له ارشیف څخه: کډوال د ترکیې په سمندر کې. کرېډېټ: پیکچر الیانس/م. ګولجوسک
له ارشیف څخه: کډوال د ترکیې په سمندر کې. کرېډېټ: پیکچر الیانس/م. ګولجوسک

د ترکیې ساحلي ګارد په حواله د جمعې په ورځ د ترکیې په ساحلي اوبو کې ۹ کډوال د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

د ترکي سرچینو په خبره د جمعې په ورځ د ترکیې په ساحلي اوبو کې ۹ کډوال – ۴ ښځې او ۵ ماشومان – د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

د ترکیې ساحلي ګارد په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې یاده کښتۍ له بالیکسیر ولایت څخه د یونان په لور روانه شوې وه. سرچینې د مړه شویو کډوالو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینه زیاتوي چې تر اوسه پورې د څلورو ښځو او پنځو ماشومانو جسدونه له سمندره موندل شوي دي.

د ترکیې د ساحلي ګارد په حواله یاده کښتۍ کې ۱۷ کسان سپاره وو چې غوښتل یې د یونان لېسبوس ټاپو ته ولاړ شي.

له څو کلونو راهیسې ترکیه د هغو کډوالو کوربه هیواد دی چې له جګړه ځپلو هیوادونو څخه تښتېدلي او غواړي چې اروپا ته را ورسېږي.

د فرونتکس اژانس ویانده اوا مونکور په خبره په ۲۰۱۵ کې تر ۸۷۵ زرو ډېر کسان له ترکیې څخه یوناني ټاپوګانو ته رسېدلي وو.

نوموړې په مارچ میاشت کې د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې په تېرو دوو کلونو کې هر کال ۴۰۰۰۰ کسان د ترکیې له لارې یونان ته رسېدلي دي.

 


 

نورې ليکنې