له ارشیف څخه. کرېډېټ: رویترز
له ارشیف څخه. کرېډېټ: رویترز

د جمعې په ورځ (د مې ۱۷مه) د فرانسې په کان سیمه کې یو لارۍ چلوونکی د انساني قاچاق په تور په دوه کاله بند محکوم شو. هغه په دې تورن و چې د خپلې لارۍ شاته ۹ کډوال په «غیرانساني شرایطو کې» په کارټنونو کې پټ کړي وو. یاد کډوال غوښتل چې برتانیا ته ولاړ شي.

د چهارشنبې په ورځ (د مې ۱۵مه) د فرانسې په ویسترام سیمه کې یو ۳۱ کلن لارۍ چلوونکی د بندر د ویډیویي مرکز مسولینو له خوا ونیول شو.

چارواکي د لارۍ چلوونکي په موټر کې د لوبو کارټنونه وموندل. یادو کارټنونو کې ۹ روس او افغان کډوال پټ کړل شوي وو چې عمرونه یې له ۱۸ تر ۷۵ کلونو پورې وو. هره کارټن دوه سوري درلودل چې د سا اخیستلو له پاره جوړ شوي وو. همداراز کارټنونو کې پټ شوي کډوال له ځان سره بېسکېټ، د معدني اوبو بوټلونه او د حاجت رفع کولو له پاره یوه پلاسټیکي خلطې درلودلې.

موندل شوي کډوال محکمې ته وویل چې خپل سفر له پاره بېلابېلو قاچاق وړونکو ته له ۳۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ یورو ورکړي څو پورتسموت سیمې ته ورسېږي.

یاد کډوال تر نیول کېدو وړاندې له رومانیا، جرمني، بلجیم او د فرانسې شمالي سیمې څخه تېر شوي وو.


 

نورې ليکنې