کرېډېټ: رویترز
کرېډېټ: رویترز

پاریس کې ځینې مهاجر پلوه سازمانونه وایي چې د پولیسو کمیسارۍ کم عمره کډوالو ته د سرپناه برابرولو په برخه کې پاملرنه نه کوي. د قانون له مخې دا د پولیسو کمیساریو دنده ده چې له دغو زیان منونکو کسانو سره مرسته وکړي. خو سازمانونه وایي چې کمیسارۍ خپله دنده په ښه توګه نه ترسره کوي.

د دوشنبې په ورځ (د اپریل ۲۹مه) د پاریس په شمالي سیمه کې دوه مهاجر پلوه سازمانونه د فرانسې د حقونو مدافع دفتر ته شکایت وکړ. یوتوپیا ۵۶ او د بشري حقونو لیګ د خپل شکایت په اړه وایي، پاریس کې د پولیسو کمیسارۍ کم عمره کډوالو ته د سرپناه برابرولو په برخه کوي پاملرنه نه کوي. دوی زیاتوي چې کم عمره کډوال د شپې له خوا سړکونو کې یوازې پرېښودل کېږي.

پاریس ته نوي رسېدلي کم سنه کډوال اړ دي چې د مرستو د ترلاسه کولو له پاره د پولیسو کمیساریو ته ولاړ شي. پولیس مکلف دي چې د دغو کسانو ساتنه وکړي او هغوی ته سرپناوې برابرې کړي.

کم سنه کډوال بېرته سړکونو ته واستول کېږي

سازمانونه وایي چې د پاریس څارنوال د یو یادښت له مخې پولیسو اړ دي چې ټولو هغو کم عمره کډوالو سره مرسته وکړي چې دغه ښار ته داخلېږي او کمیساریو ته مراجعه کوي. یاد کډوال باید پاریس کې له «ماشومانو سره د مرستې» یو مرکز ته ور ولېږل شي. دغه مرکز بیا معلوموي چې یاد کډوال کم سنه دي که نه.

خو یوتوپیا ۵۶ وایي چې یاد امر د پاریس په کمیساریو کې نه عملي کېږي. د یوتوپیا د شمېرو له مخې تېر یو کال کې (جون  ۲۰۱۷ - مې  ۲۰۱۸) ۵۱ کډوال د پاریس د ۲، ۱۰، ۱۱، ۱۸، ۱۹، او ۲۰ کمیساریو له خوا بېرته سړکونو ته استول شوي دي.

بل لور ته د ژیستي سازمان غړې ویولېن کارر وایي: «کم سنه بهرنیانو ته د بهرنیانو په سترګه کتل کېږي نه د ماشومانو په سترګه. پولیس شک لري چې ممکن یاد کډوال کم سنه نه وي.»

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه کې د کم عمره کډوالو د اداري او حقوقي چارو په اړه معلومات

کډوالو ته ناسم معلومات ورکول

ځینو حالاتو کې کم سنه کډوال له ګواښونو سره مخ کېږي. د یوتوپیا ۵۶ یو رضاکار وایي چې تر دې مخکې د ۲ کمیسارۍ سرتېري ځینو کډوالو ته ویلي وو چې ممکن دوی اداري توقیف ځایونو ته واستول شي. د پولیسو په خبره یاد کډوال د هویت سندونه نه درلودل.

خو دا یوه ناقانونه پروسه ده: کم سنه کډوال د خپلو عمرونو تر تعیین کېدو وړاندې اداري توقیف ځایونو کې نه استول کېږي. یاد سازمانونه ټینګار کوي چې پولیس باید په دې برخه کې سم معلومات ولري.

یاد سازمانونه همداراز ویلي چې ځینو مواردو کې د پولیسو کمیسارۍ کډوالو ته ناسم معلومات ورکوي. د بشري حقونو لیګ غړی توماس برتېن وایي: «پولیس کم سنه کډوالو ته وایي چې ۱۱۵ او یا روغتونو ته ته زنګ ووهي.»

۱۱۵ هغه شمېره ده چې یوازې بالغو کسانو ته ځانګړې شوې.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د خپلو عمرونو په اړه درواغ ویل د کډوالو پر دوسیو څه منفي اغېزې لري؟ 

کم سنه کډوالو ته سپکاوی کول

سازمانونه وایي چې په ځینو مواردو کې کم سنه کډوالو ته سپکاوی کېږي. دوی زیاتوي چې ځینو سرتېرو له کډوالو سره یوازې په فرانسه ژبه خبرې کوي او ور ته وایي: «موږ په فرانسه کې یو او په فرانسوي خبرې کوو.»

د مهاجر پلوه سازمانونه رضاکاران زیاتوي چې مراکزو کې د ځایونو د شتوالي سره سره پولیس د کډوالو له بدرګه کولو ډډه کوي. سرتېري وایي چې دا یې دنده نه ده. خو ستونزه دا ده چې که کډوال له پولیسو سره نه وي نو دغو ځایونو کې د اوسېدو اجازه نه شي ترلاسه کولی.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه کې د کم عمره افغان کډوالو وضعیت څنګه دی؟ 

 

نورې ليکنې