د منیل- املو توقیف استوګنی : کډوال نیوز مایؤه پووله
د منیل- املو توقیف استوګنی : کډوال نیوز مایؤه پووله

د فرانسې په اداري توقیف ځایونو کې بهرنیان د اخراج له پاره ساتل کېږی. د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونو په وینا تېر کال یادو مرکزونو کې تر ۴۵ زرو ډېر کسان ساتل شوي دي.

د سه شنبې په ورځ (د جون ۳مه) د کډوالو د حقونو ځینې مدافع بنسټونه په یوه رپوټ کې څرګنده کړه چې «فرانسه هغه یوازنی هیواد دی چې ګن شمېر بهرنیان په کې په توقیف ځایونو کې د اخراج له پاره ساتل کېږي.»

تېر کال د فرانسې دولت برېکړه وکړه چې د توقیف مرکزونو شمیره کي  ۴۸۰ نور هم زیات کړي چي اوس مهال ۱۵۴۹  مرکزونه په میتروپول کي اشتون لري، چي دغه شمیر مرکزونه د فرانسی په تاریخ کي لومړۍ ځل دې چي شتون لري.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه: د منیل - املو په توقیف ځای کې د بې سنده کډوالو اوږدمهال انتظار

یاد اتحایی وویل «په توقیف استوګني کي ډیر شمیر کسان د رواني ناروغي او روانی فشارونه تجربه کوی. د بند منځنۍ موده د ۱۵ ورځو څخه زیات شوي دي اوس ۳۰ ورځو ته غزېدلې ده.»

تیر کال زیات شمیر کورنۍ  او ماشومان د توقیف په مرکزونو کي ساتل شوي دي، په مایوت ښار کی ۱۲۲۱ ماشومان او ۱۱۴ کورنې او په میتروپول کي ۲۰۸ ماشومان په یاد مرکزونو کي اوسیدلي دي.

 د کم عمره پناه غوښتونکو په توقیف کي ساتل  یوه بل مهمه بحث دي.



 

نورې ليکنې