بوسنیا وروسته د اور لګیدل. کریدیت: رویترز
بوسنیا وروسته د اور لګیدل. کریدیت: رویترز

د راپورټونو له مخي د شنبه په ورځ (جون ۱ مه) د بوسنیا هرزګوینا په شمال لویدیځي کي د کډوالو یو مرکز اور واخیست.

د بوسنیا پولیسو ویاند ال سیحیدیک په وینا په دې حادثه کې ۳۲ کسان ټپیان شوي دي. نوموړی زیات کړه چي« ځینی د اور لګیدو په وخت کی ځانونې د کړکي نه غوڅولی دي.» دا مهال د کډوالو په مرکز میرال د والکا کلداسه ښار کي لږ تر لږه ۶۰۰ کسان اوسیږي.    

نوموړی وویل « بوسنیا څو ورځې مخکې له ډیرو بهرنیو رضاکارانو څخه وغوښتل چې د مهاجرینو سره مرسته وکړي.»

د کډوال نړیوال دفتر یوه برخه د ۲۵۰ کسانو له پاره د اوسیدو ځای برابرول له پاره هڅه کوي تر څو چي کډوالو ته خیمی او کوټی برابر کړي.

دا په داسي حال کي دي چي تیر اونې دوه کډوال چې د تېلو په یو ټانکر کی پټ شوي وو د صربیا په شمالي سیمه نوي ساد کي مړ و موندل شول.   

بوسنیا هغه غرنی هیواد دی چې د کروشیا سره ګډه اوږدې پولې لري. په ۲۰۱۸ کې ۲۵۰۰۰ کډوال د دي لارې نه تیر شوي دي. که څه هم پوله د کروشیا پولیسو لخوا ساتل کیږي، خو د قاچاق شبکې په دې ځای ډیر فعال دي.

د جنوري او فبروری په میاشتو کې شاوخوا ۲۳۰۰ کسان د دې پولې څخه تیر شوې دې.

 

نورې ليکنې