له ارشیف څخه: مانش کانال، ۲۰۱۸. کرېډېټ: د فرانسې سمندري ځواکونه
له ارشیف څخه: مانش کانال، ۲۰۱۸. کرېډېټ: د فرانسې سمندري ځواکونه

د جمعې په ورځ (د مې ۲۵مه) د فرانسې په پا – دو – کالې سیمه کې یو کښتۍ پلورونکی او یو ټکسي چلوونکی د کښتیو د پلورلو په تور په ۱۸ میاشتو او یو کال بند محکوم شول. دوی هغو کسانو ته کښتۍ پلورلې چې غوښتل یې د مانش کانال له لارې برتانیا ته ولاړ شي.

دوه کسان چې د کښتۍ پلورلو یوه شبکه یې جوړه کړې وه د جمعې په ورځ د فرانسې په پا – دو – کالې سیمه کې په ۱۸ میاشتو او یو کال بند محکوم شول. یاد کسان پر هغو کډوالو کښتۍ پلورلې چې هڅې یې کولې د مانش کانال له لارې برتانیا ته ولاړ شي.

تورن کسان د محکمې په ځواب کې وویل چی له خپل کار څخه پښیمانه نه دي.

د شکمن کس له موټر څخه ۱۴۰۰۰ نقدي پیسې موندل شوې

د فرانسې د لیل ښار د څېړونکو یوې ډلې په حواله، دغه کسان چې یو یې د بلجیم او بل یې د کالې اوسیدونکي دي د ۲۰۱۸ له اکتوبر میاشتې د ۲۰۱۹ کال تر مارچ پورې پر کډوالو ۳۹ کښتۍ پلورلې دي. تر څېړنې مخکې د کښتۍ پلورلو کمپنۍ خاوند ویلي وو چی تر اوسه یې یوازې ۷۵۰۰ یورو ترلاسه کړي، خو بیا د نوموړي له موټر څخه ۱۴۰۰۰ نقدي پیسې وموندل شوې.

د پا – دو – کالې څارنوالۍ مانش سمندر کې بیروبار او د هوا حالاتو ته په اشاره وایی چې «ژمي کی مانش د شپې له خوا خطرناک دی.»

د رپوټونو له مخې له اکتوبر تر مارچ میاشتو پورې ۵۰۰ کډوال د مانش کانال له لارې برتانیا ته د تلو هڅې وکړې. 

د پا – دو – کالې قومندانۍ د شمېرو له مخې د ۲۰۱۸م کال له اکتوبر میاشتې د ۲۰۱۹ تر مارچ پورې شاوخوا ۵۰۰ کډوال، چې دیری یې د ایران او عراق دي، هڅې وکړې چې په ۶۲ بېلابېلو کښتیو کې برتانیا ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې چې د ۲۰۱۹ په مارچ میاشت کې ۲ عراقیان او یو ایراني د بولونی – سور – مر د یوې محکمې له خوا د انساني قاچاق په تور په بند محکوم شول.


 

نورې ليکنې