۲۰۱۷: یو کډوال د بې سرحده ډاکټرانو په کلینیک کې. کرېډېټ: د بې سرحده ډاکټرانو سازمان
۲۰۱۷: یو کډوال د بې سرحده ډاکټرانو په کلینیک کې. کرېډېټ: د بې سرحده ډاکټرانو سازمان

فرانسه کې ګڼ شمېر کدوال او پناه غوښتونکي پر شکر ناروغۍ اخته کېږي. ناسالم خوراکي رژیم، لټي او روغتیایي خدماتو ته نه لاس رسی او نور هغه لاملونه دي چې پر شکر ناروغۍ د اخته کېدو لامل کېدای شي.

فرانسوۍ ډاکټره لورانس ویتاز وایي هغه ناروغان چې ور ته مراجعه کوي حداقل له ۷ کلونو راهیسې د شکر پر ناروغۍ اخته شوي دي. د نوموړې په خبره که چېرې یاده ناروغي درملنه و نه شي ممکن چې وژونکې وي. د شکر د تشخیصولو له پاره سړی باید تل خپل روغتیایي وضعیت ته پام وکړي. اغلې لورانس زیاتوي چې کډوال او پناه غوښتونکي په معموله توګه له نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او له همدې کبله ناروغیو ته پام نه کوي.

لورانس ویتاز د ایل دو فرانس د اولنې سو بوا سیمې په روبر بالانجې روغتون کې کار کوي او د شکر ناروغۍ متخصصه ده.

نوموړې وایي چې ناروغان یې معمولاً افریقایي کډوال دي. د هغې په حواله کډوالي داسې یوه پروسه ده چې د کډوالو د ژوند په وضعیت کې بدلون راوړي. د دې پروسې پر مهال کډوال ډېر جسمي فعالیت نه کوي خو ناسالم خوراکي رژیم لري. دا هغه لاملونه دي چې د شکر پر دویمې ډولې د اخته کېدو لامل کېدای شي. د شکر د دویمې ډولې له کبله په وینې کې د ګلوکوز کچه لوړېږي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د یوې څېړنې له مخې (جنوري ۲۰۱۹) چې د اروپا په ۵۳ هیوادونو کې ترسره شوې اروپا ته نوي رسېدلي پناه غوښتونکي او کډوال د شکر پر دویمه ډوله اخته کېږي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: پاریس: د بې سرحده ډاکټرانو کلنیک له هغو کډوالو سره مرسته کوي چې په سړکونو کې ژوند تېروي

ناسالم خوراکي رژیم او شکر

لورانس ویتاز وایي چې د شکر ناروغۍ د مخنیوي له پاره سړی باید «سالم» خوراکي رژیم ولري. «سالم» په دې مانا چې خوراکي توکو کې د شکرې کچه کمه وي او یا خواړه غوړ نه وي.

نوموړې زیاتوي، غوره به دا وي چې کډوال په خپله اشپزي وکړي. خو ستونزه دا ده چې اروپایي هیوادونو کې کډوالو ته داسې امکانات او چانسونه نه برابرېږي.

نن سبا ځینې فرانسوي سازمانونه یادې ستونزې ته پام کوي. د بېلګې په توګه، رستو دو کور سازمان، چې په ۲۰۱۸ کې محرومو کسانو ته ۱۳۰ میلیونه خوراکه غذا ورکړې دي، وایي چې تر ډېرې اندازې پورې له کنسرو شوېو سابو څخه استفاده کړې دي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: «کډوال فرانسې ته تر رسېدو وروسته ناروغېږي» 

لټي او شکر

لورانس ویتاز وایي چې د شکر ناروغۍ د مخنیوي له پاره ځینې اسانې لارې هم شته. د بېلګې په توګه سړی کولی شي چې د میوې اوبو او یا د شراب پر ځای اوبه وڅښي. مکروني او وریژې کې هم شکر شته.

بل لور ته لټي هم پر شکر ناروغۍ د اخته کېدو لامل کېدای شي. اروپایي هیوادونو کې ګڼ شمېر کډوال او پناه غوښتونکي د کار موندلو په برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي او له همدې کبله یې جسمي فعالیت کم دي.

د شکر نښې څه دي؟ درملنه یې څه ده؟

د شکر د دویمې ډولې نښه ستوماني او تنده دي. اغلې ویتاز وایي چې ډېرې اوبه څښل او له اندازې ډېرې متیازې کول د شکر ناروغۍ نښې بلل کېږي. ځینې ناروغان له لید ستونزو سره مخ کېږي او سترګې یې تورېږي. په داسې یو حالت کې کډوال په اسانۍ سره وزن له لاسه ورکوي.

نوموړې ټینګار کوي چې کډوال د شک په لرلو باید ژر ته ژره ډاکټر ته مراجعه وکړي ترڅو د وینې ازموینه ورکړي او درملنه وشي. د اغلې ویتاز په حواله، څوک چې د شکر پر ناروغۍ اخته کېږي باید په منظمه توګه خپلې درملنې ته پام وکړي.

فرانسه کې د کډوالو بله ستونزه: انتظار. روغتونونو کې د وخت اخیستلو موده دېره اوږده ده. د بېلګې په توګه، اولني سو بوا روغتون کې کډوال اړ دي چې له ۴ تر ۸ میاشتو پورې انتظار وباسي. خو که چېرې وضعیت عاجل وي، مثلاً که چېرې د شکر ناروغه حامله وي، نو باید د معاینې پر مهال ډاکټرانو ته د خپلې ناروغۍ په اړه اطلاع ورکړي.

عملي معلومات

فرانسه کې بې سنده کډوالو له پاره ځانګړي روغتیایي مرکزونه شته چې پاس (PASS) نومېږي او په عامه روغتونو کې موقعیت لري. پاس ته د مراجعه کولو له پاره د ملاقات وخت ته اړتیا نه شته. کاري ساعتونه: د دوشنبې تر جمعې پورې، د سهار له ۹ بجو.

 

نورې ليکنې