د ۲۰۱۹م کال د مې ۲۱مه، البانیا: د فرونټکس سرتېري البانیا - یونان پولو ته د تلو په حال کې دي. کرېډېټ: رویترز/فلوریون ګوګا
د ۲۰۱۹م کال د مې ۲۱مه، البانیا: د فرونټکس سرتېري البانیا - یونان پولو ته د تلو په حال کې دي. کرېډېټ: رویترز/فلوریون ګوګا

د اروپا د پولې ساتنې ادارې فرونټکس د سه شنبې په ورځ البانیا کې خپل لومړني عملیات پیل کړل. یاد عملیات د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو له خاورو څخه بهر ترسره کېږي.

په داسې حال کې چې د اروپایي ټولنې ټاکنې په راتلونکو ورځو کې پیلېږي اروپایي کمېسیون د فرونتکس د نوي عملیاتونه په اړه خبر ورکوي. تر دې مخکې د اروپایي پارلمان ځینې نوماندان، لکه د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني او یا د فرانسې د ښې اړخې ګوند مشر ژوردان باردېلا، د فرونتکس پر کډوالۍ سیاستونو تنقیدونه کړي دي.

د یادې ادارې د کډوالو چارو کمېشنر دیمیتریس اوراموپولوس په حواله یاد عملیات یو داسې «مهم او تاریخي ګام» بلل کېږي چې په پایله کې یې به بالکان له اروپایي ټولنې سره وتړل شي.

بل لور ته البانیا هیله ښودلې چې په پسرلي کې به د اروپایي ټولنې له غړو هیوادونو سره اروپایي اتحادیې ته د شامل کېدو په اړه خبرې اترې پیل کړي. د البانیا لومړي وزیر ادي راما ویلي چې دا ډېر مهم ګام دی چې په پایله کې یې البانیا له اروپایې ټولنې سره نږدې کېږي. نوموړې زیاته کړې، هڅه کوي چې د امنیت په برخه کې له اروپایي اتحادیې سره خپله همکاري نوره هم پیاوړې کړي.

اټکل دی چې فرونتکس به د مې په ۲۲مه یوناني پولو کې خپل سرتېري واستوي. یاد سرتېري له البانیایي پولیسو سره به ګډ کار وکړي.

اروپایي کمېسیون همداراز له شمالي مقدونیې، صربستان، مونته نګرو او بوسنیا – هرزګوین سره ورته تړونونه لاسلیک کړي دي.

له ۲۰۱۵ راهیسې په زرګونو کډوالو د بالکان له لارې اروپایي اتحادیې ته راغلي دي.

د اروپایي کمېسیون د یوې خبرپاڼې له مخې یاد تړون د کډوالۍ د کړکېچ د مدیریت په برخه کې مهم رول لري. خبرپاڼه زیاتوي، د دې تړون پر بنسټ به د اروپا په بهرنیو پولو کې امنیت ټینګ شي.

اټکل کېږي چې یاد اژانس به تر ۲۰۲۷ پورې ۱۰۰۰۰ سرحدي او ساحلي سرتېري ولري.

 

 


 

نورې ليکنې