«بشردوستانه تمځای» د پاریس په پورت دو لا شاپل کې موقعیت لري. کرېډېټ: لسلي کارېتېرو
«بشردوستانه تمځای» د پاریس په پورت دو لا شاپل کې موقعیت لري. کرېډېټ: لسلي کارېتېرو

له سه شنبې (د مې ۲۸مه) راهیسې پاریس کې د کډوالو له پاره د هرکلي یو نوی مرکز پرانیستل شوی. یاد مرکز هغو کډوالو ته ځانګړی شوی چې په سړکونو کې اوسېږي. کډوال کولی شي چې د ورځې له خوا یاد مرکز کې فرانسوي کورسونو ته ولاړ شي او یا له حقوقي او روغتیایي خدماتو څخه ګټه پورته کړي. مرکز کې همداراز شاورونه، تشنابونه، ساکټونه او د جامو مینځلو ماشینونه شته.

د مې له ۲۸مې راهیسې د پاریس او سن – دني ښاروالۍ داسې مراکز پرانیستلی دی چې «بشردوستانه تمځای» نومېږي او کډوالو ته ځانګړی شوی دی. دغه مرکز د ورځې له ۸ تر ۷ بجو پورې د کډوالو پر مخ پرانیستی دی.  

«بشردوستانه تمځای» چې د پاریس په شمالي سیمه پورت دو لا شاپل کې دی په یو وخت د ۷۰ کسانو ظرفیت لري. د دې مرکز یوه مشره ماري کوګورو وایي، چې مرکز کې کډوال د څو ساعتونو له پاره راځي او بس.


«هره ورځ به دلته راشم»

«بشردوستانه تمځای» د ارمې دو سالو سازمان له خوا اداره کېږي. تر اوسه پورې په سلګونو کډوالو یاد مرکز ته راغلي دي. د ارمې دو سالو یوه رضاکاره وایي: «پرون شاوخوا ۳۰۰ کډوال مرکز ته راغلي وو. مانا یې دا ده چې کډوال واقعاً داسې یو ځای ته اړتیا لري.»

مرکز کې کډوالو ته مشورې ورکول کېږي. دوه سازمانونه، اورور او سامو سوسیال، د روغتیا په برخه کې او فرانس تر دزیل د حقوقي چارو په برخه کې له کډوالو سره مرسته کوي. ماري کوګورو وایي، چې زیان منونکي کسان پاس مرکزونه ته استول کېږي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه: بې سنده کډوال او پناه غوښتونکي له کومو روغتیایي مرستو څخه برخمن کېدای شي؟ 

ارمې دو سالو هیله لري چې په راتلونکې کې کډوالو له پاره سایکلوژیک خدمات هم برابر کړي.

سومالیایی کډوال عبدالحیی چې له یوې میاشتې راهیسې په سړکونو کې اوسېږي وایي: «دا دېر ښه ځای دی. دلته کډوال کولی شي چې شاور واخلي او قهوه وڅکي. موږ په سړکونو کې اوسېږو او هلته ژوند سخت دی. زه به هره ورځ دلته راشم.»


شاورونه، تشنابونه او د جامو مینځلو ماشینونه

مرکز کې کډوال چای او قهوه څښلی شي. خو یاد ځای کې خواړه نه وېشل کېږي.

مرکز کې ۱۲ شاورونو او تشنابونه جوړ شوي چېرې چې رضاکاران کډوالو ته د نظافت وسایل ورکوي.

د دوشنبې، سه شنبې، جمعې او یکشنبې له ۱۰ تر ۱ بجو پورې مرکز کې فرانسوي کورسونه هم دایرېږي. د ارمې دو سالو د دغې پروژه مشر اسور دو ګولژاک وایي: «تصمیم مو دا دی چې ځینو نورو برخو کې هم کډوالو سره مرسته وکړو: لکه د سندرو ویلو او یا لاسي کارونو په برخو کې.»

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: افغان کډوال د ساینس او صنعت ښارګوټي په کتابتون کې 

کډوال همداراز کولی شي چې د جامو مینځلو ماشینونو څخه ګټه پورته کړي. مرکز کې د برېښنا ساکټونه هم شته چې د تېلېفونو د چارجولو له پاره دي. خو «بشردوستانه تمځای» کې وای فای نه شته.

اټکل دی چې یاد مرکز د اګست تر پای پورې پرانیستی وي.

د سازمانونو په حواله اوس مهال د پاریس او سن – دني په سړکونو کې شاوخوا ۸۰۰ کډوال اوسېږي. د پاریس ښارواله ان هیدالګو وایي چې د دغو کسانو په ډله کې ۱۵ تر ۲۰ سلنه منل شوي کسان دي او نور یې ډوبلیني شوي دي.

* پته: 3 avenue du Président Wilson – 93200 Saint-Denis

مټرو: Porte de la Chapelle.

کاري ساعتونه: هره ورځ له ۸ تر ۷ بجو پورې

** هره ورځ له ۸ او ۴۵ تر ۱۱ بجو پورې لاندې پته کې کډوالو ته سبا ناری وېشل کېږي:

27bd Ney, 75018 Paris.

مټرو: Porte de la Chapelle


 

نورې ليکنې