په اروپا کي د تابعيت ترلاسه کولو شرايط او  اصول بېل دي
په اروپا کي د تابعيت ترلاسه کولو شرايط او اصول بېل دي

په عمومي توګه که يو بهرنی څو کاله پرله پسې په يو هيواد کي ژوند وکړي نو د تابعيت غوښتنه کولای سي. د اروپايي هيوادونو د تابعيت د شرايطو تشريح کولو په دريمه برخه کي د دنمارک، بريتانيې او هالند شرايط درته معرفي کوو.

د بهرنيانو له پاره د اروپايي هيوادونو د تابعيت تر لاسه کولو شرايط کوم دي؟ په دې تړاو مهاجر نيوز درته د مطالبو يوه لړۍ وړاندي کوي چي پکښي د بيلو اروپايي هيوادونو د تابعيت شرايط درته معرفي کيږي:

لومړۍ برخه پر دغه لینک لوستلای سئ:
آلمان، فرانسه، ايتاليا
دويمه برخه پر دغه لینک لوستلای سئ:
هسپانيه، اتريش، سوېډن

څلورمه برخه پر دغه لينک لوستلای سئ:
پورتګال، سويس، ناروې

دنمارک (د اروپايي اتحاديې غړی هيواد(

اېفا ايرسبول په دنمارک کي بشري حقونو د انستيتيوت له پاره کار کوي. هغې د refugees.dk په نوم وېبپاڼي ته ويلي چي په دغه هيواد کي بهرني ته تابعيت د پارلمان (Folketinget) له خوا ورکول کيږي. د هغې په وينا د دنمارک د مهاجرت او ادغام وزارت (Integrationsministeriet) د تابعيت د کمېټې (Folketingets Indfødsretsudvalg) په حيث هم دنده پر مخ بيايي. هغه زياتوي چي د تابعيت غوښتونکي بايد ياد وزارت ته خپل غوښتنليک ولېږي او بايد چي پر لاندنيو شرايطو برابر وي:

ـ د دنمارک او دنمارکۍ ټولنې سره د وفادارۍ لوړه به لاسليک کوي
ـ بايد چي جرمي دوسيې يې نه وي درلودلي
ـ د عامه چارواکو او ادارو پوروړی نه وي
ـ د څو استثناوي علاوه يې بايد ټولنيزي مرستي نه وي ترلاسه کړي
ـ بايد دنمارکي ژبه يې زده وي (حداقل د
B2 سويې)
ـ د ۲۰۱۵ کال د تابعيت ازموينه کي بريالی سوی وي
ـ بايد د قانون سره سم د تابعيت ترلاسه کولو په رسمي مراسمو کي ګډون وکړي او و اړونده چارواکو ته لاس ورکړي

هغه کسان چي فيزيکي يا رواني ناروغ وي د هغوی له پاره استثناوي سته.

هغه بې تابعيته کسان چي په دنمارک کي زېږېدلي وي او تر مخه يې د بل هيواد تابعيت نه وي تر لاسه کړی، هغوی د دنمارک د تابعيت ترلاسه کولو مستحق وي. بې تابعيته پناه غوښتونکي د هغه وروسته په دنمارک کي د تابعیت غوښتنه کولای سي چي ۸ کاله په دغه هيواد کي ژوند وکړي:

ـ تابعيت نه لرونکي ماشوم چي په دنمارک کي پيدا سوي وي کولای سي تر ۱۸ کلن کېدو وړاندي د تابعيت غوښتنه وکړي
ـ د ۱۸ او ۲۱ کالونو تر منځ عمر لرونکی داسي کس چي په دنمارک کي زېږېدی وي او په دغه هيواد کي د تيرو ۵ کالو راهيسي اوسيږي او يا په ټوليزه توګه ۸ کاله په دنمارک کي اوسېدلی وي او د دې تر څنګ و عامه امنيت ته يې داسي ګواښ نه وي پېښ کړی چي ورباندي پنځه يا زيات کالونه بند راوتلی وي، نو هغه د تابعيت غوښتنه کولای سي.

په دنمارک کي د تابعيت فيس ۳۸۰۰ کرونه (تقريبا ۵۷۲ ډالره) دی. په دغه هيواد کي له ۲۰۱۵ کال راهيسي څو دوه تابعيته هم درلودلای سي.

بريتانيه (ښايي په آينده کي له اروپايي اتحاديې ووځي)

په بريتانيه کي د لومړۍ او دويمي درجې قبولي ترلاسه کوونکي پناه غوښتونکي تر هغه د تابعيت غوښتنه نه سي کولای تر څو چي يې په دغه هيواد کي د ۱۲ مياشت د پاته کېدو اقامه نه وي ترلاسه کړې. د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت د بهرنيانو له پاره چي د بريتانوي تابعيت لرونکي سره نه وي واده، د تابعيت ترلاسه کولو لاندني شرايط لري:

