په اروپايي هيوادونو کي د تابعيت غوښتنې شرايط بېل دي.
په اروپايي هيوادونو کي د تابعيت غوښتنې شرايط بېل دي.

په عمومي توګه که يو بهرنی څو کاله پرله پسې په يو هيواد کي ژوند وکړي نو د تابعيت غوښتنه کولای سي. د اروپايي هيوادونو د تابعيت د شرايطو تشريح کولو په دويمه برخه کي د هسپانيې، اتريش او سوېډن شرايط درته معرفي کوو.

د بهرنيانو له پاره د اروپايي هيوادونو د تابعيت تر لاسه کولو شرايط کوم دي؟ په دې تړاو مهاجر نيوز درته د مطالبو يوه لړۍ وړاندي کوي چي پکښي د بيلو اروپايي هيوادونو د تابعيت شرايط درته معرفي کيږي:

لومړۍ برخه پر دغه لینک لوستلای سئ:
آلمان، فرانسه، ايتاليا
دريمه برخه پر دغه لينک لوستلای سئ:
دنمارک، بريتانيه، هالند
څلورمه برخه پر دغه لينک لوستلای سئ:
پورتګال، سويس، ناروې


هسپانيه (د اروپايي اتحاديې غړی هيواد)

د پناه غوښتونکو په تړاو د معلوماتي ځېرمې (AIDA) په حواله په هسپانيه کي د تابعيت ترلاسه کولو قوانين توپير کوي او په دې پوري اړه لري چي تابعيت غوښتونکی چيري پيدا سوی دی:


ـ د لومړۍ درجې قبولي تر لاسه کوونکی پناه غوښتونکی بايد حد اقل پنځه کاله په هسپانيه کي واوسيږي تر دې له مخي چي د تابعيت تقاضا وکړي. د دويمي درجې قبولي تر لاسه کوونکي پناه غوښتونکي بايد د تابعيت غوښتنې څخه تر مخه حد اقل ۱۰ کاله په هسپانيه کي اوسېدلي وي.

ـ د اندورا، فيلپين، ګينيا، پورتګال او سفاردي تابعيت لرونکي کسان کولای سي چي په هسپانيه کي تر دوو کالو ژوند کولو وروسته د تابعيت غوښتنه وکړي.

ـ په هسپانيه کي زېږدلي هغه تابعيت غوښتونکي چي تر دوو کالونو پوري د عامه مراقبت لاندي اوسېدلي وي بايد چي حد اقل يو بل کار هم په هسپانيه کي اوسېدلي وي له دې مخکي چي تابعيت وغواړي.

ـ د هسپانيې د تابعيت لرونکو سره واده کوونکي بايد چي تر واده وروسته حد اقل يو کال انتظار وکړي، تر مخه له دې چي د تابعيت غوښتنه وکړي. د هسپانيې تابعيت لرونکو کونډه يا کونډ او په همدې شان اولادونه بايد چي له تابعيت غوښتنې څخه تر مخه يو کال په هسپانيه کي واوسيږي.

د ثبت و احوال او تصديق ځانګړې اداره د تابعيت غوښتنې دوسيې پروسه کوي. د تابعيت غوښتنه آنلاين کيږي او په دې ترڅ کي له تابعيت غوښتونکي څخه د اسنادو غوښتنه کيږي. د دې وروسته د څروانتس انستيتيوت په مرکزي دفتر کي له تابعيت غوښتونکي څخه دوه امتحانونه اخيستل کيږي. په لومړۍ ازموينه کي د اړونده کس د هسپانوي ژبي پوهه ازمويل کيږي او په دويمه ازموينه کي د هسپانيې د کلتور او ارزښتونو په تړاو ازموينه اخيستل کيږي چي د (
CCSE) په نوم پېژندل کيږي. هغه کسان چي د هسپانوي ژبي کوم هيواد سره تړاو لري، هغوی د ژبي له ازموينې اړتيا نه لري.

د لومړۍ ازمويني له پاره ۸۰ يورو، د دويمي ازموينې له پاره ۱۲۰يورو او د تابعيت له پاره ۱۰۰ يورو فيس اخيستل کيږي. په اوسط توګه د تابعيت غوښتنې پروسه نژدې ۱۸ مياشتي وخت نيسي.

