له ارشیف څخه: کډوال د بروکسل د بشردوستانه مرکز مخ ته ولاړ دي. کرېډېټ: د بې سرحده ډاکټرانو سازمان
له ارشیف څخه: کډوال د بروکسل د بشردوستانه مرکز مخ ته ولاړ دي. کرېډېټ: د بې سرحده ډاکټرانو سازمان

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د عامه ترانسپورټ دوه انجمنونه د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې سر له سه شنبې به ځینې سرویسونه د بروکسل په ګر دو نورد تمځای کې نه ودرېږي. دوی وایي چې دغه تمځای کې د کډوالو د شتوالي له کبله روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

لېجن ترانسپورټ چې په معمول ډول په فلاندر سیمه او بروکسل ښار کې فعالیت کوي وایي، سر له نن سه شنبې د عامه ترانسپورټ ۳۰ څانګې د بروکسل په ګر دو نورد تمځای کې نه درېږي.

د لېجن ترانسپورټ ویاند تام وان دې ورېکېن د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «له میاشتو راهیسې کډوال دغه تمځای کې اوسېږي. مانا یې دا ده چې یاده اډه کې شرایط ښه نه دي.»

نوموړی زیاته کړه: «د کډوالو شتوالي د روغتیایي ستونزو او د ناامنيو لامل بلل کېږي. دا حالت د زغمولو نه دی.»

د نوموړي په خبره، تېره اونۍ یوه بلجیمۍ ورځپاڼه ولیکل چې بروکسل کې کډوال پر توبرکلوز او ملاریا ناروغیو اخته شوي دي. ځینې موټر چلوونکي د همدغه مطلب تر لوستلو وروسته ګر دو نورد کې له درېدلو څخه ډډه وکړه.

خو ښاغلی ورېکېن د روغتیایي چارواکو له قوله وایي چې تر اوسه پورې داسې کومه پېښه ثبت شوې نه ده.

بل لور ته د نړۍ ډاکټرانو سازمان وایي چې ګر دو نورد استېشن کې مېشت کډوال هغه کسان دي چې غواړي برېتانیا ته ولاړ شي. یاد سازمان زیاتوي چې کډوالو بروکسل ښار ته تر رسېدو وروسته پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږی. 

د یاد سازمان په حواله اوس مهال شاوخوا ۶۰۰ تر ۷۰۰ کډوال دې ځای کې د ترانزیټ په حال کې دي.

د نړۍ ډاکټرانو سازمان د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: «د کډوالو روغتیایي وضعیت مخ په خرابېدو دی. روحي فشارونه، نم، ناامني، لوږه، ردېدل، انتظار... دغه حالات د کډوالو پر روغتیایي وضعیت منفي اغېزې لرلی شي.»

د بروکسل د ترانسپورټ د مسولې ټولنې یا ستیب ویاند ان ون هم د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «د ټولو خلکو وضعیت پیچلی شوی: هم د مسافرانو، هم د موټر چلوونکو او هم د هغو کسانو حالت چې یاد تمځای کې ژوند تېروي.»

دا په داسې حال کې ده چې د بلجیم د مهاجرت وزیره مګي دو بلوک د یک شنبې په ورځ وویل، چمتو ده چې دې ستونزې ته د حل لاره ومومي، خو په دې شرط چې نور خلک ورسره مرسته وکړي.

 

نورې ليکنې