کرېډېټ: رویترز
کرېډېټ: رویترز

هنګري کې د هلسنکي کمیټې یوه غړی وایي یوولس افغان کډوال له یاد هیواد څخه صربیا ته اخراج کړل شوي. په همدې حال کې یو بل افغان کډوال چې په انساني قاچاق تورن و بېرته افغانستان ته شړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپا د بشري حقونو محکمې د ۵ نورو کډوالو په قضیه کې مداخله کړې او د هغوی د اخراج مخه یې نیولې ده. یاد کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو اداره له هنګري څخه د دوو کورنیو شړلو له نړیوالو او اروپایي قوانینو سرغړونه بللې ده. یاده اداره په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هنګري د قوانینو له مخې هر هغه کډوال چې له یوې خوندي هیواد څخه تېرېږي، هنګري کې یې د پناه غوښتنه ردېږي.

خو د هنګري د کډوالۍ او پناه غوښتنې اداره ویلي، د اروپا د بندرونو او د ساحلي ګارد اجنسي فرونتکس سره یې ګډ اقدامات کړي چې په پایله کې یې ۳۹ کډوال افغانستان ته بېرته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې چې هلسنکی کې د بشري حقونو کمیټه وایي، دغه عملیات کې درې افغانې کورنۍ د شړلو له پاره په نښه شوې وې. د هلسنکي کمیټې د یو غړي اندراس لېدرېر په وینا یاد کډوال یوازې دوه انتخابونه درلودل: صربیا ته ولاړ شي او یا کابل ته وشړل شي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: یوه افغانه کورنۍ د شپې له خوا له هنګري څخه صربیا ته وشړل شوه

د هنګري د کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې په حواله ۱۱ کډوال پرېکړه وکړه چې صربیا ته ولاړ شي.

بل لور ته د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو اداره وایي، صربیایي چارواکي یادو کورنیو ته د هرکلي په یو مرکز کې د اوسېدو موقتي ځایونه برابر کړي دي.

په همدې حال کې د هنګري د کورنیو چارو وزارت یوه غړی ویلي، چې یو بل افغان کډوال د انساني قاچاق په تور افغانستان ته اخراج شوی دی.

د ۲۰۱۸م کال په اپریل میاشت کې هنګري کې د کډوالو ضد سیاستوال ویکتور اوربان د دریم ځل له پاره د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د یوه سخت قانون له مخې چې په ۲۰۱۸ کې د هنګري پارلمان تایید کړ، دغه هیواد کې د پناه غوښتنې پروسه د پخوا پرتله ډېره سخته شوې ده.  



 

نورې ليکنې