کرېډېت: د مدیترانیا ټولنې له پانې څخه @ RescueMed
کرېډېت: د مدیترانیا ټولنې له پانې څخه @ RescueMed

د پنجشنبې په ورځ له مدیترانې څخه ۶۵ کډوال د ژغورنې عملیاتونو په پایله کې وژغورل شول. یاد عملیاتونه د ایټالیا د سمندري ځواکونو او د ژغورنې یوې کښتۍ له خوا ترسره شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ د ایټالیا سمندري ځواکونو اعلان وکړ چې «له نړیوالو قوانینو سره په مطابقت کې» یې ۳۶ کډوال د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ژغورلي دي. یاد کډوال په یوه بېړۍ کې سپاره وو.

د ایټالیا سمندري ځواکونه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سیګالا فولګوسي په نامه یوه ګزمه کوونکې بېړۍ یاد عملیات د «ماري سیکورو» عملیاتونو په چوکاټ کې ترسره کړي دي.

بل لور ته د پنجشنبې په شپه د ماري جونیو کښتۍ چارواکي اعلان وکړ چې د لیبیا له ساحلي اوبو څخه یې ۳۰ کډوال – چې په ډله کې یې یوه ماشومه او درې ښځې هم دي – ژغورلي دي.

مدیترانیا ټولنه چې ماري جونیو کښتۍ یې تر چتر لاندې فعالیت کوي په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکه، د ایټالیا د سمندري ژغورنې مرکز څخه یې غوښتنه کړې چې یادو کډوالو ته پناه ورکړي. 

یاده ټولنه په یوه نوي ټویټ کې زیاته کړه چې ژغورنۍ کښتۍ یې د ایټالیا ساحلي اوبو ته ننوتلې ده او لامپدوسا کې یې د لنګر اچولو اجازه ترلاسه کړې. 

بل لور ته د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني ویلي چې د ایټالیا د سمندري ځواکونو کښتۍ او د ماري جونیو تر منځ توپیر شته. نوموړی زیاته کړې چې ماري جونیو یوه خصوصي کښتۍ ده او له همدې کبله د ایټالیا بندرونه د یادې بېړۍ پر مخ تړلي دي.

نوموړی دا هم ویلي چې هغه د ایټالیا وزیر دی او دنده یې دا ده چې د یاد هیواد له سرحدونو دفاع وکړي، د قاچاق وړونکو مخه ونیسي او ناقانونه کډوال اخراج کړي.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره او د کډوالو نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ وویل، اروپایي ټولنه دې یادو کډوالو ته پناه ورکړي. یاد سازمانونه همداراز ویلي چې که چېرې ژغورل شوي کډوال بېرته لیبیا ته ولېږدول شي نو دا له نړیوالو قوانینو سرغړونه بلل کېږي.

 

نورې ليکنې