له ارشیف څخه: ایټالیا کې د کډوالو انځور. کرېډېټ: رویترز
له ارشیف څخه: ایټالیا کې د کډوالو انځور. کرېډېټ: رویترز

د ایټالیا پولیس وایي چې د پنجشنبې په ورځ یې د تجارتي مالونو اورګاډي په یوه ټانکر کې ۷ کډوال موندلي دي. دا اورګاډی له صربیا څخه د ایټالیا وېرون تمځي ته راغلی و.

یاد کډوال – ۵ افغانان، یو مراکشی او یو ایرانی – وروسته له هغې وموندل شول چې یو یې ۱۱۲ عاجلې شمېرې ته په زنګ وهلو سره د کډوالو د وضعیت په اړه چارواکو ته اطلاع ورکړه.

پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تر ۴۰ دقیقو وروسته یې د یاد اورګادي موقعیت تعیین کړی.

د اطفایې کارکوونکي د ورځې په نیمایي کې د اورګاډي په یوه ټانکر کې ۷ کډوال وموندل چې عمرونه یې له ۲۰ تر ۲۵ کلونو دي. سرچینه زیاتوي چې ایرانی کډوال ښایي کم عمره وي.

یاد اورګاډی له صربیا څخه ایټالیا ته راغلی و او وروستی مقصد یې د ایټالیا پوګیو روسکو ښار و.


 

نورې ليکنې