د فېسبوک شبکې یو کارن. کرېډېټ: رویترز
د فېسبوک شبکې یو کارن. کرېډېټ: رویترز

د اواز سازمان تر یوې څېړنې وروسته فېسبوک د جعلي خبرونو ځینې پاڼې تړلې دي. اواز سازمان وایي چې په تېرو درېو میاشتو کې ۵۳۳ میلیونه کسان د یادو پاڼو له خوا خپاره شويو مطالبو ته لاس رسی موندلی دی.

د اواز سازمان د یوې څېړنې په حواله په فرانسه، برتانیا، جرمني، اسپانیا، ایټالیا او پولنډ کې د ښې اړخو ډلو ډېرې مجازي شبکې فعالیت کوي. یاد سازمان په یو رپوټ کې چې د چهارشنبې په ورځ (د مې ۲۲مه) یې خپور کړی وایي: «داسې معلومېږي چې په تېرو درېو میاشتو کې ۵۳۳ میلیونه کسان د یادو پاڼو له خوا خپاره شويو مطالبو ته لاس رسی موندلی دی.»  

یادې پاڼې د کډوالو په اړه مطالب خپروي. د بېلګې په ټوګه، په یوه ویډیو کې چې ۱۰ میلیون ځله لیدل شوې ده ایټالیا کې د کډوالو یوه ډله لیدل کېږي چې یو موټر ته اور واچوي. اواز سازمان وایي چې دا ویډیو له یو فلم څخه اخیستل شوې ده.

په ۶ هیوادونو کې ۷۷ پاڼې او ۲۳۰ حسابونو تړل شوي

په تېرو درېو میاشتو کې اواز سازمان په فرانسه کې د جعلي خبرونو ۴۴ پاڼې موندلې دي. یادې پاڼې شاوخوا ۱ اعشاریه ۷ میلیونه غړي درلودل.

رپوټ زیاتوي چې، د بېلګې په توګه، فېسبوک د مې میاشتې پر ۲۰مه د «لا ګوش مه تیوې» سایټ رسمي پاڼه او دوې نورې فرانسوۍ پاڼې تړلې دي.  

د اواز ویانده ژولي دوروی کډوال نیوز ته وایي: «جعلي خبرونه او جعلي معلومات له یو بل سره توپیر نه لري. یوه مجازي پاڼه جعلي خبرونه خپروي او نورې پانې یاد خبرونه او یا معلومات شریکوي. مانا یې دا چې ګڼ شمېر کسان یادو مطالبو ته لاس رسی موندلی شي.»

اغلي دوروی زیاتوي: «د اروپایي ټاکنو په را رسېدو سره ممکن د ښې اړخو ډلو پلویان د همدغو جعلي خبرونو په وسیله واک ته ورسېږي. د نورو هیوادونو – لکه برازیل، د امریکا متحده ایالات، جرمني او اسپانیا – ټاکنو ته په کتو سره دا ډېره ممکنه ښکاري. نن سبا د جعلي خبرونو له زیاتېدو سره په ټوله نړۍ کې افراطي ګوندونه واک ته رسېږي. دا کوم تصادف نه دی.»

د اواز سازمان تر څېړنې وروسته فېسبوک په المان، ایټالیا، برتانیا، فرانسه، ایټالیا او پولنډ کې ۷۷ پاڼې او ۲۳۰ حسابونه تړلي دي. خو د اغلې ژولي په خبره، دغه شبکه باید نور اقدامات هم وکړي. اوس مهال فېسبوک یوازې هغو کسانو ته پیغام استوی چې جعلي مطالب شریکوي، خو یاده شبکه باید نورو هغو کسانو ته هم پیغام ور ولېږي چې یادو مطالبو ته لاس رسی موندلی دی.  

د کارونکو عکس العملونه

د اغلې ژولي په خبره د فېسبوک کاروونکي هم باید جعلي خبرونو ته ځېر وي. اواز سازمان وایي چې کاروونکي باید د ناسمو معلوماتو په وړاندې غبرګون وښيي. مانا یې دا چې دوی باید د ناسمو خبرونو په لیدلو سره د مطلب سرچینې ولټوي او سترو رسنیو ته مراجعه وکړي.

که فکر کوئ چې یو مطلب ناسم دی نو باید فېسبوک ته خبر ورکړئ. فېسبوک ستاسو هویټ پټ ساتی.

تاسو همداراز کولی شي چې د دې لېنک له لارې اواز سازمان ته هم اطلاع ورکړئ.

اغلې ژولي زیاتوي چې جعلي خبرونه یوازې په فېسبوک کې نه بلکې په ټویټر، انسټاګرام او وټساپ کې هم خپرېږي. د نوموړې په حواله د اواز سازمان څېړنه یوازې د فېسبوک په اړه وه خو جعلي خبرونه په نورو شبکو کې هم موندل کېږي.  

 

نورې ليکنې