له ارشیف څخه: کډوال په هنګري کې. کرېډېټ: رویترز
له ارشیف څخه: کډوال په هنګري کې. کرېډېټ: رویترز

د اسوشیتد پرس په حواله د سه شنبې په شپه یوه افغانه کورنۍ له هنګري څخه صربیا ته وشړل شوه. دغه شپږ کسیزه کورنۍ هنګري کې د پناه غوښتونکو په یو مرکز کې اوسېدله.

سیمه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې کارکوونکو د یادې کورنۍ د شړل کېدو شاهدان وو. دوی ویلي چې د شپې له خوا د کډوالو اخراجول معمول کار نه دی.

یاده کورنۍ د پولیسو په یو موټر کې د پناه غوښتونکو د ترانزیټ له یو مرکز څخه پولو ته یووړل شوه.

شاهدان وایي چې د دې کورنۍ ټول وسایل د کثافاتو خلتو کې ځای پر ځای شوي وو.

شاهدان زیاتوي چې له سرحده د تېرېدو پر مهال د یادې کورنۍ مور پولیسو ته ویلي: «هنګري [د کډوالو له پاره] د نړۍ تر ټولو بد هیواد دی.»

په ۲۰۱۵م کال کې د هنګري او صربیا پولو کې خنډونه په داسې حال کې جوړ شول چې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰۰ سوري، عراقي او افغان کډوال هنګري ته د ننوتلو هڅې کولې.

د ۲۰۱۸م کال په اپریل میاشت کې هنګري کې د کډوالو ضد سیاستوال ویکتور اوربان د دریم ځل له پاره د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

تر دې مخکې د هلسنکي کمیټې ویلي وو چې د اروپا د بشري حقونو محکمه د دوو نورو افغان کورنیو د اخراج مخه نیولې.

قوانینو کې د بدلونو له کبله اوس مهال هنګري کې د پناه غوښتنې پروسه د پخوا پرتله سخته شوې ده.  

دا په داسې حال کې ده چې د هنګري د کډوالۍ او پناه غوښتنې اداره ویلي، په ۲۰۱۹ کې هنګري کې ۲۷۹ کسانو ته پناه ورکړل شوې ده. یاده اداره زیاته کړې چې هنګري کې اوس مهال ۳۶۱۶ کسان د کډوالو په توګه منل شوي دي.


 

نورې ليکنې