سي واچ ۳ په مدیترانه کې. کرېډېټ: پیکچر الاینس/دپي ا/س. کاوالي
سي واچ ۳ په مدیترانه کې. کرېډېټ: پیکچر الاینس/دپي ا/س. کاوالي

د یکشنبې په شپه (د مې ۱۹مه نېټه) ۴۷ کډوال د ایټالیا د سیسیل ښار په لامپدوسا بندر کې له سي واچ کښتۍ څخه ښکته کړل شول. دا په داسې حال کې چې د ایټالیا قضایي ارګانونه د یادې کښتۍ د ضبط کېدو امر صادر کړی و. بل لور ته د ایټالیا کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني لامپدوسا بندر کې د کډوالو د ښکته کېدو پر وړاندې غوصه ښودلې ده.

د الماني سازمان سي واچ کښتۍ چې د هالڼد تر بېرغ لاندې فعالیت کوي د یکشنبې په ورځ د سیسیل د څارنوال د امر له مخې د ایټالیا د مالي پولیسو له خوا ونیول شوه.

یاده کښتۍ کې سپاره کډوال د شپې له خوا په کوچنیو بېړیو کې لامپدوسا بندر ته یووړل شول.

د ایټالیا کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني لامپدوسا کې د کډوالو د ښکته کېدو پر وړاندې غوصه وښودله او و یې ویل چې نه پوهېږي څوک د هغه د رسمي پرېکړې خلاف داسې یو تصمیم نیولی.  

په همدې حال کې د ایټالیا د ۵ ستوري خوځښت مشر لويګي دي مایو ویلي چې د یادو کډوالو ښکته کېدو ضروري ګام و ځکه د هغوی کښتۍ د قضایي ارګانونو له خوا ضبط شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په شپه د ایټالیا په فلورانس ښار کې د پولیسو او ۲۰۰۰ کسانو تر منځ شخړې جوړې شوې. یاد کسان فلورانس کې د ښاغلي سالویني د یو رسمي میټینګ پر وړاندې اعتراضونه کول.

بل لور ته د ایټالیا د افراطي ښې اړخې ګوند مشر ماتیو سالویني د یکشنبې په ورځ وویل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویناوې «د خندا وړ» دي.

تر دې مخکې یاده اداره د ښاغلي سالویني پر یوې نوې لایحې تنقیدونه کړي وو.

د ښاغلي سالویني د دغې نوې لایحې له مخې، چې د دوشنبې په ورځ د ایټالیا وزیرانو شورا ته وړاندې کېږي، د کورنیو چارو وزیر کولی شي چې ایټالیایي بندرونو کې د ژغورنې کښتیو له لنګر اچولو څخه ممانعت وکړي.

د یاد قانون له مخې ټولې هغې کښتۍ چې مدیترانه کې د لیبیا د ساحلي ګارد له اوامرو څخه سرغړونه کوي مکلفې دي د هر یو ژغورل شوی کډوال په خاطر ایټالیا ته له ۳۵۰۰ تر ۵۵۰۰ یورو پورې جرمانه ورکړي.


د لا زیاتو معلوماتو له پاره: ایټالیا د کورنیو چارو وزیر: د مهاجرو د ژغورنې کښتۍ باید د ژغورل شویو کډوالو په خاطر ایټالیا ته جرمانه ورکړي


 

نورې ليکنې