انساني قاچاق یو سنګین جرم دی. هر کله چې تاسو بهرنیو هیوادونو ته سفر کوئ باید قانوني لاره اختیار کړې. کرېډېټ: GLO.ACT
انساني قاچاق یو سنګین جرم دی. هر کله چې تاسو بهرنیو هیوادونو ته سفر کوئ باید قانوني لاره اختیار کړې. کرېډېټ: GLO.ACT

د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې (ايف ايي ای) د پنجاب ولايت څخه يو لوی انساني قاچاقبر هغه وخت ونيو چې يو شمېر تنان يې د اروپا د تللو په نيت په رېل ګاډي کې روان کړي وو.

د تفصيلاتو ترمخه د مې د مياشت په دويمې اوونۍ کې سيف الله نومې قاچاقبر د يوويشت تنانو سره ريل ګاډي کې د کراچۍ ښار په لور روان و چې د پنجاب فيصل اباد ښار کې د اور ګاډي په اډه کې ونیول شول. ياد قاچاقبر د ايف ايي ای چارواکو ته وويل چې نيول شوي کسان هغه د تفتان باډر ته روان کړي وو چې وړاندې يې د ايران په لار اروپا ته قاچاق کړي. 

د پاکستان او ايران ترمنځ په نړيواله پوله انساني قاچاق

زياتره پاکستانيان اروپا ته په ناقانونه طريقو د تللو په وخت د ايران لارې کاروي. سره له دې چې د ايران په ځمکه د اروپا سفر يو خطرناک عمل دی بيا هم ګڼ شمېر پاکستانيان په دې لارو د خپل وطن څخه د تښتېدو هڅې کوي.   

د پاکستاني رسنيو له راپورونو ترمخه د اپريل او مې راهیسې له ايران له خوا شاوخوا ۴۳۴ پاکستانيان په بېلو بيلو موخو د ايف ايي ای چارواکو ته د تفتان په پوله سپارل شوي دي. په نيول شويو تنانو کې زياتره اروپا ته د تللو په غرض ايران ته داخل شوي وو. 

 د ايف ايي ای چارواکي د نيول شويو کسانو څخه پلټنې کوي چې د قاچاقبرانو شبکې معلومې کړي او پرضد يې عمليات وکړي. 

د پاکستان او ايران ترمنځه  د ۶۰۰ کلوميټره څخه زياته پوله باندې تفتان يوازنۍ قانوني لاره ده ولې انساني قاچاق وړونکي مختلفې پټې او ناقانونه لارې کاروي. 

تېرکال ايران ۴۹۱۳ پاکستانيان نيولي څوک چې بغېر د قانوني اسنادو دغه هېواد ته داخل شوي وو چې پکې زياتره کسانو اروپا ته په ناقانونه توګه د تللو هڅې کولې. 

د پاکستان او ايران په پوله اغزن تار خورل غواړي

د اپريل په مياشت کې اسلام اباد او تهران په دې خبره صلاح شوي و چې د ترهګرو او انساني قاچاقبرانو د مخنيوي لپاره له دواړو هېوادونو ځواکونه په پوله په ګډه څارنه وکړي. وروسته د پاکستان دولت ايران څخه په پوله د اغزن تار لګولو سلسله هم پېل کړه چې د ترهګرو او انساني قاچاق وړونکو لارې وتړي.

خو تېره هفته د پاکستان د سرحدي امنيتي ځواکونو يو لوړ افسر د پاکستان سېنېټ کې د کورنيو چارو د وزارت کمېټۍ ته ووېل چې ايران په باډر اغزن تار لګولو کې مشکلات پېدا کوي. هغه وويل چې ايران نه يوازې په پټه بلکه په ډاګه د تار لګولو په کار کې خنډونه جوړوي. 


 

نورې ليکنې