کرېډېټ: د ښاغلي یونس محمدي له فېسبوک پاڼې څخه
کرېډېټ: د ښاغلي یونس محمدي له فېسبوک پاڼې څخه

افغان الاصله یونس محمدي د یونان د سریزا کیڼ اړخې ګوند له خوا د اروپایي پارلمان ټاکنو ته نوماند شوی و. یونان کې د یکشنبې په ورځ (د مې ۲۶مه) ټاکنې ترسره شوې، خو یادو ټاکنو کې ښاغلی محمدي و نه توانېد چې کافي رایه ترلاسه کړي. کډوال نیوز له ښاغلي محمدي څخه د هغه د سیاسي فعالیتونو او پروګرامونو په اړه مرکه کړې ده.

۴۶ کلن یونس محمدي د ۲۰۰۱م کال په سپټمبر میاشت کې یونان ته راغلی دی. نوموړی د افغانستان په مزارشریف کې د طب په برخه کې خپلې زده کړې ترسره کړې دي. ښاغلی محمدي بلخ کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له افغانستانه پاکستان او ورپسې ایران ته مهاجرت وکړ. له څه مودې وروسته نوموړی له ایرانه بېرته افغانستان ته لاړ. هرات کې یونس محمدي د طالبانو له خوا زندان ته واچول شو. له توقیفه تر خوشې کېدو وروسته ښاغلی محمدي بېرته ایران او بیا ترکیې ته مهاجرت وکړ. هغه له ترکیې څخه د یوه جعلي پاسپورټ په وسیله یونان ته لاړ او همدلته یې خپل نوی ژوند پیل کړ. په ۲۰۰۴ کې یونس محمدي یونان کې د اقامې اجازه ترلاسه کړه او د ۲۰۱۸م کال په ډېسمبر میاشت کې یې خپل یوناني پاسپورټ لاس ته راوړ. نوموړی یو زوی او یوه لور لري چې دواړه یې له خپلې مور او خپل پلار سره په یونان کې اوسېږي. یونس محمدي په ۲۰۱۶م کال کې د بشري حقونو څار سازمان جایزه ترلاسه کړه.  

ښاغلی محمدي، کولی شئ چې اروپایي ټاکنو ته د خپلې نوماندۍ په اړه توضیحات ورکړئ.

ما یونان ته تر رسېدو وروسته خپل سیاسي فعالیتونه پیل کړل. په ۲۰۰۱ کې یونان کې د کډوالو وضعیت ډېر بد و. د پناه غوښتنې له پاره کوم ځانګړی سیستم نه و موجود. بل لور ته هغه مهال د افراطي ښې اړخو ګوندونو پلویان پر کډوالو برېدونه کول. ما له همدغې دورې پورې خپل سیاسي فعالیتونه پیل کړل. د کډوالو اتحادیه مې جوړه کړه. بیا مې اتحادیه له نورو اتحادیو سره یو ځای شوه. په ۲۰۱۶ کې مې بروکسل کې د ۴۰۰ کسانو په ډله کې د اروپا د کډوالو فورم غړیتوب ترلاسه کړ. یاد فورم داسې یو پلټفورم دی چې د اروپا مدني ټولنې له دولتونه او تصمیم نیوونکو سره تړي. یاد فورم کې مې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۷ پورې غړیتوب درلود. اوس مهال زه د فرا (FRA) یا د اساسي حقونو اجنسي غړی یم. دا ټول ښيي چې په سیاسي برخه کې مې ډېر فعالیتونه کړي دي. خو که پوښتنه دا وي چې زه ولې د کیڼ اړخې ګوند له خوا نوماند شوی یم، باید درته ووایم چې دا مې خواست و. ما له نورو ګوندونو، د بېلګې په توګه د ښې اړخې ګوند، له خوا هم وړاندیزونه ترلاسه کړل. خو زه د هغوی له سیاسي نظریاتو سره موافق نه یم.

