کرېډېټ: د سي واچ له پاڼې څخه
کرېډېټ: د سي واچ له پاڼې څخه

د ایټالوي چارواکي د یوې خبرپاڼې له مخې لامپدوسا اوبو ته نږدې شاوخوا ۱۰۰ کډوال د ایټالیا د سیګالا فولګوسي سمندري ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي. دا په داسې حال کې چې الارم فون سازمان له تېرې شپې راهیسې د دغو کډوالو په اړه په خپله پاڼه کې ټویټونه کوي.

د ایټالوي چارواکي د یوې خبرپاڼې په حواله لامپدوسا بندر ته نږدې شاوخوا ۱۰۰ کډوال د ایټالیا د سمندري ځواکونو له خوا وژغورل شول. یاده سرچینه وایي چې دغه کښتۍ ۲۳ کم سنه کډوال او ۱۷ ښځې هم وې. 

دا په داسې حال کې چې الارم فون سازمان له تېرې شپې راهیسې د لسګونو هغو کډوالو په هکله ټویټونه کول چې د لیبیا په ساحلي اوبو کې بند پاتې وو. 

یاد سازمان په یو ټویټ کې، چې د شپې په ۲ و نیمو بجو لیکل شوی، د کډوالو له قوله وایي چې کښتۍ کې وضعیت مخ په خرابېدو دی. دوی زیاتوي چې کښتۍ ته اوبه ننوزي او ښایي چې ماشومان د بدن د تودوخې درجې د ټیټوالي له کبله ومري.

الارم فون د شپې په ۳ و نیمو بجو په یو بل ټویټ کې وویل چې د ایټالیا ساحلي ګارد د یادې کښتۍ په اړه اطلاع درلوده خو ورسره یې مرسته نه ده کړې. یاد سازمان وایي چې دغه پالیسي باید پای ته ورسېږي.

د الارم فون سازمان د دوو نورو ټویټونه له مخې، چې نن سهار لیکل شوي دي، کډوال ویلي چې سیمه کې یې یوه الوتکه او یوه لویه کښتۍ لیدلې دي.

یاد سازمان بیا د کډوالو له قوله په یو بل ټویټ کې وویل، کښتۍ کې د یوې ۵ کلنې ماشومې روغتیایي وضعیت خراب دی او ضعف یې کړی.

د الارم فون د نوي ټویټ له مخې د ایټالیا ساحلي ګارد د یادو کډوالو د ژغورنې عملیات پیل کړي دي. ایټالوي چارواکي تر اوسه پورې دا خبره نه ده تاییده کړې.

الارم فون په ټینګار سره زیاتوي چې یاد کډوال باید یو ایټالوي بندر ته یوړل شي.

 

نورې ليکنې