د ۲۰۱۹م کال د مې ۲۰مه: بروکسل، بلجیم. کرېډېټ: رویترز/یو ارمان
د ۲۰۱۹م کال د مې ۲۰مه: بروکسل، بلجیم. کرېډېټ: رویترز/یو ارمان

د ۲۰۱۹م کال د مې میاشتې له ۲۳ تر ۲۶مې نیټې پورې اروپایي هیوادونو کې د اروپایي ټولنې ټاکنې ترسره کېږي. له ۱۹۷۹ راهیسې د اروپایي پارلمان استازي د اروپایي هیوادونو د اتباعو له خوا ټاکل کېږي. کډوال نیوز تاسوته د اروپایي ټاکنو د څرنګوالي په اړه معلومات درکوي.

اروپایي پارلمان څه دی؟

اروپایي پارلمان په مستقیمه توګه د اروپایي هیوادونو د اتباعو له خوا ټاکل کېږي. یاد پارلمان دنده لري چې د غړو هیوادونو له وزیرانو شوراوو سره ګډ قوانین جوړ کړي او کالنۍ بودیجه تصویب کړي. اروپایي پارلمان همداراز دنده لري چې د اروپا د غړو هیوادونو خپلمنځې اړیکې تنظیم کړي او یا د هغو هیوادونو په اړه پرېکړه وکړي چې غواړي له اروپایي اتحادیې سره یو ځای شي.

د ټاکنو په پایله کې څوک اروپایي پارلمان ته تللی شي؟

اروپا کې هر پنځه کاله وروسته ټاکنې کېږي. اروپایي پارلمان کې د اروپایي اتحادیې غړو هیوادونو ته د هغوی د نفوس پر بنسټ کرسۍ ځانګړې شوې دي. د بېلګې په توګه، مالتا (نفوس: شاوخوا نیم میلیون) په اروپایي پارلمان کې ۶ او جرمني (نفوس: ۸۲ میلیونه) ۹۶ غړي لري. اروپایي پارلمان کې ټولټال ۷۵۱ استازي شته، خو که برتانیا له اروپایي ټولنې څخه ووځي د څوکیو شمېر به ۷۰۵ ته راټیټ شي. اروپایي هیوادونه د خپلو ملي قوانینو پر بنسټ د اروپایي پارلمان له پاره ټاکنې ترسره کوي، خو دوی ټول اړ دي چې ځینې عمومي اصلونو ته پاملرنه وکړي. یادې ټاکنې د اروپا ټولنې په غړو هیوادونو (۲۱) کې ترسره کېږي.


څوک په اروپایي ټاکنو کې ځان نوماندولی شي؟

د بېلګې په توګه، فرانسه کې د اروپایي ټولنې هر هغه تبعه چې ۱۸ کلن وي، له ۶ میاشتو راهیسې په فرانسه کې و اوسېږي او په خپل هیواد کې د رای ورکولو حق ولری، کولی شي چې ځان د اروپایي پارلمان له پاره نوماند کړي.

څوک په اروپایي ټاکنو کې رای ورکول شي؟

د اروپایي هیوادونو هر هغه تبعه چې د رای اچونې په ورځ کې یې عمر ۱۸ کاله وي، په هماغه سیمه کې و اوسېږي چېرې چې رای ورکوي، او نوم یې د ۲۰۱۹م کال د مې میاشتې تر ۳۱مې نیټې مخکې د رای ورکوونکو په لېست کې ثبت شوی وي. ټول هغه کسان چې په خپلو هیوادونو کې د رای ورکولو حق لري فرانسه کې اروپایي ټاکنو کې ګډون کولی شي.  

اروپایي استازي څه دندې لري؟

اروپایي استازي درې دندې لري:

۱. په تقنیني برخه کې: د مقرراتو د تصویبولو دنده

۲. د بودیجې په برخه کې: له اروپایي ټولنې شورا سره د اروپایي اتحادیې د کلنۍ بودیجې د تصویبولو دنده

۳. نظارت: د اروپایي کمیسیون د مشر د ټاکلو په برخه کې


اروپایي پارلمان کې د سیاسي ډلو شتون څه معنا لري؟

سره له دې چې د اروپایي پارلمان استازي په خپلو هیوادونو کې ټاکل کېږي، خو اروپایي پارلمان کې دوی له داسې سیاسي ډلو سره یو ځای کېږي چې یو ګډ هویت او سیاسي پلټفورم و لري. د پارلماني قواعدو له مخې هره ډله باید حداقل ۲۵ غړي ولري او د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو د یوې ربعې استازیتوب وکړي. سیاسي ګوندونه په معمول ډول د ټاکنو په پیل کې له موجودو ډلو سره یو ځای کېږي او یا کولی شي چې نوې ډلې جوړې کړي. اوس مهال په اروپایي پارلمان کې ۸ سیاسي ډلې شته.

تر ټاکنو وروسته څه کېږي؟

د اروپایي ټاکنو تر ترسره کېدو وروسته د نوي پارلمان استازي هڅې کوي چې سیاسي ډلې جوړې کړي. دغه پروسه کې ممکن چې نوې سیاسې ډلې جوړې شي او یا ځینې ګوندونه له موجودو ډلو سره یو ځای شي. نوی پارلمان په خپله لومړۍ عمومي غونډه کې د اروپایي پارلمان نوی مشر ټاکي. د اروپایي کمېسیون مشر د اروپایي پارلمان له خوا ټاکل کېږي. اروپایي پارلمان همداراز د یاد کمېسیون د ارزولو او تصویبولو قانوني واک لري.

ستونزې او وېرې څه دي؟

نن سبا اروپایي هیوادونو کې ګڼ شمېر پوپولیست ګوندونه د اروپایي ټولنې خلاف دي. دا وضعیت ممکن چې پر تقنیني پروسې منفي اغېزې ولري او سست یې کړي. دویمه ستونزه د مشروعیت مساله ده. اروپایي ټاکنو کې له ۱۹۷۹ راهیسې د رای ورکوونکو په کچه کې کموالی راغلی دی. د بېلګې په توګه، په تېرو څلورو لسیزو کې د رای ورکوونکو کچه له ۶۲ سلنې ۴۲ سلنې ته راټیټه شوې ده. د یادونې وړ ده چې په ځینو اروپایي هیوادونو کې – لکه بلجیم، یونان او بلغاریا – اروپایي ټاکنو کې ګډون اجباري دی.

اروپایي ټاکنو کې ګډون ولې مهم دی؟

اوس مهال اروپایي هیوادونه له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي: د کډوالۍ کړکېچ، د چاپېریال او د اقلیم بدلون، د وزګارۍ لوړه کچه او د خصوصي معلوماتو محرمتوب. د برګزیت له پرېکړې راهیسې دا هم څرګنده شوې چې اروپایي ټولنه یوه تلپاتې پروژه نه ده او ممکن چې د له منځه وړلو ګواښ سره مخ شي. 

 

نورې ليکنې