د «امیان کرېکټ کلب» لوبغاړي د «لا پروویدانس» په ډګر کې. عمر په همدغه لوبډله کې لوبه کوي. کرېډېټ: واسع محسن/کډوال نیوز
د «امیان کرېکټ کلب» لوبغاړي د «لا پروویدانس» په ډګر کې. عمر په همدغه لوبډله کې لوبه کوي. کرېډېټ: واسع محسن/کډوال نیوز

په ۲۰۱۶م کال کې د فرانسې د کالې لوی ځنګل له تړل کېدو وروسته ځینې افغان کډوال د دې هیواد شمالي ښارونو لکه امیان او اراس ته واستول شول. عمر یو له هغو کډوالو دی چې هغه مهال امیان ښار ته راوړل شول او همدلته یې د پناه غوښتنې ورکړې. نوموړی «امیان کرېکټ کلب» یو ټکره لوبغاړی دی. کډوال نیوز د ښاغلي عمر د ژوند په اړه معلومات ورکوي.

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جون لومړۍ نېټه) د امیان ښار د لا پروویدانس په کرېکټ ډګر کې شاوخوا پنځه لس افغان کډوال سیمه ییزو سیالیو ته تیاری نیسي. اټکل دی چې دوی به د یکشنبې په ورځ د اراس کرېکټ لوبدلې سره سیالۍ وکړي. د «امیان کرېکټ کلب» خزانه داره ناتالي سلاموویچ یو ځوان لوبغاړي ته اشاره کوي او وایي: «هغه عمر دی او سیالیو کې ښه لوبه کوي.»

۲۲ کلن عمر د کابل ښار له چاردهې سیمې څخه راغلی دی. نوموړی وایي چې په کابل کې زېږېدلې دی او په ماشومتوب کې یې خپله کورنۍ (مور او پلار) له لاسه ورکړې ده. عمر له پنځه کلنۍ د خپل تره په کور کې لوی شوی او له همدغه ځای څخه یې اروپا ته خپل مهاجرت پیل کړی.

هغه زیاتوي چې تر پنځم تولګي پورې یې زده کړې کړې دي. 

د ښاغلي عمر مهاجرت د نورو کډوالو په شان له ستونزو ډک و. نوموړی له ایران او ترکیې څخه تر تېرېدو وروسته د بالکان له لارې ځان اروپا ته ورساوه او د ۲۰۱۶ په وروستي میاشتو کې د فرانسې کالې ښار ته لاړ چېرې چې ګڼ شمېر نور افغانان هم د کالې په لوی ځنګل کې اوسېدل او برتانیا ته یې د تلو هڅې کولې.

خو په ۲۰۱۶ کې د کالې لوی ځنګل د فرانسوي چارواکو له خوا وتړل شو او سیمه کې مېشت کډوال د پولیسو له له خوا ځینو نورو فرانسوي ښارونو ته واستول شول. عمر چې شاوخوا څلور میاشتې یې په کالې کې تېرې کړې وې امیان ښار ته راغی او همدغه ښار کې یې د پناه غوښتنه ورکړه.

نوموړی وایي چې چانس یې ډېر و او تر پنځو میاشتو تېرېدو وروسته یې مثبت ځواب ترلاسه کړ.

عمر چې افغانستان کې یې له کرېکټ سره مینه درلوده وایي چې امیان ښار ته تر رسېدو وروسته یې له ځینو نورو افغانانو سره په یوه پارک کې د کرېکټ لوبې کولې. خو هغه مهال یاد لوبغاړی د کرېکټ وسایل نه درلودل.

په ۲۰۱۷ کې د «امیان کرېکټ کلب» د امیان د ښاریانو شبکې او د ناتالي سلاموویچ په مرسته جوړ شو. اوس اجمل د همدغې لوبډلې غړی دی او د فرانسې په سیمه ییزو سیالیو کې هم ګډون کوي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د «امیان کرېکټ کلب» یا په فرانسه کې د افغان او پاکستاني کډوالو د ادغام بېلګه

کار موندل یا فرانسه کې د ادغام لومړي ګام

خو د کرېکټ لوبې ترڅنګ ښاغلی اجمل د «دنمېز کانسترکشن» په نامه یو ترکي شرکت کې کار هم کوي. نوموړی د خپل کار په اړه وایي: «زه په ساختماني برخه کې کار کوم. خټګر یم او صفایي کوم. له شرکت سره مې دایمي قرارداد کړی او اوس د کار له درکه هېڅ اندېښنه نه لرم.»

عمر شاوخوا ۸ میاشتو مخکې ترکي شرکت کې خپل کار پیل کړ. د هغه په خبره د شرکت مشر، چې له ترکیې څخه راغلی، یو ډېر مهربان سړی دی. یاد شرکت کې ټولټال ۴ کسان کار کوي چې یو یې عمر دی.

نوموړی چې د امیان د ټرېنونو تمځي ته نږدې اوسېږي وایي چې هر سهار د شرکت په موټر کې کار ته ورځي او هر ماښام همدغه موټر کې بېرته خپل کور ته راځي.

راتلونکې او هیلې

سره له دې چې فرانسه کې ګڼ شمېر افغان کډوال له ډېرو ستونزه سره لاس او ګرېوان دي، خو ښاغلی عمر د هغو کډوالو په ډله کې راځي چې چانس ورسره مل دی. نوموړی اوس مهال په یوه دولتي کور کې ژوند کوي چې د اوپک سازمان له خوا هغه ته ورکړل شوی دی.

عمر چې فرانسه کې یوازې او مجرد دی وایي، په افغانستان کې یې یوازې تره پاتې شوی خو هغه د ځینو کورنیو ستونزو له کبله له خپل تره سره کومه اړیکه نه لري. نوموړی کابل کې یو ملګری لري او کله نا کله هغه ته زنګ وهي.

په پای کې عمر د خپلې راتلونکې په اړه وایي: «فرانسه کې د یوه ښه راتلونکي په هیله یم. تر اوسه خو له خپل ژوند څخه راضي یم.»

 

نورې ليکنې