مدیترانه کې د کډوالو د یوې ډوبې شوې کښتۍ پاتې برخې د ونیز په یو مشهور هنري فېسټیوال کې نندارې ته اېښودل کېږي. ۲۰۱۵م کال کې د یادې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې۹۰۰ کډوال ووژل شول.
دغه کب نیوونکې کښتۍ د ۲۰۱۵ د اپریل پر ۱۸-۱۹مه د لیبیا په ساحلي اوبو کې له یوې پورتګالۍ کښتۍ سره ټکر وکړ. د یادې مال وړونکې کښتۍ کارکوونکي غوښتل چې کب نیوونکي کښتۍ کې له سپارو کډوالو سره مرستې وکړي.
د کښتۍ د ډوبېدو تر پېښې وروسته یوازې ۲۸ کډوال له مرګه وژغورل شول.
سویسي هنرمن کریستوف بوشل هغه مهال اجازه ترلاسه کړه چې د «بارکا نوسترا» پروژې په چوکاټ کې د یادې کښتۍ بدنه ونیز ښار ته یوسي.
ایټالوي چارواکي د یادې کښتۍ بدنه د سمندر په ۱۲۰۰ فوټه کې ومونده او سیسیل ته یې انتقال کړه.
سیسیل کې له کښتۍ څخه د سلګونو کډوالو جسدونه را وایستل شول.
کارکوونکي همداراز له کښتۍ څخه د ډوبو شویو کډوالو د سفر سندونه ترلاسه کړل. د سندونو له مخې یاد کډوال له بنګله دېش، اریتریا، اتیوپیا، ګامبیا، ګینې بیساو، عاج ساحل، مالي، سنېګال، سومالیا او سوډان څخه راغلي وو.
د پېښې قربانیان بیا د سیسیل په قبرستانونو کې خاورو ته وسپارل شول.
یاده کښتۍ د شنبې په ورځ د کښتیو په یو تمځای کې نندارې ته اېښودل کېږي.