اعتراض کوونکي د رواسي شارل دوګول په هوایي ډګر کې. کرېډېټ: لا شاپل سازمان
اعتراض کوونکي د رواسي شارل دوګول په هوایي ډګر کې. کرېډېټ: لا شاپل سازمان

د یکشنبې په ورځ (د مې ۱۹مه) په سلګونو ناقانونه کډوال د پاریس رواسي شارل ډوګول هوایي ډګر دویم ترمینال ته داخل شول. یاد کسان د فرانسې د کډوالۍ سیاست او د کډوالو د شړلو پر وړاندې اعتراضونه وکړل.

د یکشنبې په ورځ شاوخوا ۲۰۰-۵۰۰ کډوال د «تورو واسکټونو» تر نوم لاندې د پاریس شارل ډوګول هوایي دګر دویم ترمینال ته داخل شول. یاد کسان د یو مهاجر پلوه سازمان (La Chapelle Debout !) د بلنې پر بنسټ هوایي ډګر ته ننوتلي وو.

د فرانسوۍ ورځپاڼې پاریزین له مخې د کډوالو یاد اعتراضونه په ارامه فضا کې ترسره شول. خو تر اوسه معلومه شوې نه ده چې ایا د یادو اعتراضونو له کبله الوتنې ځندول شوې دي که نه.

کډوال د اېر فرانس هوایي شرکت پر سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې یاد شرکت د کډوالو د شړلو په برخه کې له دولت سره همکاري کوي. دوی همداراز د اېر فرانس چارواکو او د فرانسې لومړي وزیر ادوارد فېلیپ سره د ملاقات غوښتنه وکړه.

د اعتراض کوونکو د خبرپاڼې په حواله د اېر فرانس هوایي شرکت چارواکو د کډوالو د اخراج په برخه کې له دولت سره لاس لري. خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې یاد هوایي شرکت باید د کډوالو د شړلو په برخه کې دولت ته خپلې ټولې مالي، مادي، لوژیستیکي او سیاسي مرستې ودروي.

د رواسي شارل دوګول هوایي ډګر ته نږدې د منیل املو په نامه د کډوالو اداري توقیف ځای موقعیت لري. د پاریزین ورځپاڼې په حواله اعتراض کوونکي په همدې خاطر یاد ځای کې راټول شوي وو.  

د ورځې په ۴ بجو کې څلور اعتراض کوونکي د اېر فرانس له پلاوي سره وکتل. د اېر فرانس هوایي شرکت چارواکي رسنیو ته د یاد ملاقات په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ میاشت کې ۲۰۰ تر ۳۰۰ کډوال د پاریس د قومندانۍ مخ ته راټول شوي وو. دوی غوښتل چې فرانسه کې یې وضعیت قانوني شي.  

 

 

نورې ليکنې