ښاغلی محمدي د یونان له لومړي وزیر الکسېس تسیپراس سره. کرېډېټ: د یونس محمدي له فېسبوک پاڼې څخه

تاسو د کډوالو له پاره څه پروګرامونه لرئ؟

زه د یو پخواني کډوال په توګه په دې اند یم چې کډوالي خپل لاملونه لري. مانا یې دا چې څوک پرته له دلیله خپل هیواد نه پرېږدي. کډوالۍ ډېر لاملونه لري، لکه جګړې، بې وزلي او یا فقر، او تر ټولو مهم دلیل، اقلیمي بدلون. زه فکر کوم چې که څوک وغواړي له کډوالۍ کړکېچ سره مقابله وکړي، نو په لومړي سر باید یاد لاملونه له منځه یوسي. زما په اند، که اروپا وغواړي چې یاد کړکېچ حل کړي، نو باید خپلو سیاستونو کې بدلون راوړي. د بېلګې په توګه په افریقایي هیوادونو کې. نن سبا د همدغو اروپایي هیوادونو سیاستونه په ځینو افریقایي هیوادونو کې د خلکو د وزګاري ستر لامل دی. مانا یې دا چې په یادو هیوادونو کې اوسېدل اسان کار نه دی. له همدې کبله ګڼ شمېر افریقایان اروپا ته مهاجرت کوي. د یادې ستونزې له پاره یوازې یوه حل لاره شته: دا چې په افریقایي او یا اسیایي هیوادونو کې د ژوند وضعیت ښه کړل شي او فقر او جګړې له منځه یووړل شي. خو دا د کډوالۍ کرکېچ لومړۍ برخه ده. بله برخه یې اروپا کې اوسنی وضعیت دی. د کډوالۍ کړکېچ د یو موجود وضعیت په توګه څه حل لار لري؟ زه په دې اند یم چې سرحدي هیوادونه – لکه ایټالیا، یونان و اسپانیا – نه شي کولی چې دغه کړکېچ په یوازې توګه حل کړي. موږ یو جامع اروپایي پروګرام ته اړتیا لرو. ټول اروپایي هیوادونه باید خپل مسولیت ادا کړي. دا زموږ د ګوند موخه ده: یو ګډ اروپایي سیاست.   

د اروپایي ټاکنو د پایلو په اړه څه وایئ؟

لومړی باید ووایم چې هر هغه کس چې یو پوسټ ته ځان نوماندوي هیله لري چې کامیاب شي. دا مې هیله وه چې اروپايي پارلمان ته ولاړ شم او خپل سیاسي فعالیتونو ته ادامه ورکړم. خو اوس چې د ټاکنو پایلې معلومې شوې دا په دې مانا نه ده چې زما سیاسي فعالیتونه هم درول شوي دي. د یادونې اړ ده چې زما د رایې شمېر لږ نه دی او دا د خوشالۍ ځای دی. بله خبره دا ده چې یونان کې له نېکه مرغه د افراطي ښې اړخې ګوند د رایو په شمېر کې کموالی راغلی. همداراز په ځینې اروپا هیوادونو کې هم زرغون او لېبرال ګوندونه ډېرې رایې ترلاسه کړې. خو دې ټکي ته هم پام وکړو چې په فرانسه، ایټالیا او هنګري کې د افراطي ښې اړخو ګوندونه د رایو شمېر لوړ شوی دی.

ښاغلی محمدي د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال. کرېډېټ: د یونس محمدي له فېسبوک پاڼې څخه

په اخر سر کې کډوالو ته څه ویل لرئ؟

زه غواړم چې دوو مهمو ټکو ته اشاره وکړم. لومړی دا چې موږ په هر ځای کې چې یو باید دې ته پام وکړو چې له افغانستان څخه راغلي یو. افغانستان زموږ هیواد دی او موږ باید د دغه هیواد په اړه فکر وکړو. زه ځان ته اجازه نه ورکړم چې د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه څه ووایم. دلیل یې دا دی: زه اوس مهال په افغانستان کې نه اوسېږم او نه غواړم چې له یونانه د افغانستان په اړه نظر ورکړم. خو همدومره وایم چې د امکان په صورت کې هڅه کوم چې خپل هیواد او هیوادوالو سره مرسته وکړم. دویمه مسله د کډوالو په اړه ده. ځینې کسان د خپلو اقامو تر ترلاسه کولو وروسته پر همدغه سندونه قناعت کوي. زه وایم چې اروپا کې ډېر فرصتونه شته، د زده کړې په برخه کې، د سیاست په برخه کې او په نورو برخو کې. کډوال باید په اروپایي هیوادونو کې مدغم شي، دوی باید ځان له مختلفو فرهنګونو سره عیار کړي. دا ډېر مهم ګام دی. کډوال باید اروپایانو ته وښیي چې دوی هم کار او پرمختګ کولی شي.

 

نورې ليکنې