له ارشیف څخه: د موریا کمپ انځور. کرېډېټ: رویترز/الکیس کنستانتینیدیس (له آرشیف څخه)
له ارشیف څخه: د موریا کمپ انځور. کرېډېټ: رویترز/الکیس کنستانتینیدیس (له آرشیف څخه)

د پنجشنې په ورځ د یونان د لېسبوس ټاپو یوه محکمه هغو کډوالو ته – چې ډېرۍ یې افغانان دي – برائت ورکړ چې په ۲۰۱۸ کۍ یې د خپل ژوند د وضعیت پر وړاندې اعتراضونه کړي وو.

یاد کډوال پر دې تورن شوي وو چې د ۲۰۱۸ په اپریل میاشت کې د لېسبوس ټاپو په میتیلېن ډګر کې راټول شوي وو او موریا کمپ کې یې د خپل ژوند د ناوړه وضعیت پر وړاندې اعتراضونه کړي وو.

د یادو اعتراضونو پر مهال د ایټالیا د افراطي ښي اړخې ګوند د پلویانو او کډوالو ترمنځ شخړې شوې وې.

تر پېښې وروسته د ښي اړخې ګوند ۲۶ پلویان د پولیسو له خوا تاوتریخوالي ته د لمن وهلو په تور وپېژندل شول. یاد کسان اړ دي چې په راتلونکې کې محکمې ته حاضر شي.

د محکمې تر پرېکړې وروسته مدافع وکیله الي کریونا – سارانتو وویل چې د کډوالو پر وړاندې تورونه بې بنسته ثابت شول.

خو نوموړې اندېښنه څرګنده کړه چې تر اوسه پورې د ښي اړخې ګوند پلویان محاکمه شوې نه دي.

یونان کې اوس مهال تر ۷۰۰۰۰ ډېر کډوال اوسېږي چې شاوخوا ۱۵۰۰۰ تنه یې د اژې سمندر په ټاپوګانو کې دي.

د شمېرو له مخې د ۲۰۱۹م کال له پیل راهیسې شاوخوا ۹۰۰۰ نور کډوال یادو ټاپوګانو ته ننوتلي دي.

د یونان په لېسبوس او ساموس ټاپوګانو کمپونه له کډوالو ډک دي.

لېسبوس کې د کډوالو او پناه غوښتونکو شمېر ۷۰۰۰ کسانو ته رسېږي حال دا چې د یادې ټاپو کمپونه یوازې د ۴۲۰۰ کسانو ظرفیت لري.

بل لور ته د یونان د ښاریانو د ساتلو وزارت د شمېرو له مخې ساموس کمپ یوازې د ۶۴۸ کډوالو ظرفیت لري خو اوس مهال هلته ۳۱۷۵ کسان اوسېږي.


 

نورې ليکنې