دغه کورنۍ د ۲۰۱۹ د اپریل په ۲۳مه منیل - املو توقیف ځای ته راوړل شوې. دوی دوه ماشومان لري. کرېډېټ: مایوه پولې/کډوال نیوز.jpeg
دغه کورنۍ د ۲۰۱۹ د اپریل په ۲۳مه منیل - املو توقیف ځای ته راوړل شوې. دوی دوه ماشومان لري. کرېډېټ: مایوه پولې/کډوال نیوز.jpeg

د ایل دو فرانس په منیل –املو اداري توقیف ځای کې ۲۴۰ بهرني کسان په بند کې دي. دوی له فرانسې څخه د اخراج او یا له توقیفه د خوشي کېدو انتظار باسي. د اپریل پر ۲۶مه د سوسیالیست ګوند سناتور رشید تمال دغه له مرکز څخه کتنه وکړه. د کډوال نیوز خبریاله په همدې مناسبت یاد توقیف ځای ته لاړه. بشپړ رپوټ.

د منیل – املو مرکز په انتظار سالون کې دوه سرحدي سرتېري هغه انځورونه ګوري چې د امنیتي کمرو په وسیله اخیستل شوي دي.

یاد مرکز کوچنۍ خونې او لویې حویلي لري چې د سیمي جالیو په واسطه له یو بل سره جلا کړل شوې.

سره له دې چې د منیل – املو تر دیوالونو اغزي لرونکي سیمونه چاپیر شوي، خو د مرکز چارواکي وایي چې یاد سیمونه کونسرتینا نومېږي. دې ځای کې کلیمې ډېرې مهمې دي. له همدې کبله چارواکي د «اخراج» پر ځای «لرې کېدل» وایي.

نن موږ د منیل – املو په اداري توقیف ځای کې یو چې د پاریس د شارل دوګول هوایي ډګر ته نږدې موقعیت لري. منیل – املو کې داسې کسان په بند کې دي چې د فرانسې په خاوره کې د پاتې کېدو اجازه نه لري.

منیل – املو د ۲۴۰ کسانو ظرفیت لري او فرانسه کې تر ټولو لوی اداري توقیف ځای بلل کېږي. د یاد ساختمان یوه څانګه ښځو او کورنیو ته ځانګړې شوې (CRA 2) او بله څانګه یې (CRA 3) یوازې د سړیو له پاره ده.

یوه سرتېره د منیل املو د کنترول په سالون کې. کرېډېټ: مایوه پولې/کډوال نیوز

«زه فرانسه کې زېږېدلی یم»

نن جمعه د اپریل ۲۶مه د وال دواز سیمې سناتور رشید تمال منیل – املو ته راغلی. نوموړی د ښځو او کورنیو څانګې ته تر ننوتلو وروسته له دوو سړیو سره مخ کېږي. ښاغلی تمال له یادو کسانو سره د سیماد سازمان دفتر ته ځي. سیماد یوازنی هغه سازمان دی چې اجازه لري منیل – املو مرکز ته داخل شي او له کډوالو سره اړیکې ونیسي.

۲۲ کلن مهدي عرف چې له دې وړاندې په سن – سن – دني سیمه کې اوسېده، سناتور ته وایي چې نه پوهېږي ولې توقیف ځای ته راوړل شوی دی. نوموړی زیاتوي چې فرانسه کې زېږېدلی دی خو فرانسه کې د یو مراکشي په حیث پېژندل کېږي. اوس ښاغلی مهدي اړ دی چې د فرانسې له خاورې څخه ووځي. هغه وایي: «زه دلته زېږېدلی یم، فرانسه کې ښوونځي ته تللی یم.»

د سیماد کارکوونکې هورتنس ګوتیې د ښاغلي مهدي په اړه معلومات ورکوي: «هغه کسان چې فرانسه کې زېږېدل شوي خو مېندې پلرونه یې د فرانسوي تابعیت د ترلاسه کولو غوښتنه نه ده کړې توقیف ځایونو ته استول کېږي.»

حکیم بنجدی له نایجریا څخه راغلی او د مهدي ترڅنګ ناست دی. نوموړی له خپلې ښځې او له خپلو دوو ماشومانو (۱۳ میاشتني او ۳ کلن) سره فرانسې ته رسېدلی، خو بیا د ایل دو فرانس په شمالي سیمه کې د پولیسو له خوا نیول شوی او منیل – املو ته استول شوی دی.

اوس دوی اړ دي چې د یو فرانسوي قاضي د پرېکړې پر بنسټ د ۲۸ ورځو له پاره یاد توقیف ځای کې و اوسېږي. منیل – املو کې سیماد سازمان له دغې کورنۍ سره مرسته کوي. یاده کورنۍ تصمیم لري چې د ملون اداري محکمې ته مراجعه وکړي.

