د فرانسې د ښې اړخې افراطي ګوند استازی ژوردان باردلا. کرېډېټ: شارل پلاسیو/رویترز
د فرانسې د ښې اړخې افراطي ګوند استازی ژوردان باردلا. کرېډېټ: شارل پلاسیو/رویترز

فرانسه کې د اروپایي پارلمان په ټاکنو کې ښې اړخې افراطي ګوند تر نورې ډېرې رایې خپلې کړې دي. یاد ګوند د کډوالو په اړه د فرانسې له اوسني سیاست سره مخالف دی او غواړي چې په فرانسه کې د پناه غوښتنې شرایط سخت کړي.

فرانسه کې د ښې اړخې ګوند مشرې مارین لوپن له خوا معرفي شوي نوماندان د اروپایي پارلمان په ټاکنو کې د ۲۳ اعشاریه ۳۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو مخکښ او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ګوند په ۲۲ اعشاریه ۴۱ سلنه رایو دویم دی.

مانا یې دا چې د فرانسې ښې اړخې ګوند به اروپایي پارلمان کې ۲۳ استازي ولري.

د ښې اړخې ګوند یا ملي جبهه د کډوالو په اړه د فرانسې له اوسني سیاست سره مخالف دی. تر دې مخکې یاد ګوند ویلي چې غواړي فرانسه کې د مهاجرو کړکېچ ختم کړي.

د ملي جبهې په حواله فرانسه کې د کډوالو په اړه اوسني سیاست د ګډوډۍ او کړکېچ لامل شوی دی. د فرانسې د ښې اړخې ګوند پلویان د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني په شان د مهاجرو  ضد سیاست لري. د یادونې وړ ده چې ایټالیا کې د اروپایي پارلمان په ټاکنو کې د شمال لیګ ګوند، چې ماتیو سالویني یې مشر دی، تر نورو ډېرې رایې خپلې کړې دي.

د یادو ګوندونو هدف څه دی؟ د کډوالو ضد سیاست. د فرانسې ښې اړخې ګوند یا ملي جبهه په خپل پروګرام کې وایي چې غواړي ناقانونه مهاجرت ختم کړي او ناقانونه کډوال له فرانسې څخه وشړي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: اروپایي پارلمان څه دی او څرنګه کار کوي؟ 

د سرحدونو په اړه

ښې اړخې ګوند همداراز غواړي چې د فرانسې پر سرحدونو کنترول زیات کړي او شېنګن سیمه کې ازادانه تګ راتګ پای ته ورسوي. د ښې اړخې ګوند لومړی نوماند ژوردان باردلا د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال وویل: «فرانسه باید د خپلو سرحدونو کنترول بېرته ترلاسه کړي.»

یاد ګوند همداراز غواړي چې د ډوبلین قاعدې له منځه یووړل شي.

د ښې اړخې افراطي ګوند په حواله فرانسه کې ټولنیزې مرستې باید د ملي ترجیحاتو پر بنسټ ترسره شي. مانا یې دا چې کډوال د دولت له مرستو څخه باید محروم کړل شي. د یاد ګوند له مخې له پناه غوښتونکو سره مالي مرستې (ADA) هم باید له منځه یووړل شي.

د اروپایي اتحادیې پلویان په ټاکنو کې مخکښه دي

د فرانسې د ښې اړخې ګوند استازي د نورو پوپولیستو استازو (لکه د ایټالیا شمال لیګ او د اتریش اف.پ.او) په شان اروپایي پارلمان کې د «اروپا د ملتونو او ازادیو» ډلې سره یو ځای کېږي. د پایلو له مخې یاده ډله شاوخوا ۶۰ څوکۍ ګټلې دي.   

سره له دې چې په ځینې اروپایي هیوادونو کې د ښې اړخو ګوندونو استازي تر نورو ډېرې رایې خپلې کړې دي، خو اروپایي پارلمان کې مسیحي – دموکرات او سوسیال دموکرات ګوندونه مخکښه دي.

 

نورې ليکنې