مودا د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې ووژل شوه. کرېډېټ: له ټویټر څخه اخیستل شوی انځور
مودا د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې ووژل شوه. کرېډېټ: له ټویټر څخه اخیستل شوی انځور

د ۲ کلنې کردۍ مودا کورنۍ، چې د بلجیم په خاوره کې له پولیسو څخه د تېښتې په حال کې وژل شوې وه، وایي د دغه هیواد قضایي سیستم ډېر سست دی. یاده عراقۍ کورنۍ همداراز ویلي، د مودا وژونکی سرتېری تر اوسه پورې نه دی محکوم شوی.

یاده پېښه د ۲۰۱۸م کال د مې پر ۱۶مه شپه د بروکسل په سوېلې برخه کې د والوني پر لویه لاره رامنځته شوه.

یوه لارۍ چې شاوخوا ۳۰ کډوال په کې سپاره وو له پولیسو څخه په تېښته وه.

پولیسو لارۍ چلوونکي ته د درېدلو امر وکړ خو نوموړی د پولیسو له امره سرغړونه وکړه. د پولیسو یو سرتېری بیا د لارۍ پر یو ټایر ډزه وکړه. خو د پولیسو موټروان د ناسم موټر چلولو له کبله مرمۍ د مودا پر سر ولګېده. نوموړې چې له خپلې کورنۍ سره د لارۍ شا سیټ کې ناسته وه روغتون ته تر رسېدو مخکې ومړه.

د یاد سرتېري مدافع وکیل لوران کېن وایي چې موکل یې تر اوسه د کار اجازه نه لري.

بل لور ته د کردۍ کورنۍ مدافع وکیله سلما بن خلیفه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې یاد سرتېری تر اوسه پورې محکوم شوی نه دی.  

نوموړې زیاته کړې: «موکلین مې شوک لیدلی.»

په همدې حال کې د مون سیمې څارنوال اګناسیو دو لا سرنا وایي چې قاضي د دوسیې د بیا جوړولو په حال کې دی او دا به وروسته معلومه شي چې د قانون له مخې یاد سرتېری مجرم ګڼل کېږي که نه.

اوس یوازې لارۍ چلوونکی په بند کې دی. دغه عراقی کرد تر دې مخکې برتانیا کې اوسېده خو په اپریل میاشت کې بلجیم ته وسپارل شو.

تر یادې پېښې وروسته د مودا کورنۍ بلجیم کې د «بشري دلایلو» له کبله اقامه ترلاسه کړه.

دوی هیله لري چې اقامه یې د ۲۰۲۰ په فبرورۍ میاشت کې تمدید شي.

 

نورې ليکنې