کریدیت: Twitter @SeaWatch_Intl
کریدیت: Twitter @SeaWatch_Intl

د چهارشنبې په ورځ د الماني سازمان سي واچ د ژغورنې کښتۍ ۶۵ کډوال د لیبیا له ساحلي اوبو څخه وژغورل.

د یاد سازمان کارکونکو په وینا دغه بېړۍ کې ۶۵ کسان سپاره وو چې په ډله کې یې ۱۱ ښځې، يو معيوب سړی، ۷ ماشومان او ۸ بې سرپرسته او کم عمره کډوال هم دي.

د ژغورنې تر ترسره کېدو وروسته د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني د یو فرمان په خپرولو سره وویل چې یاده کښتۍ حق نه لري د ایټالیا ساحلي اوبو په لور حرکت وکړي. نوموړی همداراز ویلي: «زموږ بندرونو تړل شوي دي او تړلي به پاتی وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کارپوهانو په حواله ایټالیا کې د بندرونو مدیریت د ترانسپورټ وزارت دنده ده. مانا یې دا چې دغه وزارت قانوني صلاحیت لري چې د ایټالیا په بندرونو کې کښتیو ته د لنګر اچولو اجازه ورکړي.

د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ میاشت کې سي واچ ۳ کښتی ۴۷ کډوال له مدیترانې څخه ژغورلي وو. یاد کډوال د ۱۲ ورځو لپاره په سمندر کې بند پاتې وو. دوی بیا د اروپایي هیوادونو د کډوالو د وېشلو پروګرام په چوکاټ کې بېلابېلو اروپایي هیوادونو ته واستول شول.

ښاغلی سالویني تر دې مخکې ویلي وو چې د هغه دنده دا ده چې د ایټالیا له سرحدونو دفاع وکړي، د غیرقانوني مهاجرت مخنوی وکړی، او د قاچاق وړونکو کښتی مخه ونیسی.

له څو مودې راهیسې مدیترانه کې د ژغورنې پر کښتیو ډېر بندیزونه لګول شوي دي.

   

 


 

نورې ليکنې