کرېډېټ: پیکچر الاینز
کرېډېټ: پیکچر الاینز

د ترکیې پولیس وایي چې د چهارشنبې په ورځ (د مې ۲۹مه) یې د اروپا د «تر ټولو لویې مافیایي شبکې» مسولین نیولي دي. د پولیسو په حواله یاد کسان د ترکیې له لارې په زرګونو کډوال اروپایي هیوادونو ته قاچاق کړي دي.

د استانبول پولیس وایي، ۲۰ کسان چې په ډله کې یې د شبکې مشر اکبر عمر توفیق هم دی، تر یوه کال تحقیقاتو وروسته د ترکیې په څلورو ولایتونو کې ونیول شول.

پولیس زیاتوي چې یاده شبکه په زرګونو افغان، عراقي او سوري کډوال د ترکیې له لارې اروپا ته قاچاق کړي. د یادې سرچینې په حواله دغه شبکه اکراین، ایټالیا او یونان کې له نورو مافیایي شبکو سره اړېکې درلودلې.

د پولیسو په یوه خپرپاڼه کې راغلي چې د ترکي پولیسو د عملیاتونو په پایله کې ۵۶۹ ناقانونه کډوال، ۶ کښتۍ او ۶ موټرونه او هم نیول شوي دي.

د دغې شبکې مشران، چې ډېری یې د شمالي عراق دي، په کلني ډول تر ۲ ملیونه یورو پورې عاید درلودل.

په ۲۰۱۵ کې تر یو ملیون ډېر کډوال او پناه غوښتونکي د افریقا او منځني اسیا څخه اروپایي ټولنې ته ورسېدل. دوی په معمول ډول د ترکیې له لارې اروپایي هیوادونو ته ننوتلي وو.

د ترکیې او اروپایي اتحادیې تر منځ د یو تړون تر لاسلیکېدو وروسته د ترکیې له لارې اروپایي هیوادونو ته د راتلونکو کډوالو په شمېر کې کموالی راغی.


 

نورې ليکنې