مهدي عرف او حکیم بنجدي د سیماد په دفتر کې له رشید تمال سره خبرې کوي. کرېډېټ: مایوه پولې/کډوال نیوز

«دلته بستره نه شته»

مهدي عرف وایي چې مرکز کې ماشومانو له پاره شېدې او بسترې نه شته. د سیماد سازمان کارکوونکې دا خبره تاییدوي.

سناتور تمال د کډوالو د خبرو تر اورېدو وروسته حېران پاتې کېږي. هغه وایي: «ماشومانو ته بسترې ورکول مشکل کار دی؟» نوموړی بیا خپل همکار ته وایي چې نوټ واخلي او د یادو کډوالو نومونه ثبت کړي.

رشید تمال توقیف ځایونو کې د ماشومانو د شتوالي او د کډوالۍ او پناه غوښتنې قانون سخت مخالف دی. نوموړی نن منیل – املو ته راغلی ترڅو د کډوالو واقعي وضعیت په خپلو سترګو وګوري.

فرانسه کې مهاجر پلوه سازمانونه پر اداري توقیف ځایونو باندې تنقیدونه کوي: دوی وایي چې دغو ځایونو کې د تاوتریخوالي کچه لوړه ده. تېر کال د فرانسې د بندي خانو عمومي کنترول کوونکې وویل چې توقیف ځایونو کې وضعیت د اندېښنې او تاسف وړ دی او نیول شوي کډوال روغتیایی خدماتو ته لاس رسی نه لري. نوموړې دا هم وویل چې یاد کسان د خپلو حقونو په اړه هېڅ نه پوهېږي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه: اداري توقیف خانو کې کډوال د خپلو لاسونو رګونه پرې کوي 

د منیل املو دویمه څانګه. کرېډېټ: مایوه پولې/کډوال نیوز

د کمرو او سمارټ فونونو ممنوعیت

سناتور تمال خپلې کتنې ته ادامه ورکوي. نوموړی اوس د ښځو او کورنیو په څانګه کې دی.

څو ښځې پر یوې څوکۍ ناستې دي. یوه بله ښځه سګرټ څکي.

د منیل – املو د دویمې څانګې مرستیال وایي: «توقیف ځای کې کډوال تېلېفون لرلی شي، دوی همداراز اجازه لري چې خپلو خپلوانو ته تېلېفون وکړي.»

کډوال په منیل – املو کې تېلېفون درلودلی شي خو یوازې په دې شرط چې تېلېفونونه یې کمرې و نه لري. سره له دې چې توقیف ځای ته د ننوتلو پر مهال د کډوالو قیمتي شیان او بکسونه د منیل – املو کارکوونکو له خوا ضبط کېږی، خو بیا هم کډوال حق لري چې خپلو وسایلو ته لاس رسی ومومي.

له توقیف ځای څخه وتل ناممکن دي. یوازې د اوفي سازمان کارکوونکي، چې د کورنیو چارو وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي، حق لري چې کډوالو ته سودا راوړي.

کډوال کولی شي چې د منیل – املو په ملاقات خونو کې له خپلو خپلوانو سره وګوري. خو دغه ملاقاتونه د پولیسو تر نظر لاندې ترسره کېږي. د کډوالو خپلوان، د سازمانونو غړي او مدافع وکیلان توقیف ځای ته تر ننوتلو مخکې تلاشي کېږي.

کډوال حق نه لري چې د جامو مینځلو ځای ته ننوزي

سناتور د حکیم بنجدي خونې ته ننوځي. ښاغلی بنجدي د خپلو ماشومانو چټلو جامو ته اشاره کوي او وایي، چې حق نه لري د جامو مینځلو ځای ته داخل شي. 

دغه ځای د کډوالو پر مخ تړلی دی.  

د ښاغلي مهدي خونه. کرېډېټ: مایوه پولې/کډوال نیوز

د ماشومانو وضعیت

د یادې کورنې څلور غړي پر یو بستر باندې خوب کوي. د کوټې د دروازې ترڅنګ یوه نالۍ، یوه کڅوړه او د ماشومانو ځینې وسایل لیدل کېږي.

رشید تمال د توقیف ځای د دویمې څانګې مسول ته وایي: «ما قانون کې د بدلون وړاندیز وکړ. د ماشومانو بندي کېدل سم کار نه دی.»

سیماد چې فرانسه کې د اداري توقیف ځایونو د موجودیت مخالف دی وایي، چې دغو ځایونو کې ګڼ شمېر ماشومان لیدل کېږي. د سیماد د ایل دو فرانس څانګې مسول نیکولا پرنې په یوه تېلېفوني مرکه کې دا خبره تاییدوي: «دغه توقیف ځای هوایي ډګر ته نږدې موقعیت لري. د الوتکو غږونه د ماشومانو پر خوب منفي اغېز لرلی شي. ماشومان همداراز د پولیسو او کډوالو تر منځ د شخړو شاهدان دي.»

