کډوال په روغتون کی انتظار باسی، کریدیټ: کډوال نیوز
کډوال په روغتون کی انتظار باسی، کریدیټ: کډوال نیوز

په فرانسه کې بې سنده کډوال او پناه غوښتونکي له هغو روغتیایی خدماتو څخه برخمن کیدای شي چې فرانسویان هم ترې ګټه اخلي. کډوال نیوز معلومات ورکوي.

فرانسه کې کډوال د خپل اداري او مالي وضعیت له مخې له ځینو روغتیایي مرستو څخه برخمن کېږي. خو ځینو حالاتو کي هغوي د اداري په چارې نه پوهېږي. کډوال نیوز د هغه سازمانونه لېست تیار کړی دی چې د فورمو د ډکولو په برخه کې له کډوالو سره مرسته کوي.

د دولت روغتیایی مرسته (AME)

د دولت روغتیایي مرسته څه ده؟ 

هغه کډوال چې دولت له روغتیایي مرستو څخه برخمن کېږي درملنه یې وړیا ده. فرانسه کې ټول ډاکټران اړ دي چې له دغو مرستو څخه د برخمنو کسانو درملنه وکړي.

ځینې دواګانې دي چې تخفیف نه لري او باید په پیسو واخیستل شي. خو د ماشومانو له پاره روغتیایي خدمات ۱۰۰ فیصده وړیا دي. د دولت روغتیایي مرستې د یو کال له پاره دي، هر کال هرو مرو تمدید شي، او د تمدید کولو له پاره دوه میاشتو ته اړتیا ده. په ځینو سیمو کې دغه پروسه تر ۶ میاشتو پورې ځنډېدلی شي.

څوک له دغو مرستو څخه برخمن کېدای شي؟

د دولت روغتیایي مرسته دوه شرطونه لري: کډوال په تېرو ۱۲ میاشتو کې په میاشتني ډول ۸۰۰ یورو تنخوا اخیستلې وي او په تېرو ۳ میاشتو کې د اوسېدو ځای ولری. ماشومان او بندیان بې له کوم قید او شرط څخه وړیا تداویی ته لاسرسي درلودلي شي.

د فرانسې په مایت دېپارتمنت کې د دولت روغتیایي خدمات نه شته.

د روغتیا تکمیلی خدمات (CMU-C)

د روغتیا تکمیلي خدمات څخه دي؟

هر هغه څوک چې فرانسه کې د کډوال په توګه پېژندل شوی وي او دغه هیواد کې د اقامې اجازه ولري د روغتیا له تکمیلی خدماتو څخه برخمن کېدای شي. یادې مرستې د دولت روغتیایي مرستو په شان وړیا دي. دا هم د یو کال له پاره ده او باید چې هر کال تمدید شي. د روغتیایي تکمیلي خدمات د تکمیلولو پروسه په ځینو سیمو کې تر د دوه میاشتو نه زیات وخت نیسي.

څوک د روغتیا له تکمیلی خدماتو ته برخمن کېدای شي؟

هر هغه کډوال او پناه غوشتونکی چې تر درو میاشتو نه زیات په فرانسه کې ژوند کړی وي او په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې په میاشتني ډول ۸۰۰ یورو تنخوا اخیستلې وي.

د فرانسې په مایوت سیمه کې کډوال او پناه غوښتونکي د روغتیا له تکمیلی خدماتو څخه برخمن کېدای نه شي.

روغتیایی خدمات (PASS)

پاس څه دی؟

د پاس په نامه روغتیا خدمات په پاریس او د فرانسې په ټولو روغتونونو کې موجود دي. دغه مرکزونه د هغو کسانو له پاره دي چې نورو روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه لري. او یا هم هغه کسان چې دوسیې یې بندې شوې او یا د تمدید کېدو په حال کې دي.

څوک له پاس څخه ګټه اخیستلی شي؟ فرانسويان او بهرنیان له دغو خدماتو څخه برخمن کېدای شي. ناقانونه کډوال هم پاس ته مراجعه کولی شي. پاس ته د مراجعه کولو له پاره د ملاقات وخت ته اړتیا نه شته.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه کې د هغو کډوالو له پاره روغتیایي مراکز چې د اوسېدو ځای نه لري

د مور او ماشوم ساتنو خدمات (PMI)

د مور او ماشوم ساتنې مرکزونه ماشومانو ته له ۰ تر ۶ کلني پورې وړیا روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي.


عملي معلومات

د روغتیایي خدماتو فورمې

د دولت روغتیایي مرستې فورمه (AME)

د روغتیا تکمیلي خدماتو فورمه (CMUC)

په فرانسه کې د پاس مرکزونو لېست

کوم سازمانونه د فورمو د ډکولو په برخه کې کډوالو سره مرسته کولی شي؟

د روغتیایي بیمې کارکوونکي

پاریس او ځینو نورو ښارونو کېد نړیوالو ډاکترانو مرکزونه

پاریس کې د بام ټولنیز مرکز

فرانسه د کومېد تېلېفوني خدمات

پاریس، اولنې سو بوا، مارسی، سن ایتین، او ګویان کې د کومېد مرکزونه

 

نورې ليکنې