د اسپانیایي چارواکو په حواله اسپانیا کې د بنګله دېشي قاچاق وړونکو یوه شبکه له منځه تللې ده. پولیس وایي چې تر ۳۵۰ ډېر کډوال د یادې شبکې په واسطه اسپانیا ته داخل شوي دي.
د اسپانیا پولیس وایي چې اسپانیا کې د بنګله دېشي قاچاق وړونکو یوه شبکه له منځه تللې ده. د پولیسو په خبره تر ۳۵۰ ډېر ډوال د یادې شبکې په واسطه اسپانیا ته ننوتلي دي.
د اسپانیا پولیس زیاتوي، کډوال اروپا ته د را رسېدو په خاطر اړ و چې یادې شبکې ته ۱۴۰۰۰ - ۲۰۰۰۰ یورو ورکړي.
د سرچینې په حواله د یادې ډلې ۱۱ غړي په اسپانیا کې نیول شوي دي.
Spanish police busted a Bangladeshi-run ring which smuggled more than 350 #refugees and migrants from #Bangladesh, #India, #Pakistan, and #SriLanka into the country and gave them fake passports.https://t.co/8e2LxUo3c3
— APRRN (@APRRN_) May 5, 2019
خبرپاڼه زیاتوي، حداقل ۳۵۰ بنګله دېشي، هندي، پاکستاڼي او سریلانکايي کډوال د دې ډلې په مرسته اسپانیا ته رسېدلي دي.
یاده ډله څو څانګې درلودې: یوه څانګه د هغو کډوالو په لټه کې وه چې غوښتل یې اروپا ته مهاجرت وکړي، دویمه څانګه یې ترانزیټي هیوادونو کې د کډوالو د اوسېدو زمینې برابرېدې. د یادې شبکې د دریمې څانګې دنده دا وه چې کډوال له مدیترانې څخه اسپانیا ته یوسي.
د ۲۰۱۹م کال له پیل راهیسې تر ۷۸۰۰ ډېر کډوال اسپانیا ته ننوتلي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیواله اداره وایي چې یاد کډوال په معمول ډول د مراکش له لارې اسپانیا ته داخل شوي دي.