالو خواړه وېشي.  

د رپوټونو له مخې د افغان او ایراني کډوالو تر منځ لومړۍ شخړه د جمعې په ۵ بجو د خوراکي توکیو د وېشلو پر مهال جوړه شوه. شخړه کې دوه کډوال د چاړو په ګزارونه ټپیان شول.

ټپي شوي کسان د عامې نظم سرتېرو له خوا د کالې روغتیایي مرکز ته انتقال شوي دي.

د پا – دو – کالې قومندانۍ یو کارکوونکی شلوې دوارتې وایي چې د شنبې ورځې شخړه د «غچ اخیستلو» له پاره جوړه شوې وه.

رپوټونه زیاتوي چې د جمعې په شپه کالې کې د افغان مهاجرو ۲۰ خیمو ته د ایرانیانو له خوا اور واچول شو. ویل کېږي چې ځینې ایرانیان د شخړې پر مهال شراب څښلي وو.

د پا – دو – کالې قومندانۍ په حواله د جمعې شپې په شخړه کې یو ‍۱۷ کلن افغان کډوال او یو ایراني ټپیان شول.

ټپي شوي کډوال د کالې روغتیایي مرکز ته وړل شوي دي. 

کالې کې د کډوالو ناوړه وضعیت

بل لور ته کالې کې د مهاجر پلوه سازمان اوبرژ دو میګران غړې شارلوت کډوال نیوز ته وایي: «موږ د یادو پېښو د لاملونو په اړه معلومات نه لرو. خو دومره پوهېږو چې د کډوالو د ژوند سخت وضعیت د شخړو لامل کېدی شي.»

اغلې شارلوت زیاتوي چې کالې کې کډوال د پولیسو له تاوتریخوالیو سره مخامخ دي. د نوموړې په وینا د کډوالو کمپونه هره ورځ د پولیسو له خوا تړل کېږي.  

نوموړې ټینګار کوي چې کالې کې د کډوالو په ډله کې کم عمره کسان هم دي او ځینې یې دغه سیمه کې د پاتې کېدو له کبله په روحي ناروغیو اخته شوي.

اغلې شارلوت زیاتوي چې سیمه کې اوس وضعیت ارام دی، خو د ټپیانو د روغتیایي حالت په اړه تر اوسه معلومات نه دي په ډاګه شوي.

 

نورې ليکنې