د آرشیف څخه
د آرشیف څخه

د پولیسو په وینا د سه شنبې په ورځ ۴ کډوال چې د تېلو په یو ټانکر کی پټ شوي وو د صربیا په شمالي سیمه نوي ساد کې و موندل شول. د یادو کډوالو په ډله کې دوه تنه افغانان دي. د دوو نورو کسانو هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

د پولیسو په وینا د سه شنبې په ورځ ۴ کډوال چې د تېلو په یو ټانکر کی پټ شوي وو د صربیا په شمالي سیمه نوي ساد کې و موندل شول. د یادو کډوالو په ډله کې دوه تنه افغانان دي. د دوو نورو کسانو هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

د نوي ساد روغتون د کارکوونکو په حواله لومړي کډوال د چهارشنبې په ورځ او دویم کډوال د پنجشنبې په شپه مړ شول. یاده سرچینه د دوو نورو کسانو حالت نازک بللی دی.

د رپوټونو له مخې یاد کډوال په داسې حال کې روغتون ته یووړل شول چې د اکسیجن له کمښت او د ګرمۍ له زیاتوالي سره مخ وو. هغوی د څو ساعتو له پاره په ۶۰ سانتي دګري ګرمۍ کې په ټانکر کې بند پاتی وو.

د ۲۰۱۶م کال تر مارچ میاشتې پورې په زرګونو کډوالو، چې ډیری یې د نژدې او منځنی ختیځ هیوادونو څخه راغلي وو، لویدیځ اروپا ته د رسېدو په هیله له بالکان مسیر څخه تېر شوي دي. خو یاد سرحدونه د ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشت کې د اروپایی اتحادیې له خوا وتړل شول.

سربېره پردې چې نن سبا سرحدونه تړلي دي خو لا هم ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې د بالکان له لارې اروپایي هیوادونو ته راشي. دا په داسې حال کې چې له میاشتو راهیسې په زرګونو کډوال صربیا کې بند پاتې دي او د اروپایي اتحادیې د غړیو هیوادونو لکه هنګرۍ او کروشیا له پولو څخه د تېرېدو توان نه لري.

بلګراډ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره په وینا د صربیا د کډوالو په مرکزونو کې اوس مهال له ۳۰۰۰ څخه زیات مهاجر اوسېږي.

خو بلګراډ کې د پناه غوښتونکو د ساتنې سازمان په دې باور دی چې یاد شمېر لوړ دی او ممکن چې شاوخوا ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ کډوال په صربیا کې بند پاتې وي.


 

نورې ليکنې