اُتريش (د اروپايي اتحاديې غړی هيواد)

د (AIDA
) په حواله په اتريش کي قبول سوي مهاجر په دغه هيواد کي تر ۱۰ کالو اوسېدنې وروسته د تابعيت غوښتنه کولای سي. دغه کسان له يادې مودې وروسته د تابعیت مستحق ګرځي که د بهرنيانو او پناه غوښتونکو له پاره فدرالي ايالت دا اړينه ونه بولي چي خامخا بايد اړونده دوسيه پروسه سي. هغه مهاجر چي د دويمي درجې قبولي لري، هغوی بايد چي په دغه هيواد کي د تابعيت غوښتنې مخکي ۱۵ کاله ژوند کړی وي او لاندي شرايط پر ځای کړي:

ـ په تيرو درو کالو کي يې په کافي اندازه معاش درلودلی وي
ـ آلماني ژبه يې زده وي (حد اقل د
B1 سطحې)
ـ د ادغام کورس (
Werteskurs) يې بايد بشپړه کړی وي
ـ هيڅ جرمي دوسيه يې نه وي درلودلې (
Unbescholtenheit)

تابعيت غوښتونکي کولای سي چي تر ټاکل سوې حد اقل مودې مخکي هم تابعيت ترلاسه کړي، خو په هغه صورت کي چي د آلماني ژبي د
B2 سطحي د برياليتوب سند وړاندي کړي او يا هم د B1 سطحي تر څنګ د خپل ادغام ځانګړی تثبيت وکړي. په داسي صورت کي ۳ کلن د خپلي خوښي يا رضاکارانه کار د تجربې درلودل هم حتمي وي. د يادو شرايطو د پوره کولو په ترڅ کي حتی تر ۶ کالو وروسته لا تابعيت ترلاسه کېدلای سي.

سوېډن (د اروپايي اتحاديې غړی هيواد)

د سوېډن د تابعيت د قانون له مخي بايد د تابعيت غوښتونکی کس لاندني شرايط پوره کړي:

ـ خپل هويت تثبيت کړي.
ـ لږ تر لږه د ۱۸ کالو عمر ولري.

ـ بايد چي په سوېډن کي د اوسېدنې دايمي اقامه، د اقامې حق او يا د اقامې کارد ولري.
ـ په هيواد کي يې د اصولو سره سم ژوند کړی وي.

دا چي بايد تابعيت غوښتونکی تر مخه څو کالونه په سوېډن کي اوسېدلی وي، د تابعيت غوښتونکي کس د ژوند پر شرايطو او قانوني څرنګوالي پوري تړلې خبره ده. عموما بايد تابعيت غوښتونکي کس بايد په پرله پسې توګه په سوېډن کي پنځه کاله ژوند کړی وي. خو که تابعيت غوښتونکی پناه غوښتونکی اوسېدلی وي نو بيا د څلورو کالونو وروسته هم د تابعيت غوښتنه کولای سي.

په سوېډن کي د ژوند کولو ياد ميعاد و سوېډن ته د دغه کس د راتلو سره سم حسابيږي، خو په دې شرط چي و سوېډن ته د راتلو مخکي لا دغه کس په دغه هيواد کي د اوسېدنې دايمي اقامه ترلاسه کړې وي. په بل صورت کي موده له هغه وخت څخه پېليږي چي د اقامې غوښتنليک داخل کړل سي. هغه پناه غوښتونکي چي رد سوي وي او بيا يې له سره د پناه غوښتنه کړې وي، د هغوی د انتظار موده د دويمي پناه غوښتنې له وخت څخه حسابيږي.

که تابعيت غوښتونکی د سوېډني تابعيت لرونکي سره واده وي او يا ورسره په شراکت کي ژوند کوي، نو بيا د انتظار موده درې کالو ته راټيټيږي. د تابعيت غوښتنې پر وخت بايد د يوځای اوسېدنې لږ تر لږه دوه کاله پوره سوي وي. که سوېډنی تابعيت لرونکی د ژوند شريک پخپله مخکي سوېډنی نه وي اوسېدلی او وروسته يې د سوېډن تابعيت ترلاسه کړی وي، نو په داسي صورت کي بايد پر تابعيت ترلاسه کولو يې حد اقل دوه کاله تېرسوي وي تر څو د ژوند شريک يې هم د سوېډني تابعيت غوښتنه وکولای سي.

د هغو کسانو له پاره د سوېډني تابعيت ترلاسه کول د وخت له مخي ښايي د ډيرو مشکلاتو سره مل وي، که دغه کس يو وخت په جعلي يا درواغ هويت سوېډن ته داخل سوی وي او يا يې هم په وړاندي يو وخت و سوېډن ته د داخلي بنديز لګول سوی وي.

و تابعيت غوښتونکي کس ته د تابعيت د ورکولو پرېکړه د سوېډن د مهاجرت آژانس (
Migrationsverket) کوي.

د مطالبو دغه لړۍ ادامه لري..

يادونه: مهاجر نيوز د تابعيت د شرايطو په تړاو د وړاندي سوو دغو معلوماتو د بشپړ والي يا ورته تضمين نه سي کولای. دغه معلومات د دې ادعا نه لري چي د حقوقي کارپوه سره پر اړونده موضوع د مشورې ځای ونيسي.

 

نورې ليکنې