کرېډېت: د آغلې نوشينه مبارک د ټويټر پاڼې څخه
کرېډېت: د آغلې نوشينه مبارک د ټويټر پاڼې څخه

د پاکستان نه بريتانيا ته مهاجر شوي شفق محمد او نوشينه مبارک د اروپايي پارلمان په ټاکنو کې بريالي شوي دي. بشپړ معلومات.

محمد شفق په وروستي ټاکنو کې د بريتانيا د ياک شائر او همبر نه د ازاد ډيموکراټ ګوند له طرفه د اروپايي پارلمان غړې ټاکل شوی دی. 

د پاکستانۍ ورځپاڼې ايکپريس ټريبيون تر مخه ښاغلی شفق د پاکستان ازاد جمو کشمير په چکسواري سيمه کې پېدا شوی و او په کال ۱۹۷۷ کې د څلورو کلونو په عمر کې له خپلې مور سره بريتانيا ته لاړو. د هغه پلار، تره او نيکه له مخکې څخه په شيفيلډ نومې ښار کې ميشته وو چې هغلته يې په يوسټيل مل کې کار کاوه. د هغه نيکه د ۱۹۵۰م او ۱۹۶۰م ترمنځ بريتانيا ته په کډه تللی و. شفق محمد د اروپايي پارلمان اولنی کشميری غړی دی.

شفق محمد اول ځل په کال ۲۰۰۴ کې د شيفېلډ سټي کونسل غړی وټاکل شو. په کال ۲۰۱۱ کې هغه د ازاد ډيموکراټ ګوند په شيفېلډ کې اولنی ټاکل شوی مشر جوړ شو. دا وخت هغه په کونسل کې د لېبر پارټۍ پرضد د مخالف ګوند مشري کوي.

          

شفق محمد په شيفيلډ يونيورسټۍ کې زدکړو په دوران کې په سياسي هلو ځلو کې برخه اخیستل پیل کړي و.

د پاکستان څخه سکاټلنډ ته مهاجره شوې نوشينه مبارک يو ځل بيا د اروپايي پارلمان غړې په توګه ټاکل شوې ده. هغه په کال ۲۰۱۷ کې د محافطه کار ګوند د اين ډنکن نومې غړې پر ځای له سکاټلډ څخه د اروپايي پارلمان غړې جوړه شوې وه. سږ کال هغې يو ځل بيا ټاکڼې وګټلې او د اروپايي پارلمان غړې وګرځېده.  

آغلې نوشينه مبارک د بريتانيا محافظه کار ګوند سره تعلق لري. هغه په کال ۱۹۵۷م کې د پاکستان پنجاب ولايت په مياچنو سيمه کې زېږېدلې وه، د شپږو کالو په عمر کې د سکاټلنډ ګلاسګو ښار ته تللې وه او هغلته يې زدکړې کړې دي. 


 

نورې ليکنې