له ۲۰۱۸ راهیسې افریقایۍ او هندوراسۍ ښځې د منیل – املو دویمې څانګې ته راوړل شوې دي. توقیف ځای کې داسې ښځې هم راوړل شوې چې د ختیځ اروپا څخه راغلې دي.

نیکولا پرنې وایي چې ځینې ښځې د شارل دوګول له هوایي ډګر څخه د زاپي انتظار زون ته وړل کېږي. دوی بیا له زاپي څخه منیل – املو توقیف ځای ته استول کېږي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: پاریس: «زپي» یا د بې سنده سفر کوونکو له پاره د اوسېدو ځایونه

د حکیم بنجدي ماشومان په حویلي کې. کرېډېټ: مایوه پولې/کډوال نیوز

درې میاشتې په توقیف ځای کې

خو د منیل – املو د سړیو په څانګه کې وضعیت متفاوت دی. د توقیف ځای مرستیال وایي: «دلته وضعیت یو څه پیچلی دی.» رښتیا خبره دا ده چې په تېرو څو میاشتو کې د منیل – املو د سړیو څانګه کې وضعیت نارام شوی دی. د ۲۰۱۹ د جنورۍ میاشتې په پیل کې تر ۶۰ ډېر کډوال د نه خوړو اعتصاب وکړ. په فبرورۍ کې یو بل کډوال د ځان وژنې هڅه وکړه.

د منیل – املو مشر دا خبره مني چې توقیف ځای کې ځینې کډوال د ځان وژنې هڅې کوي. خو نوموړی زیاتوي، هغه کډوال چې تر روحي فشارونو لاندې دي له روغتیایي خدماتو څخه برخمن کېدی شي.

په حویلي کې کډوال له ښاغلي تمال څخه بېلابېلې پوښتنې مطرح کوي. دوی توقیف ځای کې له چټلۍ او د خواړو له نشتوالي څخه شکایت کوي. کډوال همداراز وایي چې منیل – املو کې تلوزیونونه کار نه کوي.

د بندیانو په ډله کې بېلابېل کسان شته. ځینې یې فرانسه کې ژوند کړی او ماشومان یې همدغه هیواد کې دي. ځینې نور یې له زندانه تر خوشي کېدو وروسته اداري توقیف ځای ته انتقال شوي دي. یو ځوان کډوال وایي چې د لږې مودې راهیسې په فرانسه کې دی او هالنډ کې یې د پناه غوښتنه کړې.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه: په دوو اداري توقیف ځایونو کې شاوخوا سل مهاجرو د نه خوړو اعتصاب کړی

رشید تمال له دوو سړیو سره غږېږي. کرېډېټ: مایوه پولې/کډوال نیوز

تاوتریخوالی

د کډوالۍ او پناه غوښتنې د نوي قانون له مخې نیول شوي کډوال اړ دي چې د ۹۰ ورځو له پاره په توقیف ځای کې و اوسېږي. خو اوس توقیف ځایونو کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده. د منیل – املو کارکوونکي دا خبره مني چې د توقیف دغه نوی مهالوېش کومه فایده نه لري، ځکه ګڼ شمېر کډوال په لومړیو اونیو کې له فرانسې څخه اخراجېږي. خو د فرانسې دولت وایي چې دغه مهالوېش د اداري مراحلو د ترسره کولو له پاره ضروري ګڼل کېږي.

د دویمې څانګې قومندان په حواله توقیف ځای کې ځینې کډوال د خپلو تابعیتونو په اړه درواغ وایي. د هغه په خبره دوی غواړي چې د اخراج نېټه یې وځنډول شي. «ځینې کسان وایي چې مراکشي دي، بیا وایي چې الجزایري او یا تونسي دي...»

رشید تمال د نیول شویو کسانو په خونو کې. کرېډېټ: مایوه پولې/کډوال نیوز

«پټې الوتنې»

په عمومي توګه د کډوالو د اخراج پروسه په علني ډول ترسره کېږي. خو د منیل – املو مرستیال وایي چې، که چېرې یو کډوال له الوتنې څخه ډډه وکړي نو ممکن چې په پټ ډول اخراج وشي.

خو په ځینو مواردو کې د کډوالو اخراجول ناممکن دي: کله چې د کډوالو اصلي هیواد د کډوالو له منلو ډډه وکړي، یا کله چې کډوال د اخراج د پرېکړې پر وړاندې محکمې ته مراجعه وکړي او یا که چېرې کډوال په فرانسه کې پناه غوښتونکي وي. ځینې نور یې هم د قانوني وخت په تېرېدو سره له توقیف ځای څخه خوشي کېږي.

د یادونې وړ ده چې له فرانسې څخه اخراج کچه ټیټه ده. د منیل – املو د دویمې څانګې په حواله ۲۰۱۸ کې د اخراج کچه ۵۲ سلنه وه.

رشید تمال د منیل املو په توقیف ځای کې. کرېډېټ: مایوه پولې/کډوال نیوز

 

نورې ليکنې