- حد اقل بايد ۱۸ کلن وي
ـ عصبي او رواني روغ وي
ـ د اوسېدنې شرايط يې پوره کړي وي

ـ ښه کردار لرونکی وي
ـ بايد په کافي اندازه په انګرېزي، يا وېلش، يا سکاتيش ګېليک ژبه بلد وي او د دې ثبوت وړاندي کړي
ـ بايد بايد د بريتانيې د ژوند په هکله د کافي اندازې معلوماتو لرلو ثبوت ولري
ـ يا خو په بريتانيه کي د مخ په وړاندي هم اوسېدلو اجازه ولري او يا په پوځ کي دنده تر سره کول غواړي، يا د نړيوال سازمان له پاره کار کوي او يا په بريتانيه کي د تأسيس سوي کوم سازمان غړيتوب ولري

هغه کسان چي د بريتانوي تابعيت لرونکي سره يې واده کړی وي، د لاندنيو شرايطو پر اساس تابعيت ترلاسه کولای سي:
ـ بايد حد اقل ۱۸ کلن وي

ـ روغ وي

ـ د اقامې پر شرايطو برابر وي

ـ ښه کردار ولري

ـ په کافي انداز يې انګرېزي، يا سکاتلندي ګېليک يا وېلش ژبه زده وي
ـ په بريتانيه کي د ژوند په هکله د کافي اندازه معلوماتو لرلو ثبوت ولري

په بعضو مواردو کي د ژبي د زدکړي له شرط څخه صرف نظر کېدلای سي که تابعيت غوښتونکي واده کړی وي او د ژوند په هکله د پوهې شرايط پوره کوونکی وي.

تر ۱۸ کالو څخه کم عمر لرونکي پخپله تابعيت نه سي ترلاسه کولای. که يو ماشوم په اوتوماتيکه توګه د تابعيت ترلاسه کولو حق لرونکی وي نو بايد چي په ليکلې بڼه ورته معلومات ورکول سي. په دغو کي بې تابعيته کسان هم شامل دي که د بريتانيې دننه او که دباندي وي.

د (
AIDA) په وينا په بريتانيه کي د تابعيت فيس ۱۲۳۶ پاونډه (تقريبا ۱۶۰۹ ډالره) دی.

هالند (د اروپايي اتحاديې غړی هيواد
(

د مهاجرت او تابعيت د سازمان (IND) په وينا هالند د تابعيت له پاره لاندني شرايط لري:

ـ تابعيت غوښتونکی بايد ۱۸ کلن يا زيات وي
ـ بايد په هالند يا هالند پوري مربوطو سيمو کي لږ تر لږه ۵ کاله اوسېدلی وي
ـ په هالندي ټولنه کي د ادغام اړونده سند ولري
ـ بايد نه يې کوم جرمي دوسیه روانه وي او نه بايد چي په تيرو پنځو کالو کي د هالند يا هالند دباندي يې جرم کړی وي
ـ د هالند سره پېوستون اعلان کړي

تابعيت غوښتونکي بايد خپل مخکنی تابعيت فسخه کړي. خو له دغه مکلفيت څخه ورته په لاندنيو مواردو کي استثنا سته:

ـ د هغه اصلي هيواد د تابعيت د بېرته ورکولو اجازه نه ورکوي
ـ د هالندي تابعيت لرونکي سره ثبت سوی شريک ژوند کوي او يا يې ورسره واده کړی وي
ـ تر اتلسو کالو کم عمر لرونکی وي
ـ د پناه غوښتونکو له پاره د قبولۍ اقامه لرونکی وي
ـ د داسي کوم دولت تابعيت لري چي هالند په رسميت نه وي پېژندلی
ـ که اصلي هيواد ورڅخه تر اندازې زيات فيس د تابعيت اخيستلو په لړ کي غواړي

ـ که د تابعيت په له لاسه ورکولو ځانګړي حقوق هم بايلي
ـ د تابعيت ورکولو څخه تر مخه مکلف وي چي عسکري وکړي يا ځان له عسکرۍ څخه په پيسو خلاص کړي

 د پنځو کالو اوسېدنې د شرط له پاره بعضي استثناوي سته چي پکښي بعضي يې لاندي ذکر کيږي:

ـ د هالندي تابعيت لرونکي سره د ثبت سوي شراکت ژوند يا واده کوونکي کسان تر درو کالو وروسته د تابعيت غوښتنه کولای سي
ـ بې تابعيته کسان په هالند کي د درو کالو ژوند کولو وروسته د تابعيت غوښتنه کولای سي
ـ حد اقل له يو هالندي کس له خوا په فرزندۍ اخيستل سوی وي

 تر قانوني سن کم کسان يوازي د مور او پلار او يا قانوني سرپرستانو له لاري د تابعيت غوښتنه کولای سي.


که څوک تذکزه او پاسپورت نه لري او ورته د دغو ترلاسه کول ممکن نه وي نو ورته اجازه سته چي د اسنادو د نه لرلو د اړونده تصديق ترلاسه کولو غوښتنه وکړي.

 

د مطالبو دغه لړۍ ادامه لري..

يادونه: مهاجر نيوز د تابعيت د شرايطو په تړاو د وړاندي سوو دغو معلوماتو د بشپړ والي يا ورته تضمين نه سي کولای. دغه معلومات د دې ادعا نه لري چي د حقوقي کارپوه سره پر اړونده موضوع د مشورې ځای ونيسي.

 

نورې ليکنې