د فرانسې د کالې لوی ځنګل له تړل کېدو وروسته (۲۰۱۶) د افغان او پاکستاني کډوالو یوه ډله د فرانسې شمالي ښار امیان ته واستول شول. یاده ډله د ۲۰۱۷م کال په ډېسمبر میاشت کې د «امیان کرېکټ کلب» جوړ کړ. دغه لوبډله فرانسه کې د کډوالو د ادغام یوه مهمه بېلګه ده. مهاجر نیوز له امیان ښار څخه رپوټ ورکوي.
سره له دې چې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جون لومړۍ نېټه) امیان ښار کې هوا خورا توده ده، خو د امیان د کرېکټ کلب لوبغاړي د «لا پروویدانس» موسسې سپورټي ډګر ته راغلي دي. اټکل دی چې یاد لوبغاړي به د یکشنبې په ورځ د فرانسې په اراس ښار کې د «اراس کرېکټ» ټیم سره سیالي وکړي.
د «امیان کرېکټ کلب» خزانه داره ناتالي سلاموویچ، چې په یوه ابتدایي ښوونځي کې ښوونکې ده، د لوبډلې له مشر عمران شینواري څخه غواړي چې د کرېکټ وسایل لکه بېټونه، بالونه، خولۍ، دسکشې او پېډونه چمتو کړي. دا په داسې حال کې چې یاده ډله دوه کاله مخکې یوازې د ټېنېس وسایل درلودل.
۲۰۱۶م کال کې د کالې ځنګل د تړل کېدو پر مهال د امیان ښار د ښاریانو شبکه پرېکړه وکړه چې له هغو کډوالو سره مرسته وکړي چې له کالې څخه امیان ته راوړل شوي وو. امیان ته د نويو رسېدلو کډوالو شمېر کم و او له همدې کبله یاده شبکه وتوانېده چې د نورو ټولنیزو سازمانونو په مرسته د مهاجرو د هرکلي تیاری ونیسي.
د فرانسوي ژبې درسونه او د کرېکټ مفکوره
د امیان ښاریانو شبکې رضاکاره ناتالي تصمیم ونیو چې کډوالو ته د فرانسوي ژبې د زده کړې زمینه برابره کړي. خو آغلې ناتالي همداراز هڅې وکړې چې یاد کډوال موزیمونه او سینماګانو ته یوسي او دوی د فرانسې له فرهنګ سره اشنا کړي.
ناتالی وایي: «یوه ورځ د فرانسوي درس پر مهال عمران د کرېکټ په اړه خبرې وکړې. خو زه نه پوهېدم چې کرېکټ څه دی او د کرېکټ لوبه څنګه کېږي.»
د ۲۰۱۷م کال په اکټوبر میاشت کې ناتالي، عمران او دوه نور کسان د فرانسې سنت - اومر ښار ته ولاړل څو د یاد ښار د کرېکټ لوبډلې څخه کتنه وکړي. یاده لوبډله تر دې مخکې د او-دو-فرانس په سیمه ییزو سیالیو کې ګډون کړی او بریالی شوې وه. ناتالي او عمران تر خپل سفر وروسته پرېکړه وکړه چې د امیان رسمي لوبډله جوړه کړي او د فرانسې د کرېکټ فدراسیون او د او-دو-فرانس مشر نیکولا پارګول څخه یې په دې اړه مرسته وغوښته. بالاخره د «امیان کرېکټ کلب»، چې اوس مهال ۱۵-۲۰ افغان او پاکستاني او دوه هندي لوبغاړي لري، د ۲۰۱۷م کال په ډېسمبر میاشت کې جوړه شوه.
د ادغام زمینې
خو دا یوازې یوه لوبډله نه ده. د ناتالي په وینا، یاد کلب دا خپله دنده بولي چې له خپلو لوبغاړو سره د پناه غوښتنې، کار او سرپناه موندلو او زده کړو په برخه کې هم مرسته وکړي. آغلې ناتالی وایي چې دې برخو کې د ښاریانو شبکه، ادوما، کوالیا او ځینې نور سازمانونه هم ورسره همکاري کوي.
د ناتالي په خبره، د لوبډلې له پاره د تمرین ځای برابرول ډېر مشکل و، «خو له نیکه مرغه د پروویدانس موسسې مشر لوبغاړو ته د تمرین ځای برابر کړ. اوس مو لوبغاړي کولی شي چې په اوونۍ کې درې ځله پروویدانس ډګر کې تمرین وکړي. خو که د هوا حالات ښه نه وي نو دوی ان د پروویدانس په جمنازیم کې لوبېدلی شي.»
د «امیان کرېکټ کلب» مشر عمران د خپل ټیم او د ښاریانو شبکې په مرسته د یاد ښار د یو پوهنتون په رستوران کې ځان ته کار موندلی دی. نوموړی د ځوانو کارکوونکو له پاره د هرکلي مرکز په استوګنځي کې اوسېږي.
د یاد کرېکټ کلب یو بل غړی ۲۲ کلن اجمل د ښه ادغام یوه بله بېلګه ده. نوموړی له څو میاشتو راهیسې یوه ساختمان شرکت کې دایمي کار موندلی دی. هغه یو له هغو معدودو کسانو دی چې فرانسه کې یې د پناه غوښتنه ډېر ژر ومنل شوه.
هغه کډوال چې سرنوشت یې معلوم نه دی...
خو له ټولو دغو بریاوو سره سره د «امیان کرېکټ کلب» ځینې لوبغاړي تر اوسه پورې د خپلو راتلونکو په اړه ډاډه نه دي. د بېلګې په توګه، د امیان لوبډلې مربي ذبیح الله یو له هغو کسانو دی چې غوښتنه یې د اوفپرا سازمان له خوا رد شوې ده. ذبیح الله وایي: «بس خوشال یو چې له خپلو ملګرو سره په یوه لوبډله کې لوبه کوو. له ماشومتوبه مې کرېکټ سره مېنه درلوده. اوس دا چانس برابر شوی چې امیان ښار کې د کرېکټ ټیم ولرو.» نوموړی زیاتوي: «سبا به له اراس لوبډلې سره سیالي وکړو. موږ چمتو یو.» خو هغه د نورو مسایلو په اړه هم اندېښمن دی: کورنۍ یې په افغانستان کې پاتې ده او سرنوشت یې نامعلوم دی...
ذبیح الله ډګر ته بېرته ورځي او د «امیان کرېکټ کلب» لوبغاړو ته د راتلونکې سیالۍ په اړه خبرې کوي.
د یکشنبې په سهار شاوخوا ۱۵ لوبغاړي له امیان څخه اراس ښار ته راغلي څو د اراس لوبډلې سره، چې لوبغاړي یې افغانان او پاکستانیان دي، لوبه وکړي. ناتالي د لوبغاړو د ترانسپورټ لګښت په اړه وایي: «د ترانسپورټ له پاره کافي پیسې نه لرو. د ښاریانو شبکه او یا ځینې موټر چلوونکي په رضاکار ډول د ترانسپورټ په برخه کې له موږ سره مرسته کوي.»
اوس دواړې لوبډلې د ګریمالدي په سپورټ دګر کې لوبه پیل کړې ده. ناتالي د لوبې پر مهال وایي چې د «امیان کرېکټ کلب» د ښاریانو شبکې په مرسته د یو رسمي ټیم په توګه وپېژندل شو او اوس په سیمه ییزو سیالیو کې ګډون کولی شي. نوموړې زیاتوي چې د خلکو د مرستو له برکته یې لوبغاړو ته جامې او وسایل واخیستل.
د ورځې په ۲ و نیمو بجو د «امیان کرېکټ کلب» له اراس لوبډلې لوبه وګټله.
د کرېکټ په اړه پوهنیزې هڅې
د فرانسې په او-دو-فرانس سیمه کې د کرېکټ ۸ لوبډلې شته. او-دو-فرانس کې دا دویم ځل دی چې سیمه ییزې سیالۍ ترسره کېږي. د یادو سیالو په لومړي پړاو کې (۲۰۱۸) د سنت – اومر کرېکټ لوبډله د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.
ناتالي وایي چې کلب یې تصمیم لري په منظمه توګه له ښوونیزو او فرهنګي موسسو سره اړیکې ونیسي.
نوموړې زیاتوي: «تر اوسه پورې مو پروویدانس کې د ځینو پروګرامونه زمینې برابرې کړې. د امیان ټیم لوبغاړي له شاوخوا ۲۵۰ زده کوونکو سره کتلي او هغوی ته یې د کرېکټ په اړه معلومات ورکړي دي.»
اوس مهال «امیان کرېکټ کلب» کې یو ځوان سړی له ښوونیزو موسسو سره د اړیکو مسول په توګه کار کوي.