۲۰۱۹: کډوال د پاریس په شمالي سیمه کې. کرېډېټ: کډوال نیوز
۲۰۱۹: کډوال د پاریس په شمالي سیمه کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

فرانسه کې په معمول ډول د پناه غوښتنې پروسه اوږده ده. خو دا هم ممکنه ده چې په ځینو خاصو حالاتو کې یاده پروسه چټکه شي. دا په داسې حال کې ده چې ځینې مهاجر پلوه سازمانونه وایي چټکو پروسو کې د کډوالو دوسیې په سم ډول نه څېړل کېږي. کډوال نیوز معلومات ورکوي.

د پناه غوښتنې چټکه پروسه څه ده؟

هغه کډوال چې د پناه غوښتنې په چټکه پروسه کې شاملېږي د ۱۵ ورځو په موده کې منفي او یا مثبت ځواب ترلاسه کولی شي. که چېرې پناه غوښتونکی په اداري توقیف ځای کې وي نو ممکن چې په ۹۶ ساعتونو کې د خپلې غوښتنې ځواب ترلاسه کړي.

د پناه غوښتنې چټکه پروسه د اوفپرا سازمان له خوا پر مخ وړل کېږي. د یاد سازمان په حواله په ۲۰۱۸ کې ۳۷۷۵۹ دوسیې په چټکه توګه څېړل شوې دي چې د ۲۰۱۷ پرتله ۱۹ اعشاریه ۶ سلنه زیاتوالی ښيي.


څوک د پناه غوښتنې چټکه پروسه کې شاملېږي؟

په دوو حالاتو کې د پناه غوښتونکو دوسیې په اټوماټ ډول د پناه غوښتنې چټکه پروسه کې شاملېږي:

۱. پناه غوښتونکی له داسې یو هیواد څخه راغلی دی چې خوندي هیواد بلل کېږي. د خوندي هیوادونو لېست دلته لوستلی شئ. البانیا، سنېګال او ګانا خوندي هیوادونه بلل کېږي.

۲. فرانسه کې د پناه غوښتونکي غوښتنه رد شوې، خو نوموړی یو ځل بیا د پناه غوښتنه کوي.

په درېو حالاتو کې د اوفپرا سازمان واحده غرفه حق لري چې د پناه غوښتونکو دوسیې چټکه پروسه کې شامل کړي:

- پناه غوښتونکی د خپلو ګوتو د نښو له ثتبولو څخه ډډه کوي.

- پناه غوښتونکی هڅه کوي چې جعلي سندونه وړاندې کوي، د خپل ژوند په اړه معلومات پټوي، او یا د پناه غوښتنې له پاره له مختلفو هویتونو څخه ګټه اخلي.  

- پناه غوښتونکی د غوښتنې تر وړاندې کولو مخکې فرانسه کې ۱۲۰ ورځې تېرې کړې دي.

د کومو هیوادونو وګړي د پناه غوښتنې چټکه پروسه کې شاملېږي؟

د اوفپرا شمېرو له مخې ۲۰۱۸ کې د لاندې هیوادونو وګړي د پناه غوښتنې په چټکه پروسه کې شامل وو: البانیان (۱۹ اعشاریه ۷ سلنه)، ګرجستانیان (۱۶ سلنه)، ارمنیان (۵ اعشاریه ۵ سلنه)، افغانان (۴ اعشاریه ۹ سلنه)، سنېګالیان (۴ اعشاریه ۸ سلنه). دغه هیوادونه – له افغانستانه پرته – خوندي هیوادونه بلل کېږي.

د پاریس د مدافعو وکیلانو انجمن یوه وکیله اود ریمالو کډوال نیوز ته وایي، افغانان په معمول ډول له المان او یا سویډن څخه فرانسې ته راځي. مانا یې دا چې فرانسه کې دوی د دویم ځل له پاره د پناه غوښتنه کوي او له همدې کبله په چټکه پروسه کې شاملېږي.

نوموړې زیاتوي: «کالې کې یاد افغانان یو ځل بیا د پناه غوښتنه کوي، حال دا چې ډېری یې غواړي برتانیا ته ولاړ شي. په ځینو حالاتو کې سوډانیان هم په چټکه پروسه کې شاملېږي، ځکه ځینې یې نه غواړي چې فرانسه کې یې د ګوتو نښې ثبت شي.»


چټکه پروسه کې مې غوښتنه رد شوې، ایا د بیاکتنې غوښتنه کولی شم؟

هو، کډوال کولی شي چې د پناه غوښتنې ملي محکمه کې د استیناف غوښتنه وکړي.

په نورمالو پروسو کې د پناه غوښتونکو  دوسیې د ۵ میاشتو په موده کې د درېو قاضیانو له خوا څېړل کېږي.

په چټکو پروسو کې د پناه غوښتونکو دوسیې د ۵ اونیو په موده کې د یو قاضي له خوا څېړل کېږي. مانا یې دا چې په داسې حالت کې کډوالو ته لږ وخت ورکول کېږي.

چټکه پروسه امتیاز ګڼل کېږي که سزا؟

ګڼ شمېر مهاجر پلوه سازمانونه وایي چې چټکو پروسو کې د کډوالو دوسیې په سم ډول نه څېړل کېږي.

سیماد سازمان وایي چې چټکه پروسه کومه خاصه فایده نه لري او باید له منځه یووړل شي. د یاد سازمان یوه ویانده کډوال نیوز ته وایي چې دغه پروسه کې د کډوالو حقونه تر پښو لاندې کېږي.

بل لور ته د پاریس د مدافعو وکیلانو انجمن وکیله اود ریمالو وایي، د پناه غوښتنې چټکه پروسه امتیاز نه بلکې سزا ده، په ځانګړې توګه هغه مهال چې پناه غوښتونکی د پناه غوښتنې په ملي محکمه کې د استیناف غوښتنه کوي. د هغې په خبره په دغه حالت کې د کډوالو دوسیې یوازې د یو قاضي له خوا څېړل کېږي او پناه غوښتونکو ته لږ وخت ورکول کېږي.

اغلې ریمالو زیاتوي، د فرانسې د کډوالۍ او پناه غوښتنې د نوي قانون له مخې هغه کډوال چې په چټکه پروسه کې شامل دي ممکن چې فرانسه کې د اقامې اجازه و نه لري او د «فرانسې له خاورې څخه د وتلو لیک» ترلاسه کړي.

خو اود ایمالو دا هم وایي چې په ځینو حالاتو کې چټکه پروسه کې کډوالو ته مثبت ځوابونه ورکول کېږي. نوموړې زیاتوي: «اوس مهال د پناه  غوښتنې په ملي محکمه کې د افغانانو د قبولېدو چانس لوړ دی. په دغه حالت کې د پناه غوښتنې چټکه پروسه امتیاز ګڼل کېږي.»

ایا پناه غوښتونکی کولی شي چې له چټکې پروسې څخه ووځي او نورماله پروسه کې شامل شي؟

په ځینو حالاتو کې اوفپرا کولی شي چې کډوالو ته له چټکې پروسې څخه معافیت ورکړي. اغلې ایمالو وایي چې په داسې یو حالت کې کډوال بېرته نورماله پروسه کې شاملېږي.

د اود ریمالو په خبره په ځینې نورو حالاتو کې هم دا کار ممکن دی: د بېلګې په توګه که چېرې د کډوالو دوسیې پیچلې وي او یا که چېرې کډوال له روغتیایي ستونزو سره مخ وي.

 

نورې ليکنې