د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني. کرېډېټ: رویترز
د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني. کرېډېټ: رویترز

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني غواړي د یو نوي قانون له لارې له هغو کښتیو څخه جرمانه واخلي چې د کډوالو د ښکته کېدو په موخه د ایټالیا په بندرونو کې لنګر واچوي. یادې کښتۍ باید د هر یو کډوال په خاطر ایټالیا ته له ۳۵۰۰ تر ۵۵۰۰ یورو پورې جرمانه ورکړي.

د اروپا د ټاکنو په درشل کې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني ویلي چې غواړي د یو نوي قانون له لارې له هغو کښتیو څخه جرمانه واخلي چې ایټالیا کې د کډوالو د ښکته کېدو په موخه د یاد هیواد په بندرونو کې لنګر واچوي. ښاغلی سالویني تر دې مخکې ویلي وو چې د ایټالیا بندرونه د هغو کښتیو پر مخ تړلي دي چې مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې عملیاتونه ترسره کوي.

د جمعې پر ورځ (د مې ۱۰مه) د ایټالیا د افراطي ښې اړخې ګوند مشر ماتیو سالویني د داسې یو قانون طرحه وړاندې کړه چې له مخې یې د کډوالو د ژغورنې کښتۍ مکلفې دي د هر یو ژغورل شوی کډوال په خاطر ایټالیا ته له ۳۵۰۰ تر ۵۵۰۰ یورو پورې جرمانه ورکړي. نوموړی زیاته کړه چې یادې کښتۍ د لیبیا په ساحلي اوبو کې د لیبیایي سرتېرو له اوامرو څخه سرغړونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې مهاجر پلوه سازمانونه نړیوالو سمندري قوانینو ته په اشارې سره وایي: هر هغه څوک چې په سمندرو ژغورل کېږي باید یوه خوندي بندر ته یووړل شي. یاد سازمانونه زیاتوي چې اوس مهال لیبیا یوه خوندي هیواد نه بلل کېږي ځکه هلته جګړې روانې دي.

ایټالیا کې د بې سرحده ډاکټرانو مشر فرانسوۍ ورځپاڼه لېزېکو ته ویلي چې دا یوه بې مانا خبره ده.

یاد متن باید د ایټالیا د وزیرانو شورا له خوا تصویب شي

د یادې طرحې له مخې به د ایټالیا د ترانسپورټ وزارت ځینې صلاحیتونه هم ماتیو سالویني ته انتقال شي. د بېلګې په توګه نوموړی کولی شي چې د ایټالیا په بندرونو کې کښتیو ته د لنګر اچولو اجازه ور نه کړي.

بل لور ته د ایټالیا د لومړي وزیر مرستیال ویلي چې یاد قانون یوازې د ناقانونه کډوالو د اخراج پروسه چټکوي.

د ښاغلي سالویني دغه طرحه باید د ایټالیا د وزیرانو شورا له خوا تصویب شي.

دا په داسې حال کې چې له څو ورځو راهیسې د هغو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې غواړي د مدیترانې له لارې اروپایي هیوادونو ته راشي. په تېرو څو ورځو کې له ۳۰۰ ډېر کډوال هڅې وکړې چې له مدیترانې څخه تېر شي. د جمعې په ورځ د تونس په ساحلي اوبو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې شاوخوا ۶۰ کډوال ډوب شول.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: مدیترانې څخه د تېرېدونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی 

اوس مهال د مدیترانې په خطرناکه سیمه کې د سوفیا په نامه د مهاجرو ژغورنې عملیاتونه پای ته رسېدلي. نورې کښتۍ هم اجازه نه لري چې سیمه کې د ژغورنې عملیاتونه ترسره کړي.


 

نورې ليکنې