کرېډېټ: رویترز
کرېډېټ: رویترز

ګڼ شمېر هغه کډوال چې د فرانسې په اداري توقیف ځایونو کې اوسېږي له «پټو الوتنو» څخه وېره لري. خو پټه الوتنه څه ده؟ دا چې کډوال په ناڅاپه توګه د فرانسې له خاورې څخه اخراج شي. دا کار د قانون خلاف عمل دی.

ګڼ شمېر هغه کډوال چې د فرانسې په اداري توقیف ځایونو کې اوسېږي له دې څخه وېره لري چې په نیمه شپه کې او یا سهار وختي په ناڅاپه توګه له فرانسې څخه اخراج شي. د بېلګې په توګه، د مې په ۱۰مه د سهار په ۴ بجو یو مراکشي کډوال د رن ښار له اداري توقیف ځای څخه هوایي ډګر ته یووړل شو. د سیماد سازمان په حواله، یاد سړي ته د هغه د اخراج په اړه څه نه دي ویل شوي وو.

د سیماد سازمان د حقوقي چارو مسول کډوال نیوز ته وایي: «نوموړی ۶۰ ورځې په توقیف ځای کې تېرې کړې وې. خو چارواکي د هغه د اخراج په تړاو ورته څه نه دي ویلي وو.»

مهاجرپلوه سازمانونه او رضاکاران وایي چې دغه عمل «پټه الوتنه» نومېږي.

سیماد وایي د پټو الوتنو شمېر ډېر دی

ایل دو فرانس توقیف ځایونو کې د سیماد مسول نیکولا پرنې وایي: «دا د سترس او روحي فشار سرچینه ده. کډوال له دې څخه وېرېږي چې د پولیسو سرتېري په نیمه شپه کې او یا سهار وختي راشي او دوی هوایي ډګر ته یوسي.»

د نوموړي په خبره دا هغه کار دی چې هره اونۍ تکرارېږي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه: اداري توقیف خانو کې کډوال «د خپلو لاسونو رګونه پرې کوي»

خو د فرانسې د قوانینو له مخې د چارواکو دغه عمل غیرقانوني بلل کېږي. د بهرنیانیو قانون په حواله د توقیف ځایونو مسولین اړ دي چې بهرنیانو ته د هغوی د اخراج په اړه اطلاع ورکړي.

مانا یې دا چې نیول شويو کسانو ته باید د هغوی د الوتنو د وخت او ساعت په اړه اطلاع ورکړل شي.

«عامه نظم» ته د ګواښ پېښولو په صورت کې پټې الوټنې قانوني کار بلل کېږي

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې د کورنیو چارو وزارت له «پټې الوتنې» اصطلاح سره موافق نه دی. دغه وزارت وایي، کله چې څوک چې اداري توقیف ځای ته لېږدول شي مانا یې دا ده چې هغه د فرانسې له خاورې څخه اخراجېږي.

خو د کورنیو چارو وزارت د اخراج د اقسامو په اړه څه نه وایي. دا چې اداري توقیف ځایونه کې بنديانو ته څرنګه اطلاع ورکول کېږي او څه وخت؟

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه: د منیل - املو په توقیف ځای کې د کډوالو اوږدمهال انتظار

چارواکي وایي چې د اخراج په اړه یوه استثنا موجوده ده: که چېرې نیول شوی کس عامه نظم ته ګواښ پېښ کړي نو هغه ته د الوتنې په اړه اطلاع نه ورکول کېږي – او ممکن چې نوموړی په زور اخراج کړل شي.

خو دغه «ګواښ» کوم مشخص تعریف نه لري. «عامه نظم» ته ګواښ پېښول په څه مانا دي؟ سیماد وایي چې یوازې د اداري توقیف ځایونو چارواکي حق لري چې په دې اړه پرېکړه وکړي. نیکولا پرنې زیاتوي، که چېرې یو کډوال د «ستونزو» لامل شي نو د اداري توقیف ځای چارواکي ځان ته اجازه ورکوي چې هغه په یوه «پټه الوتنه» کې له فرانسې څخه اخراج کړي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه کې په سلګونو ماشومان په بند کې دي

لومړۍ، دویمه، او دریمه الوتنې

نیکولا پرنې وایي: «لومړۍ الوتنه کې کډوال هوایي ډګر ته وړل کېږي خو پولیسو ورسره نه دي. کډوال کولی شي چې الوتکې ته  له سپرېدو څخه ډډه وکړي. پولیس اړ دي چې هغه اداري توقیف ځای ته یوسي.»

نیکولا پرنې زیاتوي، دویمه الوتنه کې دا د پولیسو دنده ده چې کډوال هوایي ډګر ته یوسي.

د نوموړي په حواله دریمه الوتنه «پټه الوتنه» ده. دریمه الوتنه کې ممکن چې د کډوالو لاسونه په زولنو وتړل شي.

نیکولا پرنې وایي، کډوال حق نه لري چې الوتکې ته له سپرېدو څخه ډډه وکړي. د نوموړي په خبره دا کار جرم بلل کېږي او ممکن چې کډوال زندان ته واچول شي.

سیماد زیاتوي چې فرانسه کې د «پټو الوتنو» د شمېر په اړه کومه دقیقه احصایه نه لري. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت هم د «پټو الوتنو» شمېر نه څرګندوي.

* اداري توقیف ځایونو کې کډوال کولی شي چې د ۴۸ ساعتو تر تېرو وروسته یو قاضي ته لاس رسی ولري. دغه قاضي صلاحیت لري چې د هغوی د خوشې کېدو امر کړی. دا هم ممکنه ده چې د یاد قاضي د پرېکړې پر بنسټ کډوال د ۲۸ نورو ورځو له پاره توقیف ځای کې و اوسېږي. د ۳۰ ورځو تر تېرېدو وروسته سړی بېرته محکمې ته ځي. فرانسه کې کډوال حداکثر د ۹۰ ورځو له پاره توقیف ځای کې ساتل کېږي.

 

نورې ليکنې