کرېډېټ: احمد خلیل ذکي
کرېډېټ: احمد خلیل ذکي

د ۲۰۱۹م کال په مې میاشت کې د فرونتکس یا د اروپا د پولې د ساتنې ادارې په مالي مرستې په یوه الوتکه کې له سویډن، اتریش او بلغاریا څخه لږ تر لږه ۴۰ افغانان بېرته افغانستان ته اخراج شول. بشپړ معلومات.

ځینې هغه افغان کډوال چې اروپا کې یې د پناه غوښتنې رد شوې دي په ځینو حالاتو کې په یوه ګډه الوتنه کې له اروپایي هیوادونو څخه شړل کېږي.

د بېلګې په توګه، د ۲۰۱۹م کال د مې پر ۲۸مه شاوخوا ۴۰ کډوال په یوه الوتکه کې له اروپا څخه اخراج شول. د سویډن د پولیس ویاند جونا بیلترام لینی کډوال نیوز ته وویل چې د سه شنبې په ورځ  ۲۵ کډوال له سویډن او ۲۰ کسان له اتریش څخه په یوه الوتکه کې افغانستان ته وشړل شول. نوموړی زیاته کړه چې د یادو کډوالو په ډله کې  دوه داسې کسان هم وو چې غوښتنې یې په بلغاریا کې رد شوې وې.

سویډن کې د کډوالو حقونو فعال احمد ‌ذکي خلیل چې له یو اخراجېدونکي کډوال سره یې تماس درلود وایي، یاده الوتکه د اتریش او بلغاریا په هوایي ډګرونو کې هم ښکته شوه چېرې چې چارواکي ۲۲ نور کډوال هم په کې سپاره کړل. 

د کم عمره کډوالو اخراجول

۲۵ کسان چې د سویډن له بېلابېلو ښارونو څخه استکهلم ته د اخراج په موخه راوړل شوي وو، ډېری یې هغه کم عمره کډوال وو چې په ۲۰۱۵ کې یې سویډن کې د پناه غوښتنه کړې وه، خو د تذکرو او د پیژندپاڼو د نه درلودلو له وجه یې غوښتنې رد شوې وې. یاد کډوال اوس ۱۸ کلن شوي دي. 

دا مهال سویډن کې هغه کډوال چی عمرونه یې له ۱۸ کالو څخه لوړ دي او د ۳ ځلو له پاره یې د پناه غوښتنې رد شوې وي له ټولنیزو مرستو څخه برخمن کېدای نه شي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: هغې غوښتل چې د یو افغان کډوال د اخراج مخه ونیسي

افغان کډوال نعمت

۲۴ کلن نعمت په ۲۰۱۰ کې د کورنیو اړیکو پر بنسټ له افغانستان څخه سویډني چارواکو ته خپله دوسیه وړاندې کړه. 

نوموړی د ۲۰۱۵ په ډېسمبر میاشت کې په قاچاقي توګه سویډن ته سفر وکړ او په ۲۰۱۷ کې یې پناه غوښتنه د سویډن د مهاجرت ادارې له خوا رد شوه.

د منفي ځواب تر ترلاسه کولو وروسته نوموړی له یوې سویدنۍ سره رسمی واده وکړه چې اوس د یو ماشوم په تمه ده. د ۲۰۱۹م کال په اپریل میاشت کې هغه د نورو افغانانو په ډله کې افغانستان ته اخراج شو، خو د افغان چارواکو له خوا بېرته سویډن ته ولېږدول شو.

د سویډن د بخښنی نړیوال سازمان وکیله مادیلین سیدلید کډوال نیوز ته وویل چې «د یوې سویډنۍ سره واده د اخراج مخنیوی نه شی کولي»

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: افغانستان کې له ګواښونو سره سره ټول اروپایي هیوادونه افغان کډوال اخراجولی شي

ډله ییز اخراج د فرونتکس له خوا تنظیمېږي

آغلې مادیلین سیدلید زیاته کړه چې ډلیز اخراج د هغو هیوادونو تر منځ چې د دوبلین تړون یې لاسلیک کړی یو عادي کار دی. یاد اخراجونه د بېرته راستنېدو ګډ عملیات (JRO- Joint Return Operations) نومېږي او د فرونتکس سازمان له خوا تنظیمېږي.

د سویډن پولیس ویاند بیلترام لینی په حواله دغه عملیات د سویډن او اروپایی هیوادونو د قوانینو سره سمون لری. 

د فرونتکس په حواله، په ځینو حالاتو کې هغه اروپایي هیوادونه چې د کډوالو د شړلو عملیاتونه ترسره کوي او په الوتکه کې کافي ځای لري له نورو هیوادونو څخه غواړي چې عملیاتو کې ګډون وکړي. فرونتکس د دغو عملیاتو د تنظیمولو مسولیت په غاړه لري. خو د ژباړونکو، اسکورت او روغتیایي لګښتونه د هیوادونو پر غاړه دی. 

 

نورې ليکنې