آرشیف: مانش کانال څخه
آرشیف: مانش کانال څخه

د شنبې په ورځ (د جون ۱مه) شاوخوا ۷۴ کسان د کم عمره ماشومانو په ګډون چې غوښتل يې په اتو بېلا بېلو کښتېو کې له مانش کانال له تېرېدو وروسته بریتانیا ته لاړ شي، د سمندرې چارواکو له خوا ودرول شول. همداراز ۲ نورې کښتۍ د فرانسوي چارواکو لخوا درول شوې دي.

په تودو او لمریزو ورځو کې قاچاقبران هڅه کوي چې کډوالو ته له فرانسې څخه بریتانیا ته د تېرېدو په لړ کې د چانس ازمایلو زمینه برابره کړي.

 د کورنیو چارو وزیر، ساجد جاوید وویل: «د هغو کډوالو شمېر چې غواړي د مانش له کانال څخه بریتانیا ته ولاړ شي، د اندېښنې وړ دی او زه خپلې ټولې هڅې کوم چې د هغو کسانو چې غواړي له خطر سر مخامخ شي، مخنیوی وکړم.» 

نوموړی ژمنه وکړه چې د فرانسې له چارواکو سره په دې هکله خبرې وکړي. یاد کډوال په ۸ بېلابېلو پېښو کې له ډور بندر نه تر هسټنګ پورې نیول شوي دي. 

د پارلمان محافظه کار کونډ استازی چارلی الیفیک په یوه ټویټر پیغام کې وویل که چېرې دا شمېر تایید شي نو دا به تر ټولو زیات شمېر مهاجر وي چې په یوه ورځ کې سویلي بریتانیا ته راغلي دي.

هغه د برتانیا د کورنیو چارو وزیر څخه وغوښتل چې د کډوالۍ بحران مخه ونیسي.



 

نورې ليکنې