د تابعيت ترلاسه کولو اصول په بيلو هيوادونو کي بېل اصول لري.
د تابعيت ترلاسه کولو اصول په بيلو هيوادونو کي بېل اصول لري.

په عمومي توګه که يو بهرنی څو کاله پرله پسې په يو هيواد کي ژوند وکړي نو د تابعيت غوښتنه کولای سي. د اروپايي هيوادونو د تابعيت د شرايطو تشريح کولو په څلورمه او وروستۍ برخه کي د پورتګال، سويس او ناروې شرايط درته معرفي کوو.

د بهرنيانو له پاره د اروپايي هيوادونو د تابعيت تر لاسه کولو شرايط کوم دي؟ په دې تړاو مهاجر نيوز درته د مطالبو يوه لړۍ وړاندي کوي چي پکښي د بيلو اروپايي هيوادونو د تابعيت شرايط درته معرفي کيږي:

لومړۍ برخه پر دغه لینک لوستلای سئ:
آلمان، فرانسه، ايتاليا
دويمه برخه پر دغه لینک لوستلای سئ:
هسپانيه، اتريش، سوېډن

دريمه برخه پر دغه لينک لوستلای سئ:
دنمارک، بريتانيه، هالند

 پورتګال (د اروپايي اتحاديې غړی هيواد(


د مهاجرو له پاره د پورتګال د شورا (
CPR) د معلوماتو له مخي د لومړۍ او دويمي درجې قبولي لرونکو مهاجرو په شمول ټول بهرنيان په دغه هيواد کي د تابعيت غوښتنې له پاره بايد لاندني شرايط پوره کړي:

- عمر يې بايد لږ تر لږه ۱۸ کاله وي
ـ په قانوني توګه يې لږ تر لږه ۶ کاله وخت په پورتګال کي تېر کړی وي

ـ د پورتګالي ژبي اړينه پوهه ولري (لږ تر لږه د A2 سويه)
ـ جرمي او د بند سابقه ونه لري
ـ د هيواد امنيت او عامه نظم ته ګواښ نه وي او د ترهګرۍ سره اړيکي ونه لري

هغه ماشومان چي د غير پورتګالي والدينو په کور کي په پورتګال کي پيدا سوي وي د لاندني شرايطو له مخي تابعيت غوښتلای سي:

ـ بايد پورتګالي ژبه يې زده وي (لږ تر لږه د
A2 سويه)
ـ جرمي او د بند سابقه ونه لري
ـ له مور او پلار څخه يو اړخ يې بايد حداقل پنځه کاله په پورتګال کي ژوند کړی وي، يا يې بايد له مور او پلار څخه يو اړخ په پورتګال کي بنسټيز تعليم (څلور کاله) کړی وي

د پورتګالي تابعيت لرونکي کس سره واده يا ثبت سوی د شراکت ژوند کول د تابعيت ترلاسه کولو پروسه چټکوي. دغه کسان د پنځو کالو پر ځای تر درو کالو وروسته د تابعيت غوښتنه کولای سي.

د تابعيت فيس عموما د ۱۵۰ او ۲۵۰ يورو تر منځ دی.

سويس (د اروپايي اتحاديې غړی هيواد
(

په سويس کي د تابعيت په قانون کي په ۲۰۱۸ کال تعديل رامنځ ته سو. په دغه هيواد کي د تابعيت غوښتنې دوسيه د مهاجرت له پاره د دولتي ادارې (
SEM) له خوا پروسه کيږي. ياده اداره ګوري چي ايا تابعيت غوښتونکی په سمه توګه په سويس کي مدغم سوی دی که نه. د دې تر څنګ ځايي اداره هم د تابعيت غوښتنه ارزوي. په دې توګه نو د فدرالي ادارې شرايط بېل او د محلي ادارې شرايط بېل دي.

د تابعيت له پاره په فدرالي شرايطو کي لاندني د يادولو وړ دي:

ـ تابعيت غوښتونکی بايد په سويس کي ښه مدغم سوی وي
ـ بايد د سويس د کلتور او ټولنې سره اشنا وي او ورڅخه ګواښ نه وي پېښ

کله چي (
SEM) دې نتيجې ته ورسيږي چي تابعيت غوښتونکی يې شرايط پوره کوي، نو بيا يې دوسيه محلي يا سيميزې ادارې ته لېږدول کيږي. که سيميزه اداره د يو کال په جريان کي پر دوسيه پرېکړه ونه کړي نو بيا د تابعيت غوښتنې د دغې دوسيې ميعاد پای ته رسيږي. خو که پر دوسيې مثبته پرېکړه وسي نو بيا تابعيت ورکول کيږي.

فدرالي اداره (
SEM) پر دې ټينګار کوي چي تابعيت غوښتونکي بايد د غوښتنليک وړاندي کولو تر مخه لس کاله په دغه هيواد کي ژوند کړی وي. په ميعادي توګه منل سوي کسان بايد تر قبول سوو پناه غوښتونکو پنځه کاله زيات انتظار وباسي. ګه پناه غوښتونکي د خپلې ۸ کلنۍ او ۱۸ کلنۍ تر منځ عمر په سويس کي تېر کړی وي نو دغه کالونه يې دوه چنده حسابيږي خو حد اقل يې بايد په سويس کي ۶ کاله ژوند کړی وي.

په سويس کي د تابعيت فيس د ۴۹۵ او ۹۹۰ يورو تر منځ کيدلای سي.

ناروې (د اروپايي اتحاديې غړی هيواد
(

د ادغام او بېلابېلوالي له پاره د ناروې هيواد معينيت وايي چي په دغه هيواد کي د تابعيت تر لاسه کولو له پاره بايد چي څوک په ناروې کي د اوسېدنې قانوني اقامه ولري. د دې تر څنګ بايد تابعيت غوښتونکی لاندني شرايط هم پوره کړي:

ـ هويت يې بايد څرګنده وي
ـ بايد په ناروې کي مقيم وي او د اقامت جاري ساتلو اراده ولري
ـ بايد ۳۰۰ ساعته يې د ناروېژي ژبي زدکړه کړې وي او بايد چي ناروېژي يا سامي ژبه يې زده وي
ـ بايد جرمي شاليد او د بند شاليد او د رواني ناروغيو شاليد ونه لري
ـ بايد دې ته چمتو واوسي چي خپل مخکنی تابعيت ختم کړي

د تابعيت غوښتنې پروسه په دې پوري تړاو لرلای سي چي تابعيت غوښتونکی له کوم هيواد سره تړاو لري.

يادونه: مهاجر نيوز د تابعيت د شرايطو په تړاو د وړاندي سوو دغو معلوماتو د بشپړ والي يا ورته تضمين نه سي کولای. دغه معلومات د دې ادعا نه لري چي د حقوقي کارپوه سره پر اړونده موضوع د مشورې ځای ونيسي.

 

نورې ليکنې