د ۲۰۱۹م کال له جنورۍ میاشتې راهیسې د فرانسې په کالې ښار کې د کډوالو ناقانونه کمپونو د تړلو لسګونو عملیاتونه ترسره شوي دي. سیمه کې مهاجر پلوه سازمانونه پر یادو عملیاتونو نیوکه کوي.
کالې کې د مهاجر پلوه سازمانونو رضاکاران – یومن رایتس ابزرور، یوتوپیا ۵۶، اوبرژ دو میګران – هره ورځ په خپلو پاڼو کې د کډوالو د ناقانونه کمپونو د تړلو عملیاتونو انځورونه خپروي. انځورونو کې ویجاړه شوې خیمې او د کډوالو تیت پرک شوي وسایل لېدل کېږي.
کالې کې د مېشتو کډوالو او مهاجر پلوه سازمانونو په حواله نن سبا د کمپونو د تړلو عملیاتونه په یو عادی امر بدل شوی دی. د یوتوپیا ۵۶ رضاکاره شارلوت وایي: «یاد عملیاتونه له میاشتو راهیسې روان دي او هېڅ پای ته نه رسېږي.» نوموړې زیاتوي، کډوال اړ دي چې هره ورځ د نویو عملیاتونو له پاره ځان چمتو کړي. د هغې په خبره: «د پولیسو سرتېري د سهار په ۷ بجو سیمې ته راځي. خو کډوال ټول چمتو دي. دوی د پولیسو تر را رسېدو مخکې خپل وسایل راټولوي.» اغلې شارلوت دا هم وایي چې د پولیسو د عملیاتونو تر پای ته رسېدو وروسته کډوال یو ځل بیا سیمې ته راځي او خپلې خیمې دروي.
Ce matin marque le 338e démantèlement de l'année répertorié par notre équipe à Calais. Sur un des campements, cinq mineurs non accompagnés nous signalent que leurs tentes ont été confisquées lors de l'opération. #stopexpulsions pic.twitter.com/AxIKsWqwKL
— Human Rights Observers (@HumanRightsObs) May 15, 2019
د ۲۰۱۹م کال له پیل راهیسې کالې کې په لسګونو عملیاتونه ترسره شوي دي. مانا یې دا چې د کالې ښار په ناقانونه کمپونو کې هره ورځ دوه ځله د تخلیې عملیاتونه ترسره کېږي. د یوتوپیا ۵۶ او د اوبرژ دو میګران د شمېرو له مخې د یادو عملیاتونو شمېر ۳۰۰ ته رسېږي. خو یومن رایتس ابزرور، چې په معمول ډول د عملیاتونو پر مهال سیمه کې حاضر دی، وایي چې یاده سیمه کې تر اوسه ۳۴۰ عملیاتونه ترسره شوي دي.
د یادونې وړ ده چې نن سبا کډوال د کالې په ستر ځنګل کې کمپونه نه شي جوړولی. د فرانسې په شمالي سیمه کې د کډوالو کمپونو کوچني دي او په هر کمپ کې له ۲۵ تر ۱۵۰ کډوال ژوند کوي.
La 275e expulsion de l'année 2019 à #Calais a eu lieu ce matin, près de la Porte de l'Industrie. Malgré la pluie, toutes les tentes ont été retirées.#stopexpulsions @AubergeMigrants @Utopia_56 @Abbe_Pierre @amnestyfrance @hrw_fr @Refugee_RE @CNDH_Romeurope @adequatehousing pic.twitter.com/YXjpF6cv8k
— Human Rights Observers (@HumanRightsObs) April 9, 2019
د پولیسو د قوماندانۍ له مخې ۴ میاشتو کې ۱۲۴ عملیاتونه شوي
خو دا په داسې حال کې چې د پا دو کالې سیمې قومندانۍ کډوال نیوز ته وایي، د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اپریل تر ۳۰ مې پورې یې ۱۲۴ عملیاتونه کړي دي. یاده قومندانۍ زیاتوي چې د میشل تورنر لوی ولسوال په حواله په مارچ میاشت کې د یادو عملیاتونو کچه لوړه شوې ده.
د پا دو کالې قومندانۍ همداراز وایي: «د کډوالو د ناقانونه کمپونو د تړلو عملیاتونه په ارامه فضا کې ترسره کېږي. د یو پروټوکول له مخې د کمپونو اوسېدونکي حق لري چې خپل وسایل بېرته ترلاسه کړي، لکه خیمې او بړستنونه. د یادو عملیاتونو پر مهال کډوالو ته د سرپناه ورکولو وړاندیزونه هم کېږي.»
#Calais les expulsions de terrain se suivent et se ressemblent...#Bénévoles ont interdictions d'approcher pour observer...#droitsbafoues #harcèlement pic.twitter.com/JsVRkAsPOo
— Auberge des Migrants (@AubergeMigrants) May 20, 2019
«سیمه کې کوم تش ځای نه دی پاتې شوی»
دا په داسې حال کې ده چې سازمانونه وایي له څو اوونیو راهیسې یې رضاکاران حق نه لري د کمپونو د تړلو عملیاتونو پر مهال سیمې ته نږدې شي. اغلې شارلوت زیاتوي چې له پولیسو سره یې فاصله دومره ده چې دوی نه پوهېږي په کمپونو کې څه تېرېږي. سرتېري سیمې ته تر رسېدو وروسته رضاکارانو ته وایي چې له سیمې څخه لېرې شي.
یوتوپیا ۵۶ سړه هوا او د کډوالو د ژوند ناوړه وضعیت ته په اشاره وایي چې کډوال ستړي شوي دي. «دوی تر روحي فشار لاندې دي او د عملیاتونو له کبله کافي خوب نه شي کولی.»
کالې کې ګڼ شمېر کډوال نه غواړي چې د اوسېدو عاجلو مرکزونو ته ولاړ شي. دغو مرکزونو کې د کډوالو اداري وضعیت څېړل کېږي. دوی دا غوره ګڼي چې ځنګل کې و اوسېږي او د قاچاق وړونکو په وسیله برتانیا ته ولاړ شي.
یوتوپیا ۵۶ زیاتوي چې کډوال د کالې کومې بلې سیمې ته هم نه شي تللی ځکه ښار کې تلاشۍ ډېرې شوې دي. د آغلې شارلوت په حواله نن سبا کدوال ترجیح ورکوي چې په ځنګل کې و اوسېږي او د ښار مرکز ته ولاړ نه شي.
د یوتوپیا ۵۶ له مخې تېره میاشت د کالې پر وروتیر کمپ فلزي سیمونه ولګول شول. اغلې شارلوت زیاتوي: «سیمه کې ازغن لرونکي سیمونه لګول شوي. اوس مهال سیمه کې کوم تش ځای نه دی پاتې شوی چې کډوال په کې و اوسېږي.»
بل لور ته د اوبرژ دو میګران سازمان مرستیال فرانسوا ګېنوک وایي: «کډوال لېرې پرتو سیمې ته تللی شي. خو ستونزه دا ده چې دوی به د خواړو د وېشلو ځایونو او یا کنارابونو څخه لرې شي.»
د اوبرژ دو میګران سازمان په حواله نن سبا کالې کې شاوخوا ۲۰۰ تر ۳۰۰ کډوال اوسېږي.
* د کالې ښار کمپونه
د رو د اوت کمپ: دغه کمپ کې شاوخوا ۱۵۰ کډوال ژوند کوي.
د ویروال کمپ (روغتون ته نږدې): دغه کمپ کې شاوخوا ۵۰ کسان اوسېږي.
د مارسل دورې کمپ: دغه کمپ کې شاوخوا ۳۰ کسان اوسېږي.
د اولد لیدل کمپ: دغه کمپ کې شاوخوا ۲۰ کډوال اوسېږي.