د مانش کانال او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې څخه، @premarmanche
د مانش کانال او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې څخه، @premarmanche

د فرانسې سمندري ځواکونه په یوه خبرپاڼه کې وایي چې د یکشنبې په ورځ یې مانش سمندر کې ۹ کډوال نیولي دي. دوی غوښتل چې د سمندر له لارې برتانیا ته ولاړ شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه ۹ کسان ایرانیان او ټول نارینه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د یادو کسانو په ډله کې یو کډوال پر هاپوډرمیا (د بدن ټیټ حرارت) ناروغۍ اخته دی.

دغه کسان چې په یوه کوچنۍ بېړۍ کې سپاره وو د سمندري ګزمه کوونکو په واسطه د مانش په ۵،۵ کیلومترۍ کې درول شوي او سرحدي چارواکو ته سپارل شوي دي.

نن سبا ګڼ شمېر کډوال بریتانیا ته د تلو په موخه له مانش سمندر څخه تېرېږي. خو له سړې هوا او ګڼو نورو ترانسپورڼی خطرونو سره مخامخ کيږي.

 

نورې ليکنې