زاندرا واکا وايي چي د مهاجرو هر داستان په زړه پوري دی
زاندرا واکا وايي چي د مهاجرو هر داستان په زړه پوري دی

په آلمان کي د مهاجرت پر موضوع يو موزيم سته. د دغه موزيم رئيسه وايي چي بېله مهاجرت څخه به اروپا هيڅ نه وای موجوده. په دغه موزيم کي و آلمان ته د مهاجرت تاريخ ثبت سوی دی.

د آلمان په کولون ښار کي د (Documentation Center and Museum of Migration in Germany) په نوم د کډوالۍ پر موضوع يو مجازي يا د کمپيوتري معلوماتي ځېرمي په شکل د لټون وړ موزیم سته. په دغه موزيم کي و المان ته د ترکي «مېلمه کارګرو» د جلب له پاره د هغه وخت د ږغيزو اعلانونو له فيتو څخه نيولې بيا تر بيلو فورمو او اسنادو پوري ځېرمه سوي دي. دغه موزيم د مهاجرت سره تړلو حقيقي نکلونو يوه خزانه ده.

د دويمي نړيواله جګړې وروسته المان په ترکيه کي د «مېلمه کارګرو» د جلب له پاره کامپاين پېل کړ. دغه کامپاين د اروپا په سويلي هيوادونو کي هم تر سره سو. کوم کسان چي د دغه پروګرام په ترڅ کي آلمان ته راغلل، هغوی ته په آلماني (
Gastarbeiter) يعني مېلمه کارګر ويل کېدل.

زاندرا واکا د دغه موزيم رئيسه ده. آغلې واکا او د هغې کاري ډلې د مرکو له لاري د ګڼ شمېر مهاجرو او مېلمه کارګرو د ژوند داستانونه ثبت کړي دي. دغه او نور ورته مواد په دغه موزيم کي د اسنادو، ږغيزو او انځوريزو وسايلو په مرسته نندارې ته وړاندي کيږي. د دې له پاره ځانګړی کمپيوتري معلوماتي ځېرمه هم جوړه سوې په کومه کښي چي د موزيم کتونکي کولای سي په بيلو لسيزو کي و آلمان ته د مهاجرت او کډوالۍ په تړاو معلومات په لاس راوړي.

زاندرا واکا وايي: «موږ غواړو چي د آلمان تاريخ د ماجرو له ليدلور څخه بيان کړو ولي چي د هغو تجربې اکثره وخت ناپېژندل سوي پاته وي. هر داستان مهم دی.»

د مهاجرو د داستانونو راټولول په ۱۹۹- کي پخپله د ترکي کډوالو د يوې اتحاديې له خوا پېل سول. په دې ځېرمه کي دمګړی تر ۱۵۰ زرو څخه زيات له بيلو هيوادونو معلوماتي توکي ځېرمه سوي دي.

واکا وايي: «اکثره وختونه چي موږ د خلکو سره خبري کوو نو فکر کوي چي د بيانولو له پاره څه نه لري. خو کله چي موږ ورڅخه د پخوانيو انځورونو او نورو توکو په تړاو پوښتنه وکړو، نو تر شا يې پټ داستانونه رابرسېره سي او هغوی پوه سي چي د هغوی ژوند څومره هراړخيزه او په زړه پوري دی.»

واکا وايي چي ډېره لېواله ده چي دغه مجازي موزيم يو وخت په حقيقي او فيزيکي موجود موزيم بدل سي. د دې له پاره د هغې په وينا کار هم ادامه لري. تر هغه وخته د 
DOMiD's پر وېبپاڼه له دغه موزيم څخه کتنه کېدلای سي.

ريان بروير
منبع: آلمان ږغ انګريزي څانګه


 

نورې ليکنې