مدیترانه کې د ژغورنې عملیات. کرېډېټ: رویترز
مدیترانه کې د ژغورنې عملیات. کرېډېټ: رویترز

په تېرو څو اونیو کې د هغو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې اروپایي هیوادونو ته د رسېدو په هیله د مدیترانې له اوبو څخه تېرېږي. بشپړ معلومات.

د رپوټونو له مخې اروپا کې د اوړي موسم په را رسېدو سره ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې د مدیترانې له لارې د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو ته راشي. یاد کډوال معمولاً له افریقایي هیوادونو سره تړاو لري، خو په ډله کې یې ځینې داسې کسان هم شته چې له اسیایي هیوادونو څخه راغلي دي.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې مدیترانه کې د ژغورنې عملیاتونه باید چټک شي.

لاندې ټکو کې د هغو کډوالو په اړه معلومات موندلی شئ چې په تېرو څو ورځو کې یې هڅې وکړې له مدیترانې څخه تېر شي.

·         د پنجشنبې په ورځ له مدیترانې څخه ۶۵ کډوال د ژغورنې دوو عملیاتونو په پایله کې وژغورل شول. په لومړي سر د ایټالیا سمندري ځواکونو اعلان وکړ چې «له نړیوالو قوانینو سره په مطابقت کې» یې ۳۶ کډوال د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ژغورلي دي. بل لور ته د پنجشنبې په شپه د ماري جونیو کښتۍ چارواکي اعلان وکړ چې د لیبیا له ساحلي اوبو څخه یې ۳۰ کډوال – چې په ډله کې یې یوه ماشومه او درې ښځې هم دي – ژغورلي دي. د ایټالیا د سمندري ځواکونو له خوا ژغورل شوي ۳۶ کډوال د جمعې په ورځ په سیسیل او د ماري جونیو له خوا ژغورل شوي ۲۹ کډوال په لامپدوسا بندرونو کې ښکته شول.

·         د پنجشنبې او جمعې په شپو کې شاوخوا ۶۰ کډوال چې ډېری یې له بنګله دېش څخه راغلي وو د تونس په ساحلي اوبو کې ډوب شول. د تونس د سره صلیب سازمان په حواله پېښه کې یوازې ۱۶ کډوال ژغورل شوي دي. د ژغورل شويو کډوالو له قوله ویل شوي چې یاده کښتۍ کې ۷۵ کسان سپاره وو. دوی همداراز ویلي چې تونسي کب نیوونکي ورسره مرستې کړې دي. د ژغورل شویو کسانو په ډله کې ۱۴ بنګله دېشي، یو مراکشي او یو مصري کډوال دي. بل لور ته  د تونس د دفاع وزارت په وینا د جمعې په ورځ د یاد هیواد سمندري ځواکونه درې جسدونه له سمندره موندلي.

·         د جمعې په شپه ۱۱۷ افریقایي کډوال د مراکش د سمندري ځواکونه له خوا ونیول شول. یاد کډوال هڅې کولې چې اسپانیا ته د رسېدو په خاطر په درېو بېړیو کې له مدیترانې څخه تېر شي. دوی د مراکش کسر صغیر او نادر بندرونو ته انتقال شوي دي.

·         د جمعې په شپه ۸۵ کډوال د مالتا د سمندري ځواکونه له خوا له ډوبېدو څخه وژغورل شول.  

·         د یکشنبې په ورځ ۵۲ افریقایي کډوال له خڼدونو څخه تر تېرېدلو ورسته د اسپانیا ملیلا سیمې ته داخل شول. د یکشنبې په سهار شاوخوا سل کډوال غوښتل چې له یادو خنډونو څخه تېر شي خو اسپانوي او مراکشي سرتېرې د تېرېدونکو ۵۰ کډوالو مخه ونیوه. د اسپانیا د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې پېښه کې ۴ اسپانوي پولیس په سطحي ډول ټپیان شوي. ملیلا ته رسېدلي کډوال د سیمې د کډوالو هرکلي مرکز ته استول شوي دي.

 

نورې ليکنې