افغانه فلم جوړونکې شبنم زریاب. کرېډېټ: د اغلې زریاب له فېسبوک پاڼې څخه
افغانه فلم جوړونکې شبنم زریاب. کرېډېټ: د اغلې زریاب له فېسبوک پاڼې څخه

د ۲۰۱۹م کال د مې میاشتې په ۱۴مه نېټه د فرانسې په کن ښار کې د کن مشهور فېسټوال ترسره کېږي. سږ کال د افغان الاصله فرانسوۍ فلم جوړونکې شبنم زریاب نوی فلم یاد فېسټوال کې نندارې ته وړاندې کېږي. شبنم زریاب له کډوال نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې د خپل ژوند او فلمونو په اړه خبرې کړې.

شبنم زریاب د ګڼ شمېرو نورو افغانانو په شان د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال فرانسې ته مهاجره شوه. هغه مهال نوموړې ۷ کلنه وه او مور او خور یې ورسره وې. خو پلار یې، چې د افغانستان نامتو لیکوال رهنورد زریاب دی، افغانستان کې پاتې شو.

د اغلې زریاب کورنۍ فرانسې ته تر را رسېدو وروسته په مونپلیې کې خپل نوی ژوند پیل کړ. شبنم مونپلیې کې شوونځي ته ولاړه او پاریس کې یې د حقوقو په برخه کې لوړې زده کړې وکړې. خو اصلي مینه یې سینما وه.   

په ۲۰۱۱ کې د شبنم زریاب لومړی ناول چاپ شو چې په فرانسوي ژبه لیکل شوی و او «افغان پیانیست» نومېده. دا ناول د یوې افغانې نجلۍ د ژوند کېسه ده. یاده نجلۍ چې په فرانسه کې مهاجره ده، بېرته خپل هیواد ته ځي او غواړي چې د خپل ماشومتوب نږدې ملګری میلاد پیدا کړي. خو نوموړې تر ډېرو هلو ځلو وروسته پوهېږي چې میلاد اوس د یو افراطي مسلمان په شان ژوند کوي.


نوي هیواد کې ژوند او ستونزې

اغلې زریاب وایي: «هغه وخت کوچنۍ وم. داسې مې فکر کاوه چې فرانسې ته د چکر له پاره راغلې یم. خو بیا معلومه شوه چې راتلونکې کې به فرانسه زما نوی هیواد شي.»

په لومړیو ورځو او میاشتو کې شبنم په ښوونځي کې ډېرې ستونزې درلودې. هلته ټول زده کوونکي په فرانسوي ژبه خبرې کولې خو هغه یوازې په فارسي ژبه پوهېدله.

اغلې زریاب زیاتوي: «مور مې پرېکړه وکړه چې د شپې له خوا په کور کې موږ ته د فرانسوي ژبې د زده کړې زمینه برابره کړي.»

د اغلې شبنم مور سپوژمۍ زریاب د خپل میړه په څېر نامتو لیکواله ده او ناولونه یې فرانسوي ژبې ته ژباړل شوي دي. سپوژمۍ زریاب د کابل له ملالۍ لېسې څخه فارغه شوې. نوموړې همداراز افغانستان کې د فرانسې سفارت کارکوونکې وه.

اوس شبنم زریاب په فرانسوي ژبه مسلطه ده او د فرانسویانو په شان خبرې کولی شي. نوموړې وایي چې کور کې له خپلې مور سره کله فارسي وایي او کله فرانسوي. 

د اغلې زریاب نوي فلم کن فېستیوال کې نندارې ته وړاندې کېږي. کرېډېټ: د  شبنم زریاب له فېسبوک پاڼې څخه

له افغانستان سره اړیکې

سره له دې چې شبنم زریاب له کلونو راهیسې په فرانسه کې اوسېږي او همدلته لویه شوې، خو هغه وایي چې له افغانستان سره ټینګې اړېکې لري. نوموړې څلور کاله مخکې افغانستان ته ولاړه. اوس یې تصمیم دا دی چې په راتلونکې کې بېرته افغانستان ته ولاړ شي او هلته یې خپلې پروژې عملي کړي.

شبنم زریاب د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له دوو بېلو کلټورونو سره تړاو درلودل یو امتیاز ګڼل کېږي که نه، وایي: «که رښتیا درته ووایم دا د یو افغان مهاجر له پاره کوم ځانګړی امتیاز نه دی. که یو څوک امریکایی – فرانسوی وي او یا المانی – فرانسوی دا به بله کېسه وي. خو که څوک افغان – فرانسوی او یا رواندایی – فرانسوی وي تل به له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.»

هغه زیاتوي چې، د بېلګې په توګه، یو افغان – فرانسوی تل د خپل هیواد د سیاسي وضعیت په اړه خبرونه اوري ځکه هلته هره ورځ خلک مري. خو یو امریکایی له داسې ستونزو سره مخامخ نه وي ځکه هیواد یې امن دی او یا حداقل جګړه په کې روانه نه ده.

شبنم زریاب دا هم وایي چې له همدې کبله ځان نیکمرغه نه بولي. د هغې په وینا، فرانسې ته راتلل انتخاب نه بلکې مجبوریت و.


د مهاجرت کړکېچ او پایلې یې

د اغلې زریاب په خبره اروپا کې د مهاجرت د کړکېچ تر ټولو لوی لامل د اروپایي هیوادونو سیاستونه دي. هغه وایي: «لویدیځ هیوادونه د نورو هیوادونو په سیاسي چارو کې مداخله کوي، جګړه مارانو ته وسلې ورکوي او حمایت یې کوي. د داسې سیاستونو له کبله هیوادونه خپل سیاست ثبات له لاسه ورکوي. یادو هیوادونو کې شخړې او جګړې رامنځته کېږي چې له کبله یې ګڼ شمېر خلک خوندي هیوادونو ته کډه کوي. اروپا ته نوي رسېدلي کډوال له جګړو څخه تښتېدلي دي.»

شبنم زریاب د پاریس په داسې یوه ناحیه کې ژوند کوي چې د افغان کډوالو شمېر په کې ډېر دی. نوموړې وایي چې په ځینو حالاتو کې یې له کډوالو سره مرسته کړې ده – د بېلګې په توګه د ژباړې په برخه کې. هغه دا هم وایي چې راتلونکې کې به د مهاجرو په اړه یو فلم جوړ کړي.

راتلونکې پروژې او هیلې

د شبنم زریاب پخوانی فلم «د زنګونو شرنګ شرنګ» نومېده او افغانستان کې د بچه بازۍ په اړه و. خو نوی فلم یې د هغو ماشومانو په اړه دی چې تر اختطاف کېدو وروسته د اوښانو د ځغاستې په سیالیو کې ګډون کوي. خلیج هیوادونو کې د اوښانو د ځغاستې سیالۍ د عربو شیخانو له خوا په لاره اچول کېږي.

اټکل دی چې شبنم زریاب د ۲۰۱۹م کال په اکټوبر میاشت کې د خپل نوي فلم شوټېنګ پیل کړي.

اغلې زریاب همداراز وایي چې نوي فلم سکرېپټ او ناول یې هم په نږدې راتلونکې کې پای ته رسېږي. هغه زیاتوي چې فلم سکرېپټ یې د تبعید په اړه او ناول یې د یوې داسې افغانې ښځې په هکله دی چې په فرانسه کې اوسېږي.

 

نورې